په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د څوکۍ په ور سپارلو له سره غور وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه راپور کې د سهیل شاهین له قوله ویلي، چې ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو داسې کس ته سپارلې، چې په دې سازمان کې د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه شي کولای.
نوموړي له ملګرو ملتونو یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه خپل دریځ بدل کړي.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

