یکشنبه, اگست 30, 2026
Homeافغانستانافغانستان او اوزبیکستان د ۱۷.۲ میلیارد افغانیو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او اوزبیکستان د ۱۷.۲ میلیارد افغانیو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګرو ترمنځ په کابل کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د B2B غونډه ترسره شوې چې په ترڅ کې یې د ۱۷.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

د دغو تړونونو له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د غنمو، اوړو، مېوو، پنبې او نورو توکو په برخو کې سوداګري پراخه شي.

دا تړونونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې سوداګریزې اړیکې پراخې شوي او دواړو لورو د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here