ليکوال: رحمتالله نبيل
سريزه:
نننی افغانستان د خپل معاصر تاريخ په تر ټولو کړکیچن او پېچلي پړاو کې ولاړ دی؛ داسې يو حالت چې هم د تېر ناکام تاريخ انځور وړاندې کوي او افغان ولس ځوروي، هم د اوسني ډېر زړه بوږنونکی وضعيت انعکاس د راتلونکي کړکیچونو زیږد، او هم د يو مبهم او نامعلوم راتلونکي د خطر زنګونه کړنګوي.
د ګران هیواد افغانستان پخواني سياسي جوړښتونه؛ له مشروطه سلطنت څخه نيولې، د بن کنفرانس وروسته جمهوريت پورې ؛ هر يو د ځانګړو لاملونو له امله ړنګ شول؛ یا د ولسي مشروعيت د نشتوالي، یا د پراخ او بنسټیز فساد له کبله، او یا د هغو کاواکه طرحو او تګلارو د تحميل له امله چې نه د افغانستان له ټولنيز جوړښت راټوکېدلي وې او نه يې د دې هېواد له کلتوري، تاريخي٬ ټولنیزو٬ قومي واقعيتونو سره همغږي درلوده.
ډېر دغه سياسي ماډلونه د بهرنيو سياستونو او جيوپوليټيکي لوبو په سيوري کې جوړ او پلي شول، پرته له دې چې د کورني مشروعيت ستنې او ټولنيز بنسټونه ورته برابر شي.
نن، طالبان، د يوې ايديالوژيکې ډلې په توګه، د وسلوالو امکاناتو، استخباراتي شبکو او ميداني حضور په وسيله، د هېواد اجرایي جوړښتونه تر خپل ولکې لاندې راوستي دي. خو دا حالت، که څه هم د زور، جبر او ځپنې له لارې تر اوسه دوام کړی، نه له مشروعيت، نه له اغېزمنتيا، او نه هم د خلکو د واقعي غوښتنو او اړتیاوو له پلوه، او دا وضعیت د دايم لپاره د منلو وړ کېدلی نشي او بالاخره یوه ورځ به دا وضعیت بدلون مومي٬ او دا يوه ښکاره حقیقت دی چې افغانستان نه شي کولای تل په يو نا معلوم، بې ثباته او بحراني حالت کې پاتې شي.
زمونږ ملي او جمعي هدف په اوس کې بايد دا وي چې دا کړکیچن وضعيت شاته پرېښودل شي او د وضعیت تغیر ته لومړیتوب ورکړل شي؛ خو د طالبانو له واک او د روانو ستونزو نه وتل، د دې معنا نه لري چې د هېواد د سياسي راتلونکي په اړه بحث بايد وځنډول شي؛ برعکس، دا بحث بايد لا ژر، لا ژور، او لا دقيق پيل شي.
د نن وضعیت ته په کتو سره، تر هر بل وخت زيات، د يوې ژورې رښتينې او مسؤلانه ملي خبرو اترو اړتیا لیدل کیږي، چې د سياسي عقلانيت، ملي ګټو، او د هېواد د اوږدمهاله ښیګڼې پر بنسټ ولاړې وي، نه د احساساتو، شعارونو او موقتي جذباتو پر بنسټ.
په داسې فضا کې، طبيعي ده چې د «فدراليزم» موضوع د بديل حاکميت د يوه احتمالي سیستم/ماډل په توګه مطرح کیږی. ځينې کسان فدراليزم د ټولنيز عدالت، د منابعو او سرچينو د عادلانه وېش، د قومي تنوع د سم مديريت، او د مرکز او ولايتونو تر منځ د واک د توازن د تأمين وسيله بولي.
بلخوا، ځينې نور بيا فدراليزم د ملي يووالي، دمځکنې بشپړتيا، او د قومي او ژبني شخړو د بيا راپارېدو لپاره يوه وسیله او جدي ګواښ ګڼي.
خو مهمه دا ده چې فدراليزم بايد نه د يوه «تابو» په توګه لعنت شی، او نه د يوه «مقدس توتم» او عبادت په توګه د خلکو په ذهنونو کې ځای ومومي. د يوه سياسي ماډل په اړه بحث، نه جرم دی، نه خيانت. عاقلانه دا ده چی په فدراليزم نيوکه کول بايد د دښمنۍ سبب نه شي، او ملاتړ یې هم بايد د قومي حساسيتونو د راپارولو لامل نه شي.
هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، د فدراليزم د بحث طرز دی. د دې پر ځای چې فدراليزم په يوې ملي، حقوقي او عقلاني فضا کې مطرح شي، ډېری وخت په داسې فضا کې مطرح کېږي چې له ناوړه برداشتونو، احساساتي چلند، او قومي-هويتي سياليو ډکه وي. د فدرالیزم ځينې مدافعان، که څه هم ښایې چی ښه نيت ولري، خو د هېواد د تاريخي او ټولنيزو شرايطو له دقیق درک پرته او د احتمالي ناوړه پايلو له تحلیل پرته، داسې دریځونه نیولي چې خپله د افراطی دریځونو، غلط فهمیو او ټولنيزو ناندریو سبب شوي دي.
