د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په هرات کې یې درې طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یادې جبهې په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دوی ډلې تېر ماښام په هرات کې د طالبانو د ښاري کشف د امر پر کنډک برید کړی، چې په نتیجه کې یې یاد امر وژل شوی او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.
دوی دغه راز ویلي، چې په دې برید کې د دوی کسانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

