د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلېنډ پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبلړۍ په وروستۍ ۵مه لوبه کې سیالې لوبډلې ته په شپږ وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې دغه لوبلړۍ څلور پر صفر وګټله.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه او پاتې څلور واړه لوبې ټولې افغانستان وګټلې چې په دې سره ایرلېنډ پرته له کومې بریا د افغان لوبډلې له خوا وایټ واش یا کلین سوېپ شو.
په همدې حال کې دا د رحمت شا په لوبډلمشرۍ لومړنۍ دوه اړخیزه لوبلړۍ ده چې افغانستان په کې بریا ترلاسه کوي او هم سیاله لوبډله وایټ واش کوي.
رحمت شا په نننۍ لوبه کې په ۱۰۹ توپونو سلیزه ووهله او په ټوله کې یې د پاڼۍ تر پایه ۱۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