له بلې خوا، ډېر مخالفين بیا د سالم او تجربوي نقد پر ځای، يوازې د دغو احساساتي دريځونو په غبرګون کې،حتی د فدراليزم بحث د هېواد د ملي يووالي او بقاء پر ضد يو حتمي خطر ګڼي. دا ډول تند او بې پروا قضاوتونه، که له ريښتيني اندېښنه سرچينه اخلي او که د تيرو بدو تجربو له امله وي، د سالم بحث او ملي تفاهم فضا تنګه کړې ده.
همدا مصنوعي دوه قطبي فضا، د فدراليزم بحث له خپل طبيعي بهير څخه منحرف کړی، او دا مهم سياسي بحث یې يوه قومي-سياسي جګړې ته اړولی دی. په داسې حال کې چې بايد فدراليزم د قدرت د عادلانه وېش د يوې ممکنه طرحې په توګه وڅېړل شي، برعکس، دا بحث په یوه خطرناکه سرې کرښې بدل شوی.
په دې شرايطو کې اړينه ده چې نه بايد فدراليزم مطلق رد شي، او نه هم بې له نقده او شننی وستایل شي؛ بلکې بايد د عینی واقعيتونو او ژورې تحليلي ارزونې له مخې، د دې ماډل/سیستم حکومتولیې ګټې، تاوانونه، فرصتونه، ګواښونه، بنسټيز شرطونه او د نړۍ اړوند تجربې په تفصيلي ډول وڅېړل شي.
افغانستان، چې د تاريخي کړکېچونو، قومي تنوع، او نازکو سياسي جوړښتونو لرونکی هېواد دی، بايد د حاکميت پر بېلابېلو ماډلونو، په یوه خلاصه، ملي او مسؤلانه فضا کې بحث وکړي.
خو فدراليزم اصلاً څه شی دی؟ (په تمرکز کې توازن)
فدراليزم، په خپل ساده شکل کې، د حکومت يو جوړښت دی چې پکې واک د مرکزي حکومت او سيمهييزو ادارو (لکه ايالتونو، ولايتونو يا سيمو) ترمنځ وېشل شوی وي. دا وېش داسې تنظیم شوی وي چې هره کچه اداره مشخص صلاحيتونه او مسئوليتونه لري؛ نه مرکزي حکومت هر څه تر خپل کنټرول لاندې لري، او نه هم سيمهييز واحدونه بشپړ خپلواکه عمل کوي.
د دې لپاره چې دا ډول نظام سم کار وکړي، دوه اساسي شرطونه ضروري دي:
۱. مرکزي حکومت بايد مشروعيت، قوت او د هېواد د يووالي د ساتلو وړتيا ولري.
۲. سيمهييز حکومتونه بايد اداري ظرفيت، مسلکي انساني منابع او تخنيکي وړتيا ولري، ترڅو خپل ځایي کارونه سم اداره کړي.
د دې اړيکې د ښه درک لپاره، فدراليزم د لمريز نظام سره پرتله کېدلی شي. لمر د انرژۍ او نظم مرکز دی، او سيارې؛ يعنې سيمهييز حکومتونه؛ هر يو خپل مدار لري او خپلواکه حرکت کوي، خو دا حرکت د لمر د مرکزيت سره همغږی دی. که دا توازن ګډوډ شي، نه يوازې يوه سياره، بلکې ټول نظام د بې ثباتۍ او ړنګېدو سره مخ کېږي. همداسې، که په فدراليزم کې مرکزي حکومت ډېر کمزوری شي يا ولايتونه بېحده سرغړونه وکړي، د هېواد نظم او يووالی ګواښل کېږي (Watts, 2008).
د افغانستان د فدراليزم د فرصتونو او ګواښونو د ښه درک لپاره، ضروري ده چې د نورو هېوادونو تجربې هم وڅېړل شي. د بريالیو او ناکامو ماډلونو مطالعه کول، موږ سره مرسته کوي چې هم د فدراليزم له ګټو خبر شو، او هم د هغه له احتمالي خطرونو څخه ځانونه خبر وساتو.
د فدراليزم بریالۍ تجربې: ثبات د بنسټ جوړونې او ملي وفاق تر سيورې لاند
آلمان: د تعاوني فدراليزم نمونه
د دويمې نړيوالې جګړې نه وروسته، آلمان د لوېديځو هېوادونو په ملاتړ، د عصري ادارو پر بنسټ، يو فدرالي نظام رامنځته کړ. د ایالتونو لپاره یې مشخص صلاحيتونه وټاکل، خو اقتصادي، بهرنۍ، دفاعي او تعليمي پاليسۍ یې په يووالي کې د مرکز تر ولکه لاندی وساتلې. د ايالتونو ګډون د فدرالي شورا (Bundesrat) له لارې، د قواوو توازن تضمينوي او د قدرت له مطلق تمرکز يا پاشیدلو مخنيوی کوي (Watts, 2008).
