امریکايي فلمي ستورې او د بشري چارو فعالې انجلینا جولي په غزه کې د ویجاړیو د کچې د ښودلو لپاره د سیمې د جګړې مخکې او وروسته د سپوږمکۍ انځورونه خپاره کړي دي.
جولي په انسټاګرام کې ویلي، خلک اوس د «ګوګل ارث» له لارې کولای شي په څرګنده توګه وویني چې په غزه کې څومره ویجاړۍ رامنځته شوي.
نوموړې ویلي چې ټولې سیمې په کنډوالو بدلې شوي او د خلکو د ژوند اړینې بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنې یا ویجاړې شوې دي.
د جولي په وینا، شاوخوا ۱.۹۸ میلیونه کسان په غزه کې بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بشري مرستو او د سرپناه د موادو پر رسولو لا هم محدودیتونه او ځنډونه شته.
هغې ټینګار کړی چې د ژمي له رارسېدو مخکې باید خلکو ته سرپناه برابره شي، بشري مرستې په اړینه کچه ملکي وګړو ته ورسېږي او روغتونونه له طبي توکو سره سمبال شي.

