د حزب الله ډلې نوي مشر ویلي، چې لبنان یې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک نه؛ بلکې د خپل مقاومت په واسطه ازاد کړی دی.
شیخ نعیم قاسم ویلي، چې دوی د هیچا د ګټو لپاره نه؛ بلکې د خپل وطن د ازادۍ لپاره جګړه کوي.
نوموړي له دوی څخه د ایران له ملاتړ هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ایران یې د عقیدې پر بنسټ ملاتړ کوي.
هغه خامنهيي د دغې مبارزې معنوي رهبر بللی او ویلي یې دي، چې حزب الله ډلې په یوولسو ورځو کې خپل ځان بیرته راجوړ کړ.
نعیم قاسم د خپلو مشرانو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.
د یادونې ده، چې په روانه میلادي میاشت کې اسرائیل د حماس او حزب الله ډلې څو مهم مشران په نښه کړل.

