یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 926

نعیم الرحمن:د پاکستان او طالبانو معنی لرونکې خبرې د دواړو اړیکې رغوي

د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمن وایي، معنی دارې خبرې کولای شي چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ورغوي.

هغه دغه راز ټینګار کړی، چې طالبان باید پاکستان ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې نعیم الرحمن دغه راز د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ له خبرو ملاتړ کړی.

پاکستان؛ له سعودي عربستان څخه پور غوښتی

پاکستان له سعودي عربستان څخه ۱.۲ میلیارده ډالره پور غوښتی.

د یاد هېواد د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب له خپل عربستاني سیال سره ټیلفوني خبرو کې د دغه پور غوښتنه کړې.

اورنګزېب هیله څرګنده کړې، چې عربستان یې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

نوموړي تېره اوونۍ اسلامي او مشرق بانک سره هم کتلي او غوښتنه یې کړې چې د دوی لاسنیوی وکړي.

د یادونې ده چې پاکستان اوس مهال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

بایډن؛د اوکراین لپاره نوې مرسته اعلان کړه

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل اوکرایني سیال ولادېمیر زېلېنسکي سره په ټېلېفونې خبرو کې اوکراین ته د ۱۲۵ مېلیون ډالر مرستې له ځانګړي کولو خبر ورکړی دی.

د بایډن له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مرستو کې به د هوایي دفاعي سېسټم توغندي، د ډرون ضد وسلې او همدارنګه د ټانګ ضد توغندي شامل وي.

خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا پر ۴۰۰ هغه بنسټونو او اشخاصو هم بندیزونه لګولي چې پر اوکراین د روسیې یرغل کې لاس لري.

د اوکراین ولسمشر د امریکا له دغه کړنو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اوکراین دغه مرستو ته ژر تر ژره اړتیا لري.

نن د شپږیزه کرکټ لیګ پای‌لوبه ترسره کېږي

ټاکل شوې ده چې نن د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو په پای‌لوبه ترسره شي.

د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو په پای‌لوبه کې نن بند امیر د امو پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

دغه لوبه نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې په کابل کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.

د یادونې ده چې د اکسبول شپږیزه کرکټ لیګ–اتصالات تر نامه لاندې د پنځه زونونو ترمنځ د اګسټ په ۱۲مه پیل شوې وې چې نن یې پای لوبه ترسره کېږي.

اسرائیلو؛سوریه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو څلور مرکزونه په نښه کړي

0

اسرائیلي الوتکو په سوریه کې د ایران په ملاتړ د ملېشو څلور مرکزونه په نښه کړي.

د سوریې د بشري حقونو شورا وایي، په دغو بریدونو کې د حماه په شمال لوېدیځ کې د وسلو یوه ډیپو هم په نښه شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې درې ایران پلوه ملېشې وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې په وژل شویو کسانو کې هیڅ سوریایي وګړی شامل نه دی.

امریکا؛د طالبانو له لوري پر ریچارډ بنټ بندیز د اندېښنې وړ وباله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بنټ پر سفر د طالبانو بندیز د اندېښنې وړ بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، موږ له طالبانو غوښتي چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.

یاد ویاند زیاته کړې چې افغانستان ته د بنت پر سفر بندیز دا ښیي چې طالبان د افغان ولس او نړیوالې ټولنې د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اړین اقداماتو ته چمتو نه دي.

د هغه په ​​وینا دا د طالبانو اقدام دی چې پر خبریالانو او ښځو بندیزونه زیات کړي.

نوموړي ویلي چې موږ له طالبانو غواړو، هغه اندېښنې چې د خلکو لخوا راپورته شوي، د دې پر ځای چې طالبان د دوی د چوپ کولو هڅه وکړي باید حل یې کړي.

بایډن؛د مصر او قطر له چارواکو سره غزه کې د اوربند په اړه خبرې کړې

0

د امریکا ولسمشر په غزه کې د اوربند لپاره د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سي سي او د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره خبرې کړې دي.

د مصر د ولسمشر ویاند احمد فهمي ویلي چې دواړو لوریو په دې ټیلفوني خبرو کې غزه کې د اوربند او بندیانو تبادلې لپاره مهمې خبرې درلودې.

سیسي په دې خبرو کې ویلي، چې دوی په سمدستي ډول په غزه کې اوربند غواړي.

د یادونې ده چې لاهم غزه کې د اوربند په اړه خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.

المان کې؛یو بریدګر درې تنه وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي

0

د المان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د امر باالمعروف وزارت نوی قانون د ښځو پر وړاندې د سل صفحې نفرت په نوم نومولی.

انالینا بایر بوک ویلي، دا قانون بیانوي چې طالبان په دغه قانون سره له نړۍ سره تعامل نه غواړي.

هغې دا قانون غیر انساني بللی.

د بایر بوک په خبره، دغه قانون سره د افغان ښځو غږ نور هم چوپ شو.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت په نوي قانون کې راغلي چې مېرمنې باید حجاب وکړي، مخونه پټ کړي، له محرم پرته سفر نشي کولای او غږ یې هم عورت بلل شوی.

د طالبانو حکومت دغه قانون د ګڼو خلکو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

د المان د بهرنیو چارو وزیره:د طالبانو نوی قانون غیر انساني دی

د المان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د امر باالمعروف وزارت نوی قانون د ښځو پر وړاندې د سل صفحې نفرت په نوم نومولی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایر بوک ویلي، دا قانون بیانوي چې طالبان په دغه قانون سره له نړۍ سره تعامل نه غواړي.

هغې دا قانون غیر انساني بللی.

د بایر بوک په خبره، دغه قانون سره د افغان ښځو غږ نور هم چوپ شو.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت په نوي قانون کې راغلي چې مېرمنې باید حجاب وکړي، مخونه پټ کړي، له محرم پرته سفر نشي کولای او غږ یې هم عورت بلل شوی.

د طالبانو حکومت دغه قانون د ګڼو خلکو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

شهرزاد اکبر:خلک له لوږې مري؛ خو طالبان د خلکو ږیرې اندازه کوي

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، د طالبانو د امر بالمعروف کسان د دې ښکارندوي کوي چې دا ډول کارونه د دوی «ناروغ لیدلوری» او ښکاره ضعف دی.

شهرزاد اکبر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، خلک له لوږې، د برېښنا له نشتوالي او د درملو له نشتوالي مري، خو طالبان د حجاب او ږيرې د اندازه کولو په لټه کې دي.

اکبر ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا نوی نافذ شوی قانون ښځې محوه کوي او له انساني کرامت څخه یې محروموي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر بالمعروف لپاره نوی قانون توشیح کړی دی.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې دغه قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې تصویب شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی او د تطبیق وړ دی.

د طالبانو حکومت په دغه قانون کې د ښځو مخ او غږ د “عورت” په توګه ګڼلی او د نا محرم په مخ کې یې مخ ښکاره کول جرم بللی دی.

د طالبانو حکومت دغه قانون په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.