هند: تنوع ته منظم تمرکز
هند، چې له ۲۰۰ زياتې ژبې، سلګونه قومي ډلې او ګڼ شمېر اديان لري، د نړۍ له تر ټولو متنوعو هېوادونو څخه دی. خو د ځواکمن اساسي قانون، سراسري ګوندونو او منظم انتخاباتو له لارې، يې د تنوع په منځ کې يووالی تأمين کړی دی. مرکزي حکومت پر لویو برخو لکه دفاع او بهرنۍ پاليسۍ کنټرول لري، او ايالتونه هم د پام وړ واک لري (Suberu, 2001).
سویس: مشارکتي او ديموکراتيک فدراليزم
په سویس کې، چې درې رسمي ژبې لري، فدراليزم د مستقيمې ديموکراسۍ پر بنسټ پياوړی شوی دی. کانتونونه (سيمهييز واحدونه) د ملي تصميمونو په جوړولو کې د ټولپوښتنو او خلکو د مستقيم ګډون له لارې فعال رول لري. دا ماډل نه يوازې د ژبني او کلتوري اختلافاتو په مديريت کې بريالی شوی، بلکې سياسي ګډون يې هم په ټولو سطحو کې پياوړی کړی دی.
د فدراليزم ناکامې تجربې: د افغانستان لپاره د خطر زنګ
اتيوپيا؛ قومي فدراليزم او تجزيه
په اتيوپيا کې فدراليزم د قومي او ژبني کرښو پر بنسټ جوړ شو؛ خو دا ماډل د يووالي پر ځای تجزيه غوښتونکي هويتونه پياوړي کړل. د ملي بنسټونو د نشتوالي او د خودمختارۍ د زياتو غوښتنو له امله، هېواد کورني جګړې ته لاړ، چې تر ننه انساني او سياسي درنې قربانۍ لري (Anderson, 2013).
جنوبي سوډان؛ د فساد او بهرني نفوذ تر سيورې لاندې ړنګیدل
د خپلواکۍ نه وروسته، جنوبي سوډان په ظاهره فدرالي نظام جوړ کړ، خو پرته له مسوولو بنسټونو، شفاف سياسي نظام او پياوړي ټولنيز بنسټونو٬ فدراليزم د قومونو د سليقوي وېش وسيله شوه، چې بالاخره هېواد یی کورنۍ جګړې او د حکومت ړنګېدو ته سوق کړ (UNDP, 2020).
عراق؛ کمزوری او اغیز پذیره فدراليزم
د صدام د رژيم له نسکورېدو وروسته، عراق د بهرنۍ فشار لاندې فدرالي جوړښت ومنه. د کردستان اقليم او نورو سيمو ته د پراخې خودمختارۍ ورکولو سره، مرکزي حکومت سخت کمزوری شو. د سراسري سياسي يووالي د نشتوالي او د بهرنيو قدرتونو د پراخ نفوذ له امله، هېواد د سياسي کړکېچونو، قومي ميليشياوو او بهرنۍ پاليسۍ د کمزورۍ ښکار شو (Anderson, 2013).
د طالباني نظام څخه وروسته افغانستان کې د فدراليزم د تطبیق شل ستر بنسټیز، سياسي او ټولنيز خنډونه:
که څه هم فدراليزم په ځينو هېوادونو کې د قومي، جغرافيايي او ژبني تنوع د مديريت يو اغېزمن ميکانيزم ثابت شوی، خو د افغانستان د اوسني حالت له مخې، او یا هم سم دستی له دی حالت وروسته دا ماډل يو ډېرله خطرونو ډک انتخاب ګڼل کېږي. دلته د طالباني رژیم پرته افغانستان په بستر کې د فدراليزم د نه تطبیق شل مهم خنډونه بيان شوي دي:
۱. د ملي اجماع نشتوالی: په افغانستان کې لاهم پر “ملت”، “وګړیو/اتباع”، “ملي ګټو”، “شريکو ارزښتونو” او د واک د حدودو هېڅ ګډ تعريف نه دی رامنځته شوی. پرته له دې بنسټيز توافقه، فدراليزم د يووالي پر ځای د اختلاف او تجزيې لامل ګرځېدلی شي.
۲. د تجزيهطلبۍ خطر: د مقتدرو مخنيوي کوونکو نهادونو له نشتوالي سره، د دی احتمال شته چې ځينې قومي ډلې د فدراليزم له چوکاټه د خپلواکۍ يا جلاوالي د غوښتنې لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.
