یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 927

احمد ضیاءسراج:د دوحې تړون د جمهوریت د سقوط اصلي علت وو

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس احمدضیا سراج ویلي، چې د پخواني حکومت د سقوط اصلي لامل د دوحې تړون وو.

هغه په دې لیکنه ویلي، په تېرو درې کالو کې د جمهوریت د سقوط عوامل ارزول شوي، چې د دوحې تړون یې تر ټولو مهم لامل بلل شوی.

د سولې په خبرو کې د افغان حکومت منزوي کول، په پوځي سکتورونو د مرستو کمول، د قراردادونو ځنډول، د پوځ مرال کمزوری کول د جمهوریت د سقوط نور هغه عوامل دي چې یاد شوي دي.

دغه راز د افغانستان په اړه د امریکا مبهمه اراده، د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول هم د جمهوریت د سقوط عواملو کې شامل دي.

سراج دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې هم د دوحې تړون له طالبانو سره یو معامله او د جمهوریت د ړنګېدو اصلي علت بلل شوی دی.

پوتین:اوکراین د دوی پر اټومي انرژۍ د برید هڅه کوله

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه دولتی غونډه کې پر اوکراین تور ولګاوه چې هڅه کوي د اټومي انرژۍ پر فابریکې برید وکړي.

هغه ویلي چې دښمن هڅه وکړه چې د شپې په اوږدو کې د اټومي انرژۍ په فابریکه برید وکړي؛ خو دوی په دې اړه معلومات تر لاسه کړي وو.

پوتین په دې اړه کوم ثبوت یا شواهد وړاندې نه کړل.

بل لورته اوکراین هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو د څار سازمان؛پر بنټ بندیز د شرم وړ پرېکړه ده

د بشري حقونو د څار سازمان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر سفر بندیز د شرم وړ بللی دی.

د یاد سازمان د د اسیايي څانګې مشر آلين پیيرسون پر اېکس یوه لیکنه کې ویلي چې د بشري حقونو په اړه د طالبانو «بشپړ بې پامۍ» ته په کتو دا پرېکړه د حیرانتیا وړ نه ده.

هغه ویلي، دا چاره به په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو هوډ لا پیاوړی کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ریچارد بېنېټ د دوی پر ضد تبلیغات کول او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.

هغه زياته کړې چې ریچارډ بېنېټ کوچنۍ موضوع ستروله او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

ریچارډ بېنېټ په خپلو رپوټونو کې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او مېرمنو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ملګرو ملتونو ته معلومات وړاندې کول.

ټرمپ:که ولسمشر شوم، له هغو کسانو به د استعفا غوښتنه وکړم، چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو لېږد مدیریت کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي، نو له هغو خلکو به د استفعا غوښتنه وکړي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د لېږد بهیر مدیریت کوو.

هغه پر ده له برید وروسته د لومړي ځل لپاره په کارولینای کې غونډې ته حاضر شو او د یوې ضدمرمۍ ښېښې تر شا یې خبرې وکړي.

هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو، ایران او اوکراین په اړه هم خبرې کړې او دغه راز یې پر کاملاهرېس هم توندې نیوکې کړې دي.

د ازادي په نوم جبهه:د طالبانو له لوري د ریچارډ بنېټ به سفر بندیز په کلکو ټکو غندو

د ازادي په نوم جبهې د طالبانو حکومت له لوري د ریچارډ بنټ په سفر بندیز په کلکو ټکو غندلی.

دوی په یوه خپره کړې اعلامیه کې له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان وضعیت ته جدي پام وکړي او طالبان مجبور کړي چې د بشري حقونو رعایت ته غاړه کېږدي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بنټ ماموریت د بشري حقونو د نقض مخنیوي کې فوق العاده اهمیت درلود.

د یادونې ده چې طالبان وایي، بنټ به کوچنۍ پېښې سترولې؛ نو ځکه یې کابل ته د ده په راتګ بندیز لګولی.

