د ترکیې د عالي نظامي شورا د پرېکړې له مخې، ۴۸ کلنه اوزلم کاراپینار د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد په هوايي ځواک کې د جنرالۍ رتبې ته لوړه شوې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې پرېکړې تایید کړی او په دې سره کاراپینار د ترکیې د هوايي ځواک په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې د جنرالۍ رتبه ترلاسه کوي.
اوزلم کاراپینار واده شوې او د یوه ماشوم مور ده. نوموړې د طب له پوهنځي فارغه ده، خو په ۱۹۹۷ کال کې یې نظامي اکاډمۍ ته شاملېدل غوره کړل او له هغه وخت راهیسې یې د هوايي ځواک په لیکو کې دنده ترسره کړې ده.
دا ګمارنه د ترکیې په پوځي جوړښت کې د ښځو د حضور او ونډې د پراخېدو له مهمو پرمختګونو ګڼل کېږي.

