د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې لسګونه کسان د جګړه ځپلي مرکزي افریقا جمهوریت ته ډیپورټ کړي چې په کې یو افغان ځوان هم شامل دی؛ د هغه د کورنۍ غړو له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې کار کړی و.
د دغه افغان وکیلې ویلي، نوموړي مخکې د امریکا د یوه قاضي له لوري افغانستان ته له شړل کېدو قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی و، ځکه قاضي د طالبانو له لوري د هغه د ځورونې وېره باوري بللې وه.
د راپورونو له مخې، د نوموړي یوه ورور د افغان ملي اردو په لیکو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او بل ورور یې چې د امریکا له خوا روزل شوی پیلوټ و، د طالبانو په وړاندې په جګړه کې وژل شوی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، په وروستۍ الوتکه کې ۱۲ افغانان او ۸ ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر وګړي هم شامل وو.
الوتکه د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده.

