جمعه, سپتمبر 25, 2026
Homeافغانستانامرالله صالح: له اوسني بحرانه وتل د طالبانو له نسکورېدو پرته ژور...

امرالله صالح: له اوسني بحرانه وتل د طالبانو له نسکورېدو پرته ژور بدلون نه شي راوړلی

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان به «شته وي او وجود به ولري»، خو په باور یې، اوس مهال په هېواد کې ملي حاکمیت، ملي قانون او ملي شورا شتون نه لري.

صالح په یوه تازه څرګندونه کې ټینګار کړی چې طالبانو ملي بیرغ لغوه کړی او د دې ډلې د واک له امله د «ملي» کلمې کارول هم په بېلابېلو برخو کې له منځه تللي دي.

هغه د ملي یووالي په اړه ویلي، موخه باید د ټولو هغو ځواکونو انسجام وي چې غواړي افغانستان له اوسني وضعیت وباسي.

صالح زیاته کړې چې د ده په باور، له اوسني بحران وتل او «تحول» د طالبانو له نسکورېدو پرته ژوره معنا نه لري.

نوموړي ویلي، هیله لري چې افغانان به دې موخې ته ورسېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here