۳. د هويتي/قومي ناندریو/ واټنونو رسمي کېدل: که فدرالي جوړښتونه د قوميت پر بنسټ رامنځته شي، د هويتونو سيالي به رسمي شي او د ټولنيزو واټنونو ژورېدو ته به زمينه برابره شي – يوه ستونزه چې افغانستان لا له مخکې ورسره مخ دی.
۴. د مرکزي دولت کمزوري: په بېثباته شرايطو کې دطالبانو د رژیم څخه وروسته به مرکزي حکومت کافي ځواک نه لري چې د هېواد يووالی وساتي؛ او دفعتا د فدراليزم په لور تلل به د قدرت تشه لا پراخه کړي.
۵. د محلي ظرفيتونو ډیره سخته نابرابري: ضعيف ولايتونه د منابعو، زيربناوو او انساني ځواک له اړخه د خپلواکې ادارې ظرفيت نه لري، چې دا به د اداري بحران د ژورتيا لامل شي.
۶. د ملي او سراسري ګوندونو نشتوالی: سياسي ګوندونه زیاتره قومي، شخص محوره او يا کورنې/فاميلي میراثی ماهيت لري. د ملي رقابت نشتوالی، فدراليزم په محلي قدرتونو بدلوي چې د مسؤليت او حساب ورکونې څخه لرې پاتې کېږي او د حساب کتاب څخه به تیښته کوي.
۷. په جوړښتونو/بنسټونو کې د پراخ فساد شتون: د واک غيرمسؤلانه لېږد پرته له اغېزمنو نظارتي ميکانيزمونو، فساد له مرکزه ولايتونو ته منتقلوي او د فساد شبکه لا پیاوړې او پراخوي (SIGAR, 2021).
۸. د سيمهييزو زورواکو تسلط پر منابعو: له ډاکتر نجيبالله د رژيم د سقوط نه تر د جمهوري نظام تر وروستيو شېبو پورې، د هېواد په ډېرو برخو کې محلي څېرې او زور واکی پر منابعو لکه ګمرکاتو، معادنو او محلي عوايدو مستقيم يا غير رسمي تسلط لرلو؛
دا يوه پدیده ده چې د ملي حاکميت د کمزورتيا او د نظام د مشروعيت د سقوط سبب شوه.
پرته له ژورې اصلاح او بنسټيزه بنسټ جوړونې ، هېڅ تضمين نشته چې دا بیلګه به د طالباني دورې وروسته له بيا تکرار څخه مخنيوی وشي او د موازي اقتصاد، محلي مافياوو او د مرکزي دولت د اقتدار د کمزورتيا زمينه به برابره نه کړي.
۹. د ګاونډيو هېوادونو نفوذ په څیرمه سيمو کې نفوذ:
ايران، پاکستان، چين او نور سيمهييز ځواکونه په ډېرو ولايتونو کې مستقيم يا غيرمستقيم نفوذ لري. فدراليزم، پرته له مقتدر مرکز څخه، د دې نفوذ د پراخېدو زمينه برابروي (AREU, 2021).
۱۰. د وسلهوالو او ترهګريزو ډلو نفوذ او تسلط: دا مهال، د هېواد ځينې سيمې د وسلهوالو او ترهګريزو ډلو تر کنټرول لاندې دي، چې له ملي حاکميت څخه بهر عمل کوي. که د طالبانو وروسته پړاو کې، پرته له امنيتي او حقوقي چمتووالي فدراليزم پلي شي، دا خطر شته چې دغه ډلې د رسمي ميکانيزمونو په وسيله خپل کنټرول مشروع کړي او خپل ناقانونه شتون ته قانوني بڼه ورکړي٬ کوم چې د ملي امنيت او د هېواد د يووالي لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
۱۱. د ولايتونو ترمنځ د پرمختګ خورا ډیر تفاوت:
ولايتونه لکه کابل، کندهار، ننگرهار، هرات او مزار د غور، نورستان، باميان، ارزگان او بدخشان په پرتله ډېر پرمختللي دي. د فدراليزم تطبیق پرته له جبراني سياستونو، به نابرابري بنسټیز کړي (UNDP, 2020).
۱۲. د بريالۍ محلي ادارې د تاريخي تجربې نشتوالی:
د افغانستان د محلي ادارې تېرو تجربو، په ځانګړې توګه د ډاکټر نجيبالله د رژيم له سقوط او د مجاهدينو د تسلط له پيله، ثبات او نظم نه، بلکې منازعو او بېثباتۍ ته لاره هواره کړې ده. په هغه وخت کې، د يو متمرکز او مسؤل نظام پر ځای، قدرت غيررسمي او ناپایدار ډول د احزابو او سيمهييزو قوماندانانو ترمنځ وېشل شوی و. د داخلي تنظيمي جګړو، وسلهوالو سياليو، د منابعو غصب، اداري ګډوډۍ او د ملي اقتدار د نشتوالي له امله، هېواد د قدرتونو د ټوټو ټوټو جزيرو بڼه غوره کړې وه. دغه تجربه، نه يوازې د حکومتي جوړښتونو د ړنګیدو لامل شوه، بلکې د خلکو ذهنونو کې یې د محلي ادارې پر وړاندې بېاعتمادي هم رامنځته کړه ، کومه بېباوري چې د طالبانو د ظهور زمينه یې برابره کړه. له همدې امله، پرته له شفافو حقوقي بنسټونو او د مرکزي واک له ساتنې، د محلي ادارې تجربه ناکامه پاتې شوې او د دوامداره کړکیچ او بېثباتۍ يو اصلي لامل ګرځېدلې ده.
