د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد اوس مهال له ازبکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایرانه شاوخوا ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا واردوي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان د وارداتي برېښنا د لګښت په بدل کې هر کال دغو څلورو هېوادونو ته شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالر ورکوي.

