یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 94

مسعود پزشکیان:د مجتبی خامنه‌ای د لارښوونو پر بنسټ مو د هیواد چارې پرمخ وړو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي جمهوریت د ورځې په مناسبت په تازه پیغام کې د نظام پر دوام او ثبات ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حکومت به د رهبرۍ تر سیوري لاندې د هېواد د امنیت او پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

نوموړي، نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای د «لوړقدر رهبر» په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې، د حکومت اساسي تګلاره به د هغه د لارښوونو پر بنسټ مخ ته وړل کېږي.

پزشکیان همداراز د ملي یووالي اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې د ټولنیز انسجام له لارې به هېواد له شته ستونزو ووځي او د پرمختګ پر لور به ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړې چې د ایران راتلونکی به د ګډ کار او همغږۍ په مټ روښانه وي، او د اسلامي جمهوریت بیرغ به تل لوړ وساتل شي.

ترکیه؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۱۹ افغان کډوال وژل شوي

په ترکیه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شاوخوا نولس افغان کډوال، چې په منځ کې یو ماشوم هم شامل دی، ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کډوالو هڅه کوله چې د ترکیې له امنیتي ځواکونو څخه وتښتي.

د ترکیې د ساحلي ساتنې ځواکونو په وینا، ۲۱ نور کډوال د دې پېښې څخه ژغورل شوي دي.

تر اوسه د قربانیانو ۱۸ جسدونه له اوبو را ایستل شوي، او د یو جسد د را ایستلو عملیات لا هم روان دي.

ویل کېږي چې د کښتۍ ټول سپاره کسان یې افغان کډوال وو.

ډونالډ ټرمپ:د ایران ولسمشر د اوربند غوښتنه کړې؛ خو د هرمز تنګی چې خلاص شوی نه وي، جګړه نه دروو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې لیکلي چې د ایران ولسمشر، چې د هغه په وینا د خپلو پخوانیو مشرانو په پرتله «سخت‌دریځه او ډېر هوښیار» دی، تازه له امریکا څخه د اوربند غوښتنه کړې ده.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي چې ایران د اوربند غوښتنه کړې، خو زیاته کړې چې امریکا به دا غوښتنه یوازې هغه وخت وڅېړي کله چې د هرمز تنګی بېرته پرانیستی، ازاد او خوندي شي.

هغه ټینګار کړی چې تر هغه وخته به امریکا د ایران پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

بریتانیا؛د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ۳۵ هېوادونو نړیوال کنفرانس کوربه کېږي

0

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر اعلان کړی چې دغه هېواد به د همدې اوونۍ په ترڅ کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د یو نړیوال ډیپلوماتیک کنفرانس کوربه وي.

استارمر ویلي چې شاوخوا ۳۵ هېوادونو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې او پکې ژمنه شوې چې د دې مهمې سمندري لارې د امنیت د بیا ټینګولو لپاره به په ګډه کار کوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ په لندن کې خبریالانو ته ویلي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره به د دې کنفرانس مشري وکړي، او وروسته به پوځي پلان جوړونکي هم راټول شي تر څو د جګړې له پای وروسته د تنګي د امنیت لپاره پلانونه برابر کړي.

استارمر ټینګار کړی چې د هرمز تنګي بندېدو د نړۍ پر اقتصاد او د انرژۍ پر بیو جدي اغېز کړی دی.

راپورونه:د خلیج عربي هېوادونو پر وړاندې د ایران بریدونه دوام لري؛ څو هېوادونه بیا هدف ګرځېدلي

0

د راپورونو له مخې، د خلیج د عربي هېوادونو پر وړاندې د ایران بریدونه لا هم دوام لري او د جګړې په ۳۳مه ورځ کې یو شمېر عربي هېوادونه یو ځل بیا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلي دي.

د قطر د دفاع وزارت ویلي چې له ایران څخه درې کروز توغندي توغول شوي وو.

د چارواکو په وینا، دوه توغندي له منځه وړل شوي، خو یو توغندی د قطر په اوبو کې د «قطر انرژي» شرکت په کرایه شوې یوه تېل‌لېږدونکې کښتۍ لګېدلی دی.

په کویټ کې هم د ایران بې‌پیلوټه الوتکو د کویټ نړیوال هوايي ډګر د سون توکو زېرمتونونه په نښه کړي چې له امله یې لوی اور لګېدلی دی.

