د بریتانیا پخواني لومړي وزیر بورېس جانسن په یوې مقالې کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د زنداني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې برېټانیا باید له خپل نفوذ د هغه د مرستې لپاره کار واخلي.
جانسن په خپله مقاله کې چې د Daily Mail له خوا خپره شوې، ادعا کړې چې عمران خان له درېیو کلونو ډېر وخت راهیسې په سختو زنداني شرایطو کې ساتل کېږي او د هغه روغتیا له ستونزو سره مخ شوې ده.
هغه لیکلي چې عمران خان په انفرادي بند کې ساتل کېږي، له محدودو اسانتیاوو سره مخ دی او د طبي درملنې په برخه کې یې هم ستونزې لرلې دي.
د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ویلي، د عمران خان د زنداني وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د شکنجې د مخنیوي ځانګړي راپور ورکوونکي، د بښنې نړیوال سازمان او د پاکستان سترې محکمې اندېښنې هم مطرح کړې دي.
جانسن د عمران خان پر وړاندې روانې قضیې «سیاسي انګېزه لرونکې» بللي او ویلي یې دي چې هغه باید د یوې خپلواکې محکمې له خوا د خپلې استیناف غوښتنې د ژر اورېدو حق ولري.

