د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې حزبالله او د لبنان مقاومت د دې هېواد، عربي نړۍ او اسلامي امت د ویاړ سبب دي.
هغه زیاته کړې چې د جګړې درول، په ځانګړي ډول د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې، د هغه اوربند له مهمو مواردو څخه و چې د تېرې موافقې پر مهال پرې هوکړه شوې وه.
بقایي ټینګار کړی چې په هر ډول راتلونکي توافق کې باید د لبنان د جګړې پای ته رسېدل هم په پام کې ونیول شي.
نوموړي د امریکا په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ایران هم یو “ابرقدرت” دی او د مقابلې لپاره لازم امکانات لري.
هغه همداراز ویلي چې د اسرائیل په اړه د ایران سیاست نه دی بدل شوی او لا هم دغه هېواد په رسمیت نه پېژني.

