د امریکا حکومت په قطر کې د «السلیه» کمپ د فعالیت موده چې له ۱۰۰۰ ډېر افغانان په کې مېشت دي، د نهو میاشتو لپاره وغځوله.
د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دغه پرېکړه د کمپ له پلان شوي تړل کېدو لږ مخکې شوې ده. په کمپ کې هغه افغانان ساتل کېږي چې د امریکا له پوځي ماموریت سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه او د ځینو امریکايي سرتېرو کورنۍ هم په کې شاملې دي.
د راپور له مخې، دغو افغانانو د امریکا له وتلو وروسته له افغانستانه د انتقال پروسه پیل کړې وه، خو د بیا مېشتېدو د پروګرامونو د ځنډ له امله په قطر کې پاتې شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په راتلونکو نهو میاشتو کې به د دغو کسانو لپاره د خوندي بیا مېشتېدو لارې ولټوي، خو د دوی د راتلونکي په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.
د کډوالو د حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې که دایمي حل پیدا نه شي، دغه افغانان به له ناڅرګند برخلیک سره مخ پاتې شي.