نامعلومه وسله والو؛دایکندي کې یوه مور او د هغې زوی وژلي

نا معلومو وسله والو دایکندي کې دوه تنه وژلي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.

یاده پېښه په شیکاراباد ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې وژل شویو کسانو کې یوه مور او د هغې ۲۲ کلن زوی وژل شوی دی.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کوم چا نه دی منلی.

جوبایډن؛د بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو په دې خبرو کې پر اسرائیل د ایران احتمالي برید د دفاع په اړه بحث کړی.

بایډن ویلي، امریکا پر اسرائیل د ایران د نیابتي ډلو د بریدونو دفاع ته چمتو ده.

بایډن غزه کې پر اوربند او د اسرائیلي بندیانو پر خلاصون هم ټینکار کړی.

د یادونې ده چې ایران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران په وار وار وویل چې د هنیه غچ به له اسرائیل واخلي؛ خو تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

فضلي: د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر د طالبانو عادي کولو پروسه پرمخ بیایي

‏د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنټ دنده، په غزه کې د دغه سازمان د بشري هلو ځلو سره ډېر ورته والی لري.

فضلي ویلي، چې په غزه کې هره ورځ د سلګونو بې ګناه وګړو د وژل کېدو تر څنګ د هوا له لارې د بشردوستانه مرستو په نوم د خوراکي موادو کڅوړې غورځول کېږي.

فضلي زیاته کړې، چې دا ډول رياکارانه هڅې يوازې روانه فاجعه تر سیورې لاندې نيسي، خو د فاجعې دريدو سره مرسته نکوي.

فضلي دغه راز وایي چې له بده مرغه په افغانستان کې د ملګروملتونو سياسي برخه د موجوده افراطي او استبدادي حاکمیت د عادي کولو پروژه پرمخ بیایي.

فضلي ددغې ادارې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي دفتر، په اصل کې پر انساني ارزښتونو ژمنو افغانانو ته د فریب لپاره نمایشي فعالیت کوي.

فضلي وایي چې زموږ اصلي ستونزه د غیرمشروع حاکمیت او استبداد عادي کول دي، نه د نمایشي ګزارشونو نشتوالی.

نوموړی زیاتوي چې ازاد خبریالان او محققین بايد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان فعالیتونه؛ په ځانګړې توګه د سیاسي څانګې کاري موخې په ژوره توګه وڅیړي او پايلې يې خلکو سره شريکې کړي.

بېنېټ:طالبان دې زما په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي

افغانستان لپاره د ملګرو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو غوښتي، چې له خپلې پرېکړې لاس واخلي.

هغه ویلي، افغانستان ته باید د سفر اجازه ورکړل شي.

د بېنېټ په خبره، افغانستان ته پر نوموړي د سفر بندیز نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو حکومت د تعامل په برخه کې اندېښنې راپورته کوي.

هغه زیاتوي، تېر یوه کال کې یې افغانستان ته سفر نه دی کړی او زیاتوي چې تر دې وروسته به هم خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ریچارد بېنېټ د دوی پر ضد تبلیغات کول او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.

هغه زياته کړې چې ریچارډ بېنېټ کوچنۍ موضوع ستروله او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

ریچارډ بېنېټ په خپلو رپوټونو کې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او مېرمنو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ملګرو ملتونو ته معلومات وړاندې کول.

د المان حکومت؛تېر کال نیول شوي دوه افغانان سویډین سفارت ته نږدې په ډزو تورن اعلان کړي

د المان هېواد هغه دوه افغانان د سویډن پارلمان سره نږدې په ډزو تورن کړل، چې تېر کال یې نیولي وو.

ویل کېږي، چې یاد کسان یو یې داعش او بل یې د دغې ډلې ملاتړی و.

د المان لویې څارنوالۍ ویلي، چې یاد کسان رامین او ابراهیم نومیږي او دا کار یې د یو سویډني له لوري د قرانکریم د سوځېدو غبرګون کې کړی دی.

څارنوالۍ دغه راز ویلي، چې دوی داعش ډلې سره مالي مرستې هم کولې.