یوه امریکايي چارواکي وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه به په څو پړاوونو کې ترسره شي او اوس یې دویم پړاو یې پیل شوی دی.
د اسراییلو ۱۱ تلویزیوني چینل هم تایید کړه چې د بریدونو دویمه څپه اوس روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې اسرائیلي هوايي ځواکونو د خپلو ۱۴۰ جنګي جیټ الوتکو په مرسته په ایران برید کړی او د دغه هیواد مهم پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.
تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

