پاکستان د بنو ولسوالۍ پر فتحخېل پولیس پوستې له خونړي برید وروسته اسلاماباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب احضار کړی او خپل احتجاج ليک یې ورته سپارلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي، چې د مې په نهمه ترسره شوی موټر بم برید، چې ۱۵ پولیس پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، په افغانستان کې د مېشتو وسله والو له لوري طرحه او تنظیم شوی و.
اسلاماباد ویلي، د برید په اړه راټول شوي شواهد، استخباراتي معلومات او تخنیکي څېړنې ښيي، چې د برید تر شا هغه ډلې ولاړې دي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
پاکستان په دې اعلامیه کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او نورو وسله والو ډلو پر ضد “روښانه او عملي” ګامونه پورته نه کړي، نو پاکستان به د خپلو امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره “قاطع اقدام” وکړي.
اعلامیه کې دا هم راغلي، چې اسلاماباد څو ځله د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب د طالبانو حکومت سره خبرې کړي، خو د پاکستان په وینا، طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ډلو د مهار لپاره د باور وړ اقدام نه دی کړی.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت وړاندې تر دې د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

