د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، کابل ته یې د خپل وروستي سفر په اړه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته معلومات ورکړل.
صادق خان په خپله ایکسپاڼه له شهباز شریف سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی.
نوموړي ویلي، چې له نواز شریف سره یې د طالبانو او پاکستان پر روانو حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې صادق خان کابل ته راغلی و او له له لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې وکتل.

