سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 882

فضل هادي مسلمیار:نړیواله ټولنه او د طالبانو حکومت دې ایران کې د بې‌ګناه افغانانو د وژلو په تړاو جدي ګامونه واخلي

تېر جمهوري نظام کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلي، چې ‏د ایران سرحدي پولیسو یو شمېر بې‌ګناه افغانان په بې رحمانه توګه په شهادت رسولي.

فضل هادي مسلمیار په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي، چې د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د ایران دغه ډول نه جبرانیدونکی، غیرانساني او غیر اسلامي عمل د ډېرې زیاتې غندنې وړ دی.

هغه دغه راز ویلي چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو، سوله او ثبات ډېر اغېز کوي.

نومودي په نړیواله ټولنه او د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې ددې ستر ناورین په اړه جدي ګامونه واخلي او هر اړخیزې څېړنې یې وکړي.

حنیف اتمر:ایراني چارواکي باید د افغانانو د وژنې په تړاو هر اړخېزه څېړنه وکړي

د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ایران کې د افغانانو په وژنه خواشیني څرګنده کړې.

حنيف اتمر پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ایراني چارواکي باید د دغې ناوړه پېښې په تړاو د ټولو اړخونو یوه بشپړه او هراړخیزه څېړنه وکړي.

هغه له ایراني چارواکو غوښتي چې قربانیانو او ټپیانو ته دې لازمه پاملرنه او د څېړنو د موندنو له مخې د عدالت تأمین لپاره دې اقدامات وکړي.

نوموړي ویلي: “یو وار بیا د هېواد پر اوسنیو حاکمان غږ کوم چې د ملت ارادې ته دې درناوی وکړي، د خلکو له محرومولو دې لاس واخلي او د ولس حقونه او ازادي دې محترمه وګڼي، ترڅو زموږ کړېدلي هېوادوال د خپل هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.”

ښاغلي اتمر ویلي چې هېوادوالو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم.

ضیاءالحق امرخېل:مسؤل چارواکي دې د وژل شویو بې‌ګناه افغانانو پوښتنه وکړي

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، چې ايران وحشي ځواکونو لخوا د افغان ځوانانو ډله ايز قتل عام پر انساني او اسلامي حقونو تور داغ او نه بښوونکی جنايت دی.

ښاغلي امرخېل لیکلي:”چې مظلومو، فقیرو او اړمنو کورنيو ته يوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو په تکل مسافرو افغان ځوانانو سره د يو ګاونډي هېواد په توګه د ايران حکومت دا جنايت هيڅکله د بښلو او هيرولو نه دی.”

نوموړي پر مسولو چارواکو غږ کړی چې ددې غميزې او جنايت هراړخيزه څيړنه وکړي او يوازې د ډيپلوماتيکو استازو په احضار بسنه ونه کړي.

«جنرال» مبین:د بې ګناه افغانانو د وژنې مسؤل څوک دی؟ پوښتنه یې وکړئ کنه خدای درنه پوښتنه کوي

د کابل امنیه قومنداني پخوانی ویاند «جنرال» مبین وایي، چې د ایران وحشي حکومت نه باید پوښتنه وشي چې ولې دې دا مظلومان دومره په بې رحمۍ ووژل.

ښاغلي مبین په خپله ایکس‌پاڼه د پوښتنې په شکل لیکلي، چې دغه افغان ځوانان په دومره لوی تعداد ولې مهاجرت ته مجبور شول؟

هغه ویلي: «مسؤل څوک دی د دغه جواب به څوک ورکوي، الله به یې له چا پوښتنه کوي؟»

نوموړي زیاته کړې: « زما خو چې غواګانې تبه پیدا کړي په منډه ورته ډاکټر راولم، د خوراک یې پوره خیال ساتم، د ژمي او ګرمۍ لپاره ورته مناسبه هوا برابروم تر څو له مالي زیان سره مخ نشم او په روزانه توګه ګټه تر لاسه کړم»

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران په سراوان سیمه کې لسګونه افغانان وژلي دي.

ملا عبدالسلام ضعیف:د ایران نه دې د بې ګناه افغانانو د وژنې پوښتنه وشي

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې د ایراني پوله ساتو لخوا د غریبو افغانانو وژنه، وحشي او د بشر ضد عمل دی.

