شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeافغانستانغفور لېوال:د بې‌ګناه افغانانو شهیدانول هر ځای، هر کله او په هر...

غفور لېوال:د بې‌ګناه افغانانو شهیدانول هر ځای، هر کله او په هر نامه وحشت دی

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال وایي، چې د بې ګناه افغانانو شهیدانول هر ځای، هرکله او په هرنامه وحشت دی.

ښاغلي لېوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:”له وحشت څخه ټولیز انزجار باید ولس داسې سره یوموټی کړي، چې په مورني هېواد کې دننه د هوسا، خپلواک، ولسواک او مدني ژوند شرایطو په برابرولو سره د افغان انسان ژوند وژغورل شي او هيڅوک له هېواده وتلو ته اړ نه شي.”

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې ایراني پوله ساتړ ځواکونو په افغان کډوالو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲۶۰ افغانان وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here