د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روان درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې سیالې لوبډلې افغانستان ته په ۴۶.۳ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۲۰۷ منډې هدف ورکړ.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر رحمت شاه وګټله او ایرلېنډ ته یې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان په ګټه په توپ اچوونه کې راشد خان او الله محمد غضنفر درې- درې، یمین احمدزي دوه او فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.
دویمه پاڼۍ «د افغان لوبډلې توپ وهنه» به هم په څو شېبو کې پیل شي.