۱۳. د منابعو تمرکز د محلي مافيايي جوړښتونو په لاس کې:
د عادلانه توزيع او مالي نظارت له نشتوالي سره، ملي منابع/زیرمې به د قومي، ګوندي او فاميلي حلقو تر واک لاندې راشي، چې دا به د فقر د ژورتيا، ټولنيزو واټنونو د زياتوالي او انحصار د بنسټیز کیدو لامل شي.
۱۴. د ملي سرشمېرنې او دقيقو احصايو نشتوالی:
د قدرت او منابعو عادلانه وېش پرته له دقيقو احصايو ناممکن دی. تر اوسه افغانستان يو بشپړ، بېطرفه او سراسري سرشمېرنه نه لري (NSIA, 2019).
۱۵. د محرومو سيمو د انساني متخصص ځواک کمښت: کم پرمختللي ولايتونه د محلي ادارې د مسؤليتونو د منلو لپاره کافي تخصصي وړتيا نه لري.
۱۶. د محلي او ملي قوانينو ترمنځ تضاد:
په داسې حال کې چې منسجم حقوقي نظام نه وي، فدراليزم کولای شي متضاد او مداخلهګر قوانين رامنځته کړي.
۱۷. د بهرنۍ پاليسۍ تضعيف:
په برياليو فدرالي ماډلونو کې، بهرنۍ پاليسي يو ملي صلاحيت دی؛ خو په افغانستان کې د محلي سياسي واټنونو له امله، دا مهمه ساحه فلج کېدلی شي.
۱۸. د محلي خپلواکو رسنيو او مدني ټولنو نشتوالی:
د آزادو او ناظرو رسنيو په نشتوالي کې، د محلي چارواکو پر اعمالو حساب ورکونه ناشونې کېږي، او فساد، استبداد او پټی کړنې او د ملی ګټو ضد معاملی پراخېږي.
۱۹. سيمهييز اقتدارګرایي:
په هغو سيمو کې چې سالم سياسي رقابت نه وي، محلي مشران او زور واکان کولای شي بېمسؤوليته سيمهييز اربابان شي.
۲۰. د طبيعي او امنيتي بحرانونو پر مهال د ملي يووالي ګواښ:
د جګړې يا طبيعي ناورينونو په حالت کې، د قوي مرکزي واک نشتوالی کولی شي د بحران مديريت توان له منځه يوسي او هېواد د ګډوډۍ پر لور بوځي.
آیا افغانستان فدراليزم ته چمتو دی؟
(فدراليزم ته د تګ نه مخکې د خنډونو لرې کولو او د واقعي زمينې جوړولو لس پړاوونه)
ځینې سياسي ډلې او څېرې په داسې حال کې د فدراليزم خبره کوي، چې ښایې د افغانستان د حساسو، نازکو او پېچلو شرايطو څخه لازم درک ونه لري. د دې موضوع بېړهناکه مطرح کول داسې انګېرل کېږي لکه چې يوازې د سياسي جوړښت په بدلون سره، پرته له بنسټيزو بحرانونو د حل، عدالت او پرمختګ ته رسېدلی شو.
خو که په واقعبینانه او مسؤلانه نظر ورته وګورو، وینو چې هېواد لا هم له هغو بنسټونو، نهادونو او ملي اجماع څخه بې برخې دی چې د فدراليزم بحث ته اړینه فضا برابرولی شي.
موږ باور لرو چې له هر ډول سياسي جوړښت څخه مخکې، بايد يو لړ اساسي او تدريجي پړاوونه تیرشي؛ هغه پړاوونه چې د ملي بحث، د اعتماد بيا رغونې، د نهاد جوړونې او د واقعي ولسي مشارکت زمينه برابره کړي.
بې له دې پړاونو، د فدراليزم بحث نه يوازې بېنتيجه دی، بلکې پخپله د نوي بحران د راټوکېدو لامل کېدلی شي.
له همدې امله، اړينه ده چې د غیر متمرکز جوړښتونو پر لور حرکت په ډېر احتياط او دقيقه مرحلهبندي سره ترسره شي.
