چهارشنبه, سپتمبر 30, 2026
Homeکورپاڼهامریکا له ایران د همکارۍ په تور پر ۱۰ کسانو او ادارو...

امریکا له ایران د همکارۍ په تور پر ۱۰ کسانو او ادارو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د ایران د دفاع وزارت لپاره د وسلو او پوځي تجهیزاتو د برابرولو په تور پر ۱۰ کسانو او ادارو نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، په بندیز لګېدلو کسانو او ادارو کې هغه شبکې شاملې دي چې د ایران د دفاع وزارت او د وسله‌والو ځواکونو د لوژستیک ادارې لپاره یې د وسلو، پوځي برخو او دوه‌ګوني استعمال لرونکو توکو د اخیستلو په برخه کې مرسته کړې ده.

د امریکا د چارواکو په وینا، په نښه شوي کسان او شرکتونه په ایران، چین، پاکستان، ترکیه او سعودي عربستان کې فعالیت لري. د خزانې وزارت ویلي، دا اقدام د ایران د پوځي پروګرامونو د ملاتړ کوونکو شبکو د محدودولو لپاره شوی دی.

د امریکا خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، واشنګټن به هغه کسان او ادارې په نښه کړي چې د ایران د پوځي فعالیتونو لپاره مالي، تخنیکي یا تجهیزاتي ملاتړ برابروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here