شنبه, سپتمبر 26, 2026
Homeافغانستانخلیلزاد: له وسله‌والو ډلو د پاکستان ملاتړ او له افغان کډوالو سره...

خلیلزاد: له وسله‌والو ډلو د پاکستان ملاتړ او له افغان کډوالو سره چلند د دغه هېواد د تګلارو په اړه پوښتنې راپورته کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغان ښځو د حقونو په اړه د څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی دی.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي، شهباز شریف په خپله وینا کې د افغان ښځو د حقونو ملاتړ کړی، خو د تېرو ۳۰ کلونو په ترڅ کې د پاکستان تګلارې د افغانانو د هوساینې په اړه د اسلام‌اباد د ژمنو په تړاو پوښتنې راپورته کوي.

هغه د پاکستان د پخوانیو اقداماتو له ډلې د امریکا د ځواکونو پر وړاندې د وسله‌والو ډلو ملاتړ او له افغان کډوالو سره د چلند موضوعات یاد کړي دي.

خلیلزاد ویلي، افغانستان او پاکستان دواړه اړتیا لري چې ښې اړیکې ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا سمون لپاره نوي پیل ته اړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here