د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغانانو وژنه یو توجیه شوی عمل وباله او دفاع یې وکړه.
هغه په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ناقانونه وګړو له غیرقانوني ننوتلو سره قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق دی او د هر هېواد پوله ساتي ځواکونه مکلف دي چې د غیرقانوني اتباعو د ننوتلو مخه ونیسي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د ایران په سراوان سیمه کې ایراني پوله ساتو ځواکونو ۲۶۰ افغانان وژلي.
د یادونې ده چې دا پېښه په پراخه کچه غندل شوې، خو طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د دغې ګنګوسې په تړاو تحقیقات ترسره کوي.

