یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 925

د هوا پېژندنې ادارې؛ په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او توندو بادونو خبر ورکړی

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی.

یادې ادارې ویلي، چې د وږي په پنځمه نېټه به په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ورښت وي، چې اندازه به یې په ځینو ځایونو کې له پنځلسو څخه تر دېرش ملي مترو پورې ورسیږي.

دغې ادارې همداشان په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د توندو بادونو خبر هم ورکړی، چې سرعت به یې په هر ساعت کې له پنځوسو څخه تر ۸۰ کیلیومتره پورې وي.

ثاقب:اسلامي هېوادونه دې د مسلمانانو د ستونزو حلولو لپاره کار وکړي

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب د ترکي علماوو له پلاوي سره کتنه کې له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د مسلمانانو د ستونزو د حل او یووالي لپاره هڅې وکړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، دیني او فرهنګي مشترکاتو په اړه خبرې شوې دي.

ثاقب په دې لیدنه کې د اسلامي لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

جاپان:د طالبانو نوی قانون پر ښځو د بندیزونو د دوام په معنی دی

‏په کابل کې د جاپان سفارت د طالبانو د امربالمعروف وزارت لپاره نوی توشيح شوی قانون په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام بللی.

دغه سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې، له طالبانو غواړي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د زده کړې، کار او د تګ راتګ د ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت نوی قانون چې ۱۱۴ مخونه او ۳۵ مادې لري، چې د ښځو حجاب، د دوی غږ، د نارینه وو ږیره خریل، له محرم پرته د میرمنو پر تګ بندیز یې مهمې برخې دي.

د طالبانو حکومت دغه قانون د ګڼو سیاسیونو، سازمانونو او د ډېری هېوادونو غبرګونونه را پارولي دي.

د ټېلګرام بنسټګر؛د فرانسې پولیسو نېولی

0

د ټېلګرام بنسټګر پاووېل دوروف د فرانسې د پولیسو لخوا نېول شوی دی.

هغه د خپلې شخصي الوتکې په واسطه له اذربایجان څخه د فرانسې “بورژه” ته تللی، چې له خپلې الوتکې څخه د ښکته کېدو پر مهال د فرانسې د پولیسو لخوا نېول شوی دی.

د فرانسې چارواکو ویلي، له حکومت سره د ده نه همکاري یو له هغو لاملونو څخه وه چې د فرانسې حکومت د پاووېل دوروف نیولو ته اړ شي.

بل لورته د ایکس ټولنیزې شبکې مشر ایلن ماسک هم د هغه نیول کېدل غندلي.

ماسک ویلي، ژر ده چې اروپا کې به په لایک هم خلک ونیول شي.

د لبنان حزب‌الله:پر اسرائیلو یې د برید لومړنی پړاو پای ته ورسېد

0

د لبنان حزب الله په یوه نوې بیانیه کې ادعا کړې چې پر اسرائیلو باندې د خپل برید لومړی پړاو یې پای ته رسولی.

حزب الله ویلي د اسرائیلو پر شاوخوا سلو اډو او پوځي پوستو له ۳۲۰ څخه د زیاتو راکټونو په ویشتلو سره یې لومړنی پړاو بشپړ کړی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه راکټونه د دوی په هدف لګېدلي او که نه.

اسرائیلو هم تر اوسه د ور اوختو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو پوځ په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو د خپلو جنګي الوتکو د برید اعلان وکړ.

د اسرائیلو د پوځ ویاند، دانیل هجري، ویلي دي چې هیواد به یې «د پام وړ اونۍ» ولري.

د اسرائیلو پوځ ویلي، دا بریدونه یې وروسته له هغه کړي، چې خبر شول حزب الله پلان لري چې پر اسرائیلو راکټي بریدونه وکړي.

حزب‌الله؛د اسرائیلو پر ضد یې پراخ ځوابي بریدونه پیل کړي

0

حزب الله په یوه بیان کې اعلان کړی چې د اسرائیلو پر ضد یې پراخ ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

اسرائیلو د ۴۸ ساعتونو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی.

اسرائیلي رسنیو په مختلفو سیمو کې د الارم سایرن او د اوسپنې د دفاعي سیستم د فعالولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې د اسرائیلو پوځ په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو د خپلو جنګي الوتکو د برید اعلان وکړ.

