د فرانسې خبري اژانس د لبنان د دوو امنیتي سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي په ډاګه کړي، راپور ورکړی چې د لبنان د اردو او وسله والو سوریانو ترمنځ له جګړې وروسته، د سوریې نوي حکومت هیواد ته د لبناني اتباعو په ننوتلو نوي بندیزونه لګولي دي.
یاد اژانس ویلي، چې د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو او د تحریرالشام واک ته له رسیدو وروسته، دا پرمختګونه د دواړو ګاونډیو ترمنځ د ډیپلوماتیکو شخړو لومړۍ قضیه ده چې تاریخ یې کړکیچن دی.
د یادونې ده چې لبناني اتباعو ته مخکې اجازه ورکړل شوې وه چې له ویزې پرته سوریې ته ننوځي او یوازې د خپلو پاسپورټونو یا شناختي کارتونو په کارولو سره ننوځي.
په ورته وخت کې د لبنان د عامه امنیت یوه چارواکي ویلي، چې د لبنانیانو پرمخ د سوریې د پولې تړلو دوی حېران کړي دي.

