د ایران سرحدي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه یې قاچاق کېدوونکي ۱۲ کیلو او ۷۲۰ کیلوګرامه سره زره نیولي دي.
دا سره زره د خراسان رضوي ولایت په تایباد سیمه کې نیول شوي دي.
د یاد ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع ویلي، چې له چټک مزلي موټر څخه یې د سرو زرو ۳۴ خښتې ترلاسه کړې دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ایران پولیسو په یاده سیمه کې له افغانستانه قاچاق شوي ۱۵۱ کیلو او ۴۵۰ ګرامه «شیشه» نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي وو.