د اسرائیلو د پوځ ویاند، دانیل هجري، ویلي دي چې هیواد به یې «د پام وړ اونۍ» ولري.

هغه د اسراییلو له خلکو وغوښتل چې هوښیار پاتې شي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، دا بریدونه یې وروسته له هغه کړي، چې خبر شول حزب الله پلان لري چې پر اسرائیلو راکټي بریدونه وکړي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره:د طالبانو نوی قانون د افغانستان د نیمایي نفوس د له منځه وړلو هڅه ده

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حاجا لحبیب د طالبانو د امربالمعروف نوي توشیح شوي قانون ته په غبرګون کې ویلي چې دا قانون د افغانستان د نیمایي نفوس د له منځه وړلو هڅه ده.

لحبيب په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي چې د طالبانو د دغه قانون موخه له عامه ځايونو د ښځو ايستل دي.

هغې ټینګار کړی چې د افغان ښځو غږ او حیثیت باید پیاوړی شي.

نوموړې ویلي چې هېواد يې د افغانستان له مدني ټولنې ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت نوي توشیح شوي قانون د ګڼو سیاسیونو، هېوادونو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

اتمر:د طالبانو نوی قانون ښکاره ظلم او تاریخي شاتګ دی

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف له قانون سره د خلکو اندېښنې او کرکه په بشپړه توګه د پوهېدو او توجیه ده.

اتمر ویلي، لومړی په دې قانون کې هغه څه شامل دي چې بهرني او د افغاني ټولنې له عقایدو، ارزښتونو، اخلاقي او حقوقي نظام او همدارنګه د اسلامي نړۍ د معاصر تمدن او نړیوالې ټولنې سره په تضاد کې دي.

هغه ویلي، چې دا ښکاره ظلم او تاریخي شاتګ زموږ پر ولس د اسلامي شریعت په نوم تحمیل شوی او بل هېڅ اسلامي هېواد پر خپلو خلکو داسې قانون نه دی پلی کړی.

نومودي ویلي، چې د هېواد د سیاسي، مدني او فرهنګي ټولنو پوهانو، فقهاوو او غړو تاریخي مسوولیت دی چې د خلکو د حقونو د تامین په لاره کې د دوی د حقونو او آزادیو د بنسټونو او هویت د ساتلو او د هغو د اغېزمنتوب تضمین وکړي.

د هغه په خبره، اسلامي نړۍ بنسټيز مسووليت لري چې د دغه قانون په ردولو او په هېواد کې د عادلانه او مشروع نظام په رامنځته کولو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او پرې نه ږدي چې د مسلمانانو ارزښتونه او عقايد او له نورو خلکو سره د هغوى اړيکې او تعامل تر پښو لاندې شي چې د اسلام په نوم دې نړۍ ته زیان ورسوي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت نوی قانون توشیح کړی او په ښځو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

کاناډا:د طالبانو نوی قانون د ښځو د چوپتیا یوه بله هڅه ده

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د امر بالمعروف نوی توشیح شوی قانون غندلی او ویلي یې دي چې دا قانون د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د چوپتیا یوه بله هڅه ده.

کاناډا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې پر ښځو او نجونو ټول بندیزونه لرې کړي او د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په دې وروستیو کې یو قانون توشیح کړ چې ډېری بندیزونه یې پر خلکو لګولي.

دغه قانون په پراخه کچه له نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی دی.

د بشري حقونو سازمانونو دغه قانون د بشریت ضد او ناوړه چلند بللی او له طالبانو یې غوښتي چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او انساني کرامت ته د سپکاوي مخه ونیسي.

د وږي درېیمه؛کابل کې پر امریکایي پوهنتون د برېد له اتمې کالیزې سره برابره ده

د وږي درېیمه په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د برید له اتمې کالیزې سره برابره ده.

دغه برید د وږي پر دریمه پیل او د وږي میاشتې د څلورمې ورځې تر سهار لس بجو یې دوام وکړ.

په دغه برید کې د محصلینو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول.

دا برید وروسته له هغه وشو چې د امریکايي پوهنتون دوه استادان، امریکايي تیموتي ویکس او اسټرالیايي کوين کینګ د طالبانو له خوا وتښتول شول.

که څه هم تر اوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو طالبانو ویلي وو چې په دې اړه به پلټنې وکړي.