فدراليزم ته له ورتګ مخکې لس اساسي پړاوونه:
۱. د ملي يووالي پياوړتيا او د وګړیو (شهروند) د حقونو او مسؤليتونو پوهاوی:
په داسې هېواد کې چې پراخه قومي، ژبني او مذهبي تنوع لري، د هر ډول بنسټیز بدلون لومړی شرط د ولسي ګډ ژوند، زغم او همکارۍ پياوړتيا ده. د رسمي زده کړو، آزادو رسنيو او ولسي بحثونو له لارې بايد دا ذهنیت تقويه شي چې ټول وګړی ، له هر قوم، ژبې٬ مذهب او سيمې څخه، د هېواد په ګډه راتلونکې کې مساوي حقونه او مسؤليتونه لري.
۲. د ملي او سراسري ګوندونو رامنځته کول:
که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د آزاد سياسي مشارکت، د نظر تنوع او د ګوندي سيالۍ زغم شتون نه لري، د جمهوريت د دورې ګوندونو هم اکثراً قومي، محلي او شخصي ماهيت درلود.
فدراليزم يوازې د داسې سراسري، څو؛ بعدي او تګلاری لرونکو ګوندونو په شتون کې عملي کېدلی شي چې د ټول هېواد ګټې استازولي وکړي، نه د محدودو قومونو يا سيمو او کورنیو.
نو، د سياسي نظام اصلاح، د ګوندي قوانينو بياکتنه، او د ملي، څو؛ قومي او حساب ورکونکو ګوندونو د رامنځته کولو زمينه برابرول يو بنسټيز شرط دی (AREU, 2021).
۳. د نړيوال نظارت لاندې ملي سرشمېره:
د دقيقو احصايو پرته، د منابعو او واک عادلانه وېش ناشونی دی. يو شفاف، بېطرفه او د نړيوالو بنسټونو تر نظارت لاندې سرشمېرنه اړينه ده، څو د خلکو باور جلب شي (NSIA, 2019).
۴. د محلي ادارو ظرفيت لوړونه مخکې له واک انتقاله:
ډېری ولايتونه د مسلکي انساني ځواک، دوامدارې بودجې او مؤثرو ادارو له پلوه کمزوري دي. صلاحيت بايد په تدريجي ډول، د ادارې د ظرفيت لوړولو او د مرکزي نظارت لاندې، انتقال شي.
۵. د ځينو ولايتونو تدريجي چمتووالی د محدودې خپلواکې تجربې لپاره:
په وروسته-طالباني شرايطو کې، ډېر ولايتونه به د ناامنۍ، اداري کمزورتيا او د زورواکو له نفوذ سره مخ وي. خو، وروسته له بنسټيزو اصلاحاتو، ثبات لرونکي ولايتونه کولای شي د محدودې ازموينې په توګه، د ځينو محلي صلاحيتونو ترلاسه کولو تجربه وکړي ؛ البته د قوي مرکزي نظارت او د ملي يووالي د ساتنې تر چتر لاندې (د بیلګی په توګه د والیانو او ښاروالانو انتخاب٬ د ولسوالیو د شورا ګانو انتخابات د بعضی مقرریو صلاحیت٬ او داسی نور سنجول شوی ګامونه)
۶. د فساد پر ضد جوړښتي مبارزه:
د هر ډول واک انتقال وړاندې، بايد مؤثرې او خپلواکې د فساد ضد ادارې رامنځته او پياوړې شي، ترڅو اداره، منابع او تصميمونه تر نظارت لاندې وساتل شي. بې له شفافيت او حساب ورکونې، د واک هېڅ ډول انتقال مشروع نه ګڼل کېږي (SIGAR, 2021).
۷. د سياسي ګوندونو او محلي چارواکو د مالي منابعو شفافيت:
خلک بايد پوه شي چې د ګوندونو او چارواکو مالي منابع له کومه راځي او څنګه لګول کېږي. دا د مافيايي شبکو او د بهرنيو مداخلاتو د مخنيوي لپاره حياتي شرط دی.
۸. د محلي شوراګانو او آزادو رسنيو پياوړتيا:
د منتخب شويو شوراګانو له لارې ولسي نظارت، او د آزادو رسنيو له لارې افشاګري، د محلي ديموکراسۍ حياتي وسيلې دي. پرته له دې، واک به محلي استبداد ته واوړي.
۹. د مرکز او ولايتونو د اړيکو د تنظيم لپاره مکمل قانون جوړونه:
که افغانستان کله فدرالي يا نيمه-متمرکز نظام ته لاړ شي، بايد يوه روښانه او جامع اساسي قانون موجود وي چې د مرکزي او ولايتي واکونو حدود، مسؤليتونه، او د اختلاف د حل ميکانيزمونه تعريف کړي.
۱۰. د بهرنۍ پاليسۍ د مرکز په واک کې ساتل د ولايتونو له مشورې سره:
حتی په پرمختللو فدرالي نظامونو کې هم، بهرنۍ پاليسي، ملي امنيت او نړيوالې اړيکې د مرکزي حکومت صلاحيت دی. دا اصل بايد روښانه وساتل شي، که څه هم ولايتونه بايد د مشورې او معلوماتو له حقه برخمن وي.
