یکشنبه, اکتوبر 4, 2026
Homeپښتونخواتحریک انصاف نن د عمران خان په ملاتړ له لکي مروت خپل...

تحریک انصاف نن د عمران خان په ملاتړ له لکي مروت خپل ستر لاریون پیلوي

تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو ولسوالیو د اوږده لاریون د پیلولو اعلان کړی چې موخه یې اسلام‌اباد ته رسېدل بلل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر سهیل افریدي ویلي، د لاریون لومړی پړاو به نن، د اکتوبر په ۴مه، د لکي مروت له ګنډي چوک پیل شي. د ده په وینا، د ټانک، دېره اسماعیل خان، جنوبي او شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت اړوند کسان به له کاروان سره یوځای شي او د شپې به د کرک سیمې ته نږدې تم شي.

هم مهاله د پاکستان حکومت د لاریون د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړي او پلازمېنې ته د تګ راتګ ټولې لارې یې په کانټینرونو تړلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here