د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د روسیې_فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا ښو اړیکو پر ټینگښت خبرې وشوې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې لېدنه کې افغان ځوانانو ته د روسیې د تحصیلي بورسونو له ورکړې مننه شوې او پدې برخه کې د لاډیرو همکاریو هیله څرگنده شوې.
کرزي په دې لېدنه کې د افغانستان په هکله د روسیې فدراسیون له دریځ څخه چې په #مسکو_فارمټ او بریکس(BRICS) کې یې غوره کړی خوښي څرگنده کړې.
حامدکرزي د بریکس اعلامیه چې د افغانستانه ملاتړ پکې شوی او د افغانانو د اساسي حقوقو پر اعادې پکې ټینګار شوی د ستایلو وړ وبلله.
نوموړي په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملي تفاهم ضروري وگاڼه.