په بحرین کې هم د یوه صنعتي تاسیساتو پر ضد برید د اور لګېدو سبب شوی دی.

په متحده عربي اماراتو کې بیا د فجیره په سیمه کې د یوه له منځه وړل شوي ډرون ټوټې پر یوه بنګله‌دېشي وګړي لوېدلې چې له امله یې هغه وژل شوی دی.

سعودي عربستان هم اعلان کړی چې دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې له منځه وړي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا او اسراییلو له خوا د ایران پر ضد جګړه پنځمې اوونۍ ته داخله شوې او د خلیج عربي هېوادونه په مستقیم ډول له دې شخړې اغېزمن شوي دي.

د طالبانو حکومت؛پنځه کسیز پلاوی د پاکستان سره د خبرو لپاره چین ته روان شوی

د طالبانو حکومت یو پنځه کسیز منځپوړی پلاوی د پاکستان سره د خبرو اترو لپاره د چین اورمچي ښار ته روان دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل شامل دي.

د وزارت د اعلان له مخې، ټاکل شوې وه چې دا پلاوی د چهارشنبې په ورځ د چین پر لور حرکت وکړي او د پاکستان له پلاوي سره به د بیجینګ په منځګړیتوب خبرې ترسره کړي.

د طالبانو حکومت په وینا، د دغو خبرو اصلي موخه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو میاشتو کړکېچ کمول او د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو هوارول دي.

دا ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ پوځي تاوتریخوالی هم رامنځته شوی و او پاکستان د افغانستان په ځینو ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت هم د ځوابي بریدونو ادعا کړې وه.

د عافیه صدیقي وکیل:سي‌آی‌ای د هغې د نیولو په بدل کې د پاکستان پوځ ته ۵۵ زره ډالر ورکړې وه

0

د عافیه صدیقي وکیل کلایو سمېت ادعا کړې چې د راپورونو له مخې د امریکا استخباراتي ادارې (سي‌آی‌ای) د هغې د نیولو په بدل کې د پاکستان پوځ ته ۵۵ زره ډالر ورکړي وو.

سمېت دا څرګندونې پر خپلې اېکس پاڼه د یوه کاروونکي په ځواب کې کړې دي.

هغه دغه اقدام شرموونکی بللی او ویلي یې دي چې دا قضیه وروسته د عافیه صدیقي د شکنجې، د هغې د ماشومانو د ناوړه چلند او د شیدې خوړونکي ماشوم سلیمان د مرګ لامل شوه.

د هغه په وینا، د عافیه صدیقي قضیه لا هم یوه لانجمنه موضوع ده او د بشري حقونو ګڼ شمېر فعالان د دې دوسیې د بیا کتنې غوښتنه کوي.

ننګرهار، اچین؛یو ځوان د وسلې د ناسم استعمال له امله خپل ځان وژلی

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د ۲۹ ویالې په سیمه کې یو ځوان د وسلې د ناسم استعمال له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې پېښه د کور دننه رامنځته شوې، او نوموړي د کلاشینکوف په وسیله ځان ویشتلی.

سرچینې:د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې نن په چین کې پیلېږي

0

د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۴ کسان ټپیان شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، له ایران سره د روانې جګړې له پیل راهیسې د ټپیانو ټول شمېر ۶٬۲۸۶ کسانو ته رسېدلی، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰۰ تنه لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دغه شمېرې د جګړې په ۳۳مه ورځ خپرې شوې دي.

سرچینې:د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې نن په چین کې پیلېږي

سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي چې ټاکل شوې ده نن چهارشنبه د چین په اورمچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې خبرې اترې پیل شي.

د راپور له مخې، تر اوسه دا نه ده روښانه چې په دغو مذاکراتو کې به د دواړو هېوادونو له لوري کوم چارواکي ګډون وکړي او د پلاوو جوړښت هم نه دی اعلان شوی.

تر اوسه نه د طالبانو حکومت چارواکو او نه هم د پاکستان حکومت د دغو خبرو په اړه په رسمي ډول څه ویلي دي.

دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترکیه او سعودي عربستان کې څو ځله مذاکرات شوي وو، خو کومه څرګنده پایله یې نه ده لرلې.