امریکا په لبنان کې د حزبالله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو ملاتړ وکړ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوس په لبنان او غزه کې د اوربند وخت راغلی دی.
نوموړي د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله وژنه د زرګونو امریکایانو، اسراییلیانو او ملکي لبنانیانو په ګډون د هغه د ګڼو قربانیانو لپاره د عدالت یو اقدام ګڼلی دی.
بایډن زیاته کړې، چې د حزبالله، حماس او حوثي یاغیانو خلاف اسرائیل د ځان د دفاع حق لري.
بل لورته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې کاملا هاریس ویلي، چې حسن نصرالله یو تروریست و چې لاسونه یې د امریکایانو په وینو سره وو.

