جیش العدل ډلې په سیستان کې پر ایراني پوځیانو د برید پړه پر غاړه واخیسته.
په دغه برید کې د ایران په تفتان ښار کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ایراني پوځیان ووژل شول.
د ایران ایرنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د پولیسو د اطلاعاتي مرکز په حواله خبر ورکړی چې وسله والو کسانو د تفتان ښار په ګوهرکوه کې د پولیسو له ګزمې سره نښته وکړه.
د حال وش ویب پاڼې چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي خبر ورکوي چې د ګوهرکوه په سیمه کې د وسله والو له خوا دوه پوځي موټرونه په نښه شوي او په موټرو کې سپاره لس پوله ساتي کسان مړه او نور ژوبل شوي دي.

