سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 885

عباس ستانکزی:د پاکستان پولیس او عسکر ټول غله دي او له افغان سوداګرو غلاوې کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، څه باندې دوه میاشتې وشوې چې پاکستان د افغان سوادګرو پر مخ د ټرانزیټ ټولې لارې تړلي دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي، چې زموږ سبزیجات، مېوې او هیڅ توکې ته لار نه ورکوي.

هغه دغه راز ویلي که چېرته سوداګرو ته لار ورکړي بیا له تورخم نه نیولې تر واګې بندر پورې که پولیس دي او که عسکر دي، ټول غله دي او له سوادګرو غلاوې کوي.

نوموړي ویلي چې دا کار نه د افغان سوادګرو او نه هم د پاکستان د حکومت په ګټه دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند:د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د آی‌ایس‌آی اجیران دي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر قامي لویې جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشارې ويلي، چې د isi د توطیو قرار دادیان او مهار شوي اجیرانو ته یواځې دومره وخت او ځای مهم دی چې څوک یي واکسین شوی فکر واوري او د دوی د شیطاني نقاب لاندې کلکې داړې پټي وساتل شي.

خیبر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دوی که جرګه وې که لاریون، غونډه وې که مجلس خپل ورسپارل شوی عمل ترسره کوي.

هغه دغه راز ویلي:”دوی ته عیاشي، سهولتونه او کاذب د اتلولۍ القاب ددې لپاره ورکول کیږي چې ترڅو د isi اینجډا مخته یوسي.”

هغه دغه راز ویلي چې د پښتون معزز قوم په نوم د دوی له مجبوریتونو څخه په ناوړه استفاده، پر ممبرونو ځګونه شیندل، او باټو او چټیاتو باندې، د عمل پرځای یواځې خلک په ګیلو غولول په کامله مانا د isi د مخفي ګټو د چوکیدارانو کار دی.

منظور پښتین د جرګې ګډونوالو ته:په افغانستان له واکمنو طالبانو وغواړئ، چې د نجونو ښوونځي پرانېزي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خیبر په ریګي للمه سیمه کې قامي لویې جرګې ته په وینا کې د جرګې له ګډونوالو غوښتي، چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغواړي څو د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي.

منظور پښتین ویلي، پښتانه د ډیورند کرښه نه‌مني او د کرښې په اوږدو کې د خلکو او توکو ازاد تګ راتګ ته دې د پخوا په څېر اجازه ورکړل شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبان یا ټي‌ټي‌‌پي دواړه دې د پښتنو له سیمې ووځي.

پښتین ویلي چې په سیمه کې ناامني د دوی له‌خوا رامنځته شوې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

فضلي:ټول افغانستان له جلسې سره همغږی و؛ خو طالبان له ویرې چوپه خوله وو

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، ټول افغانستان له قامي لویې جرګې سره همغږي او خواخوږي وښوده؛ خو کابل کې نیابتي ډله په دې اړه خاموشه وه.

نوموړي ویلي، طالبان نشي کولای د دوحې د هوکړې له مخې د امریکا د متحدینو پر وړاندې مخالف دریځ ونیسي.

د فضلي په خبره، طالبان مجبور دي چې د جرګې پر وړاندې د پاکستان د پوځ په څېر دریځ ونیسي.

پښتین:قومي مشران باید پرېکړه وکړي چې ډیورنډ کرښه هیڅ ارزښت او حیثیت نه لري

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جرګې په تالار کې ویلي، د جرګې ګډونوال باید نن پرېکړه وکړي، چې په ۶۰ ورځو کې ټي‌ټي‌پي او د پاکستان حکومت له پښتونخوا ووځي.

هغه ویلي، د پښتونخوا قومي مشران باید طالبان، ای ایس ای او ایم ای د ترهګریزو سازمانونو په نوم وپېژني.

نوموړي دغه راز ویلي، چې قومي مشران باید پرېکړه وکړي چې ډیورنډ کرښه پښتنو ته هېڅ حیثیت نه لري.

پښتین:افغانستان کې ټول جنګونه د پښتونخوا له خاورې په ګټې اخیستنې د پاکستان حکومت ترسره کوي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي، افغانستان کې ټول جنګونه د پښتونخوا له خاورې په ګټې اخیستنې د پاکستان پوځ او حکومت ترسره کوي.

هغه ویلي، د افغانستان ټول مسائیل له همدې خاورې کېږي.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان حکومت د پښتونخوا خاوره د افغانستان پر ضد کاروي.

منظور پښتین څه موده وړاندې پر یو ټویټر سپیس کې هم ویلي وو چې پاکستان د پښتونخوا په خاوره کې داعش ته روزنه ورکوي.

محسن داوړ طالبانو ته په اشارې:تر هغې چې د پاکستان له لاسپوڅو افغانستان ازاد نه شي، امن نشي راتلی

د ملي جمهوري غوښتونکي ګوند مشر محسن داوړ وايي، تر هغې چې د پاکستان له لاسپوڅو افغانستان ازاد شوی نه وي، نو امن نه شي راتلی.

نوموړي ویلي، د امریکا د ګټو لپاره یې دا خلک په افغانستان کې واکمن کړي او اوس غواړي چې پښتونخوا هم طالب ته وسپاري.

هغه پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چې د پښتونخوا خلک په هیڅ صورت دې کار ته اجازه نه ورکوي او تر هغې پورې به دوی د خپلو حقونو غوښتنه کوي، ترڅو د پاکستان حکومت خپلې پالیسۍ نه وي تغیر کړي.

پاکستان کې د طالبانو سفارت:په دغه هېواد کې د څلورو وژل شویو افغانانو جسدونه یې افغانستان ته را انتقال کړل

پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، چې په دغه هېواد کې د څلورو وژل شویو افغانانو جسدونه نن افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

یاد سفارت ویلي، چې د درې نورو افغانانو جسدونه یې په کوېټه کې خپلو کورنیو ته سپارلي وو.

دا افغانان درې ورځې وړاندې د بلوچستان د ډبرو سکرو په کان کې د نامعلومو وسله والو د برید له کبله وژل شوي وو.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

خوشحال‌خان کاکړ:د خیبر جرګه باید پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ ویلي، چې د خیبر جرګه باید په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي او د پاکستان پر حکومت فشار راولي ترڅو د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

نوموړي خیبر کې قومي جرګې ته د وینا پر مهال ویلي، دا افغان کډوال د پاکستان د ظلمونو او عربو او امریکا د سیاستونو له کبله پاکستان ته راکډه شوي او پاکستان باید د نړيوالو قوانینو پر اساس ورسره انساني چلند وکړي.

هغه دغه دغه راز ویلي، جرګه باید پرېکړه وکړي، چې پاکستاني پوځیان د پښتنو له سیمو څخه ووځي.

خیبر کې؛د پښتنو قامي جرګه نن ماښام پای ته رسېږي

0

ټاکل شوې چې، نن یکشنبه به په خیبر پښتونخوا کې د تاریخي قامي جرګې وروستۍ ورځ وي او دغه جرګه به خپلې مشترکې پریکړې او غوښتنې د یو پریکړه لیک په ترڅ کې اعلان کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، جرګه کې نن د پریکړو او نظرونو را ټولولو کار په چټکۍ روان دی او داسې نه ښکاري چې جرګه دې بلې ورځې ته وغځیږي.

دا په داسې حال کې ده چې یاده جرګه په یوې ورځې ځنډ سره پیل شوې وه.