د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو او ټرانزیټ خبرې وشوې.
امیر خان متقي د روسیې سره د طالبانو د حکومت اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ ته پراخې شي.
په دې ناسته کې ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
ضمیر کابلوف دغه راز ویلي، چې هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د طالبانو د لوړپوړیو چارواکو سره خبرې اترې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان په رسمیت نه پېژنې؛ خو په دې برخه کې تدریجي عمل کوي.

