بریتانیا د غزې لپاره د بشري مرستو او لومړنۍ بیارغونې په موخه د ۸۸ میلیونه پونډو (شاوخوا ۱۱۶ میلیونه ډالرو) د مرستې اعلان کړی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو، دولت مشترک او پراختیا وزارت (FCDO) ویلي، دغه مالي مرسته به په غزه او لویدیځه غاړه کې د جګړې له امله زیانمنو شویو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، حفظالصحې، د کثافاتو مدیریت او د خوندیتوب خدمتونو د برابرولو لپاره وکارول شي.
د بریتانیا حکومت ویلي، د دې مرستو له لارې به زرګونو او سلګونو زرو خلکو ته د ژوند ژغورنې خدمات ورسېږي. په دې کې د روغتیايي مشورو، د ټپونو د درملنې او بیا رغونې، د ماشومانو د ملاتړ، د پاکو اوبو برابرولو او رواني روغتیايي خدمتونو برخې شاملې دي.
د اعلان له مخې، د مرستې یوه برخه به د هغو ماشومانو د بیا رغونې لپاره هم ځانګړې شي چې د جګړې له امله ټپیان شوي او همدارنګه به د رواني ـ ټولنیز ملاتړ (MHPSS) خدمتونه پراخ شي.
بریتانیا ویلي، دغه مرسته د غزې د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د جګړې له امله د زیانمنو سیمو د لومړني بیا رغونې لپاره برابره شوې ده.