د بنسټيزو نهادونو اړتیا:
د هېواد د يووالي د ساتنې، د بحرانونو او کړکیچونو څخه د عبور، او د مؤثرو سياسي جوړښتونو د رامنځته کولو لپاره، افغانستان ته اړينه ده چې خپل ملي، مستقل او ځواکمن بنسټونه/نهادونه ولري:
د قانون جوړونې پیاوړی بنسټونه،
د بهرنۍ پاليسۍ،
د ملي دفاع او امنيت بنسټونه،
د استخباراتو او اطلاعاتو ادارې،
د قضايي او عدلي سيستمونه،
او د ماليې، حساب ورکونې او نظارت خپلواکې ادارې.
دا بنسټونه بايد د ملي دولت په واک کې پاتې شي، څو افغانستان د تيتو پرک واحدونو او داخلي تضادونو له خطره وژغورل شي.
نو په دی اساس ویلو شو چی فدراليزم د راتلونکي لپاره يوه موضوع ده، نه د اوس لپاره یوه يوه فوري نسخه.
بې له دې لس پړاوونو نه تېرېدو، د فدراليزم بحث يو بیړنې او بحرانزېږونکی اقدام دی.
لومړيتوب بايد د باور بيا رغاونه، بنسټ/نهاد جوړونه، ملي وفاق او حساب ورکونکې اداره وي.
د افغانستان راتلونکی د عقلاني تمرکز، عادلانه شراکت او بنسټيزو اصلاحاتو په مټ ولاړ دی؛ نه د غيرمسؤلانه قدرت وېش په مټ .
د فدراليزم د بېړهناکه مطرح کولو خطرناکې پايلې:
د هغو هېوادونو تاريخي تجربې چې د افغانستان په څېر له بحرانونو تېر شوي، ښيي چې د فدراليزم بېړنۍ طرحه، د نظارتي بنسټونو، ملي ګوندونو او عمومي وفاق له نشتون سره، کولی شي هېواد د قومي ملیشو، محلي مافيايي شبکو، او پاشلکیدو، وسلهوالو شخړو اوخونړیو او مزمنو بېثباتۍ پر لور بوزي.
په دا ډول حالت کې، د قومونو او ژبو شته واټنونه، چې لا هم د افغانستان د بحران يو اصلي عامل دی، ښايي د سيمهييزو او نړيوالو شخړو د نوې میدان/کرښې بڼه غوره کړي.
پایله: فدراليزم؛ کېدای شي په راتلونکي کې، خو نه د نن او وروسته-طالباني افغانستان لپاره
فدراليزم، لکه د حکومتدارۍ نور ماډلونه، يوازې هغه مهال د افغانستان د سياسي جوړښت د بحث وړ کېدلی شي، چې هېواد نسبي ثبات ته رسېدلی وي، ملي بنسټونه يې ټينګ شوي وي، او اړين حقوقي، اداري او ټولنيز بسترونه برابر شوي وي.
خو د اوسني نازک او ماتیدونکی حالت په نظر کې نيولو سره، د داسې يو نظام بېړني مطرح کول نه يوازې ګټور نه دی، بلکې افغانستان نور هم يو نوي بحران او کړکیچ ته ورټیل وهي.
د طالبانو له واک وروسته افغانستان، مخکې له دې چې د واک د جوړښت بياکتنه وکړي، اړ دی چې د ژور سياسي، ټولنيز او بنسټساز بيا رغونې پړاو ته داخل شي.
په دې پړاو کې تر هر څه مهم دا دی چې د خلکو او دولت، د قومونو او ډلو، د مرکز او ولايتونو، د کليو او ښارونو، او حتی د ښوونيزو، مذهبي او مدني بنسټونو ترمنځ له منځه تللی اعتماد بېرته ورو ورو او دوامداره توګه بيا رامنځته شي.
دا باور به هغه وخت بېرته راژوندی شي، چې خپلواک ملي بنسټونه، آزاد رسنۍ، سراسري سياسي ګوندونه، او يو عادلانه او شفاف عدلي نظام رامنځته شي.
همداراز، بايد دقيق احصايي معلومات برابر شي، د محلي ادارو ظرفيت لوړ شي، او د بهرنيو لاسوهنو مخنيوی وشي.
د طالبانو د دوری وروسته فضا کې، د فدراليزم پلی کول نه د عدالت تحقق تضمينوي، نه د سياسي مشارکت پراختيا؛ بلکې د بېباورۍ، د هويتي درزونو د ژورتيا، او د ملي يووالي د تضعيف لامل ګرځي.
تاريخي او سيمهييزې تجربې هم ښيي چې فدراليزم، که پرته له ملي وفاق او د حساب ورکولو له بنسټونو مطرح شي، زياتره د سياسي او جغرافیایی تجزيې، جوړښتي فساد او محلي انحصار لامل شوی دی.