ملا عبدالسلام ضعیف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دې وحشت پوښتنه باید ضرور وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران په سراوان سیمه کې په افغان کډوالو برید کړی او ډېری افغانان یې وژلي دي.

د ایران دغې کړنې د ګڼو خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لسګونه بې ګناه افغانانو له وژنې دولس ساعته تیریږي خو طالبان چپه خوله دي.د ټولنیزو رسنیو کارونکي پوښتې ولې خاموش یاست؟

د ایران او بلوچستان په سرحدي سیمه کې د سراوان په پوله د ایراني پوله ساتو ځواکونو په برید کې تردې مهاله د ۲۶۰ کډوالو وژنه د ځایي سرچینو لخوا تایید شوې خو د ټپیانو کره شمیره تردې مهاله ندی معلوم شوی.

په افغان کډوالو برید د ایران بشري حقونو سازمان حال وش دا مرګونی برید تایید کړی او د ګڼو افغانانو د وژنې راپور یې ورکړی.

بل خوا د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو دا ورځ د افغانستان د بې وسۍ توره ورځ یاده کړې، او په غبرګون کې یې د خپلو اکاونټونو پروفایلونه تور کړي دي.

سربېره د دې چې د نړۍ تر غوږونو دا خبر ورسېد او په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو خپله تور ورځ اعلان کړه خو د طالبانو حکومت هیڅ غبرګون ونه ښوده.

ترکیې کې د افغان کډوالو د جسدونو انتقالونکي:تر سقوط وروسته د وان عدلي طب ته د درې زرو افغان کډوالو جسدونه ور وړل شوي

ترکیه کې د افغان مهاجرو د حقونو او جسدونو د انتقال فعالان وایي، د وان عدلي طب مرکز ته له سقوط وروسته تر اوسه د شاوخوا درې زره افغانانو مړي وړل شوي.

د دوی په خبره، دا کسان ترکیې ته په تللو کې د پولیسو په ډزو، لوږې او یخنۍ له کبله وژل شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د وان طبي مرکز کې د افغانانو په جسدونو ترکي طبي محصلین تجربې کوي.

چین کې د طالبانو سفارت:چین د واخان سړک جوړولو کې د طالبانو هڅې ستایلي

چین کې د طالبانو سفارت وايي، چې دغه هېواد د واخان سړک جوړولو کې د طالبانو هڅې ستایلي دي.

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي ویلي، پیکنګ ډاډ ورکړی چې د دغه دهلیز د چارو لپاره په تدریجي ډول ګامونه واخلي.

بلال کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې د مشر لیوجین سونګ ترمنځ په کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

د یادونې ده چې چین د طالبانو نږدې دوست هېواد ګڼل کېږي، چې د دوی سفیر یې هم په رسمي ډول منلی او د ولسمشر له لوري یې باور لیک ورکړل شوی دی.

محمد فرید حمیدي:ایران کې پر افغان کډوالو برید د بشر ضد جنایت دی

د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د ایراني پوله ساتو له لوري د افغانانو وژنه د بشر ضد جنایت بللی.

ښاغلي حمیدي له ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو غوښتي چې د دې پېښې عاملین مجازات کړي.

د هغه په خبره، پر بې وسلې او بې دفاع کډوالو باندې برید کول بشري جنایت دی.

د راپورونو له مخې، ایران تېره شپه په سیستان او بلوچستان کې نږدې ۲۵۰ افغان کډوالو باندې برید کړی چې اکثریت یې وژلي دي.

پښتین:«ایران په لبنان او فلسطین کې پر مسلمانانو د ظلمونو خلاف دی؛ خو بلخوا یې بیا سلګونه افغانان شهیدان کړي، چې دا ظلم دی»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې پر افغان کډوالو برید غندلی.

منظور پښتین پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران باید په افغانانو روان ظلمونه پای ته ورسوي.

ښاغلي پښتین ویلي، چې ټول باید د دې برید په اړه یوه خوله شي او غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران په لبنان او فلسطین کې پر مسلمانانو د ظلمونو خلاف دی، دا ښه خبره ده؛ خو بل خواته یې بیا سلګونه مسلمان افغانان شهیدان کړي، چې دا ظلم دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ ایراني ځواکونو د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې په شاوخوا ۲۰۰ افغان مسافرو باندې برید کړی چې ډېری یې شهیدان شوي.