د تېرو لسيزو د افغانستان تجربه موږ ته دا درس راکوي، چې هېڅ سياسي جوړښت د حقوقي او بنسټیز بستر له جوړېدو پرته بريالی کېدلی نه شي؛ فدراليزم هم له دې قاعدې مستثنا نه دی.
مخکې له دې چې د واک وېش ته ورسېږو، بايد د جوړښتونو مشروعيت بېرته راژوندی شي؛ مخکې له دې چې د حکومتدارۍ ماډلونه مطرح کړو، بايد ملي وفاق ته ورسېږو.
له بده مرغه، د فدراليزم د موافقينو او مخالفينو ځينې څرګندونې، پر سياسي پوهاوي د ژورېدو پر ځای، د احساساتو د جريحهکېدو او د بېباورۍ د ديوالونو د لوړېدو سبب شوې دي.
بايد په صراحت او سياسي زغم سره وويل شي: سپکاوی، تحقير او تحريک، نه د فدراليزم او نه د بل هېڅ سياسي بحث د حل لاره ده.
نن ورځ افغانستان تر هر وخت زيات، يو ملي، آرام او مسؤلانه بحث ته اړتيا لري؛ بحث چې له احساساتو پرته، قناعت ته ورسېږي، له انحصار فاصله واخلي، د پراخې ملي ونډې خواته ولاړ شي، او د اختلافاتو پر ځای پر شريکو ارزښتونو تکيه وکړي.
که چېرې فدراليزم په راتلونکي کې، د سالمې فضا، پراخ سياسي، حقوقي او ټولنيز مشارکت په رڼا کې مطرح شي، د عقلانيت پر بنسټ به پرې بحث وشي.
خو اوس مهال، د فدراليزم بېړنۍ طرحه د حل لاره نه ده، بلکې د يو نوي بحران د رامنځته کېدو زمينه جوړولی شي.
د افغانستان سياسي راتلونکی نه د شعارونو او احساساتي غبرګونونو، بلکې يوازې د سياسي صداقت، د ټولنيزې هوښیارتیا، او د يو ملي هوډ پر بنسټ، د يوه عادلانه، مشروع او حساب ورکوونکي نظام په جوړېدو کې پروت دی٬ داسې نظام چې د قوم، ژبې يا سيمې له توپيره پرته، د ټولو هیوادوالو استازيتوب وکړي.
د راتلونکي انځور: فدراليزم د بنسټيزو اصلاحاتو په رڼا کې، نه د احساساتي غبرګونونو له لارې
که افغانستان وکولی شي چې د ګډ زیرکتیا پر بنسټ، له بحرانونو څخه په هوښياری تېر شي، ملي بنسټونه بېرته جوړ کړي، او واقعي سياسي او ټولنيز مشارکت پياوړی کړي، نو ممکنه ده چې په نږدې راتلونکي کې، د فدراليزم يا نورو سياسي جوړښتونو بحث د ملی نفاق پر ځای، د يو عقلاني او تاريخي فرصت بڼه غوره کړي.
هغه ورځ به راشي چې د ملي وفاق، سراسري ګوندونو، شفافو احصايو، پياوړو ملي بنسټونو، او د يو نوي مشروع اساسي قانون په برکت، فدراليزم هم لکه د نورو حکومتدارۍ ماډلونو په څېر، په يوې سالمې، تحليلمحورې او مشارکتي فضا کې وڅېړل شي؛ نه د يوې فوري نسخې په توګه، بلکې د يو مشروط انتخاب په توګه، د نن ورځې د خنډونو څخه د تیریدو وروسته، او د سبا د سالمې فضا د رامنځته کولو په صورت کې.
خو تر هغې ورځې پورې، د سياسي نخبهګانو، پوهنتونيانو، لوستو ځوانانو٬ مدني فعالانو او د نوې سياسي نسل مسئوليت دا دی، چې دا لاره او بحثونه د شعار، احساساتو، سپکاوی٬ يا د نورو د تخريب له لارې نه، بلکې د پوهاوي، صداقت، منطق او د مسؤليت احساس پر بنسټ مخته يوسي.
اصلاحات، يوازې د بحث، زغم، او د تفاوتونو د منلو له لارې تحقق مومي.
په پای کې:
که موږ د داسې افغانستان ارمان لرو چې عادلانه، دوامدار پرمختګ او ثبات، او د خلکو پر ارادې ولاړ وي، نو بايد راتلونکی د بحث، تفاهم او ګډ فکر پر بنسټ جوړ کړو؛ نه د احساساتي غبرګونونو او سياسي قطب بنديو پر بنسټ.
د فدراليزم او نورو سياسي جوړښتونو بحث به هغه مهال ګټور وي، چې د بنسټيزو اصلاحاتو په رڼا کې، او د ملي همغږۍ په فضا کې ترسره شي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.