یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 88

ډونالډ ټرمپ، ایران ته:د هرمز تنګی خلاص کړئ، ګني د جهنم دروازې درته پرانیزم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته په توندو څرګندونو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که د هرمز تنګي ستونزه حل نه شي، سخت اقدام به وشي.

ټرمپ په تروت سوشیال ایکس پاڼه لیکلي: «سه‌شنبه به په ایران کې د برېښناکوټو ورځ او د پلونو ورځ وي، ټول په یوه ورځ.»

هغه زیاته کړې: «تنګی خلاص کړئ، ای لیونیانو، که نه نو په دوزخ کې به ژوند وکړئ—یوازې تماشه وکړئ.»

نوموړي تېره ورځ هم د ټاکلي ضرب‌الاجل یادونه کړې او ویلي یې وو: «په یاد لرئ کله مې چې ایران ته ۱۰ ورځې وخت ورکړی و چې تړون وکړي یا د هرمز تنګی خلاص کړي. وخت پای ته رسېږي—۴۸ ساعتونه پاتي او وروسته به ټول جهنم پرې راولوېږي.»

ازبکستان:افغانستان د ابرېښم لارې مهم او کلیدي شریک دی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بابر عثمانوف ویلي، چې افغانستان د ابرېښم لارې یو مهم او کلیدي شریک هېواد دی.

هغه دا څرګندونې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې وکړې، چې د سیمې د همکاریو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز لري.

عثمانوف زیاته کړې، افغانستان دا وړتیا لري چې شاوخوا دوه میلیارده نفوس له یو بل سره ونښلوي او د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ مهم مرکز وګرځي.

نوموړي همداراز ویلي، چې ازبکستان په افغانستان کې د افغان–ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې مطالعات پیل کړي او د دې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.

د هغه په وینا، د دې ډول پروژو پلي کېدل به د سیمې ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي او افغانستان به د سیمه‌ییز اتصال په مهم محور بدل کړي.

امیرخان متقي:د افغانستان له لارې سیمه‌ییز اتصال د حکومت اقتصادي لومړیتوب دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا نښلول د حکومت له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه دي.

هغه دا څرګندونې د «افغانستان – مرکزي اسیا مشورتي غونډې» پر مهال وکړې، چې په کې د سیمې د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون لري.

متقي زیاته کړې، چې حکومت یې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پراختیا لپاره پر لویو پروژو تمرکز کړی، په ځانګړي ډول د ټاپي ګازو پروژه.

هغه ټینګار کړی، چې د دغو پروژو پلي کېدل نه یوازې د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې لري، بلکې د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې به هم پیاوړې کړي او د انرژۍ د انتقال په برخه کې به مهم بدلونونه راولي.

د یادونې ده چې تر دې دمه د ټاپي پروژې د ګازو د نل‌لیکې ۲۵ کیلومتره برخه بشپړه شوې او شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره نوره د غځولو لپاره چمتو ده.

فارس خبري اژانس:د دښمن د سون‌توکو رسولو الوتکه چې د ورک شوي امریکایي افسر د ژغورلو په لټه وه، اصفهان کې رانسکوره شوه

0

د ایران فارس خبري اژانس ادعا کړې چې د امریکا یوه د سون‌توکو رسولو C-130 Hercules الوتکه د اصفهان ولایت کې د پولیسو د ځانګړې ډلې له خوا له منځه وړل شوې ده.

د راپور له مخې، الوتکه د «مقدسې خاورې پر ضد د شیطاني یرغلګرو ته د سون‌توکو رسولو» په ماموریت کې وه او د ورک شوي امریکايي افسر د ژغورنې د عملیاتو پر مهال هدف ګرځېدلې ده.

امریکا تر اوسه د دې ادعا په اړه هېڅ رسمي تأیید نه دی کړی.

شیخ هبت‌الله:له رسمي او اداري اسنادو څخه دې بهرني اصطلاحات لرې کړل شي

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، امر کړی چې یوه ګډه کمیټه دې جوړه شي ترڅو د رسمي او اداري اسنادو څخه بهرني اصطلاحات لیرې کړل شي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په خپاره شوې فرمان کې ویل شوي چې دې کمیټې کې به د پوهنې، لوړو زده‌کړو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو استازي، د علومو اکاډمي او د اداري چارو دفتر شامل وي.

د عدلیې وزارت به د دې کمیټې مشري وکړي.

په څلور ماده‌یي فرمان کې راغلي چې ټولې حکومتي ادارې باید هغه بهرني اصطلاحات چې په رسمي اسنادو کې کارول شوي راټول کړي او د مناسب بدیل وړاندیزونه کمیټې ته وړاندې کړي.

کمیټه به د وړاندیزونو ارزونه او انتخاب وکړي، او وروستی تایید به شیخ هبت‌الله ته وړاندې شي.

د سپوږمکۍ د انځور اخیستونکي شرکت؛د ایران او منځني ختیځ د جګړې د انځورونو خپرول محدود کړل

0

د سپوږمکۍ د انځورونو اخیستونکي شرکت «پلانیټ لبز» اعلان کړی چې د امریکا د حکومت په غوښتنه به د ایران او منځني ختیځ د جګړې انځورونه یوازې په محدود ډول خپروي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پرېکړه د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د روانې شخړې پر مهال شوې ده.

د امریکا حکومت له ټولو هغو شرکتونو غوښتي چې د سپوږمکۍ انځورونه وړاندې کوي، د دې انځورونو خپرول د نامعلوم وخت لپاره ودروي.

پلانیټ لبز ویلي چې پخواني محدودیتونه دوام لري؛ مخکې به د سیمې انځورونه په ۱۴ ورځو ځنډ خپرېدل ترڅو دښمنان یې ونه کاروي؛ خو په ضروري او حساسو مواردو کې به انځورونه ځانګړو کاروونکو ته ورکول کېږي، په ځانګړي ډول د عامه ګټو یا حیاتي ماموریتونو لپاره.

کارپوهان وایي چې د سپوږمکۍ انځورونه په جګړو کې د هدفونو په پېژندنه کې مهم رول لري او خبریالان او څېړونکي هم د لرې پرتو سیمو د څېړنې لپاره له دې انځورونو ګټه اخلي.

د طالبانو حکومت، د بهرنیو چارو وزارت:د افغانستان، مرکزي اسیا مشورتي خبرې پیل شوې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د «افغانستان–مرکزي اسیا مشورتي خبرو» غونډه پیل شوې ده.

د وزارت په وینا، دغه غونډه د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ ترسره کېږي او پکې د افغانستان او د مرکزي اسیا د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون لري.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې خبرو کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو بحث وشي.

د دوی په خبره، سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټي اسانتیا او ګډې امنیتي ننګونې هم د اجنډا مهمې برخې دي.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ د پام بونډي له ګوښه کولو وروسته د کابینې پر بدلون غور کوي

0

رویټرز سپینه ماڼۍ کې د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوی څارنوال پام بونډي د ګوښه کولو وروسته د خپلې کابینې پر کچه د بدلونونو پر غور بوخت دی.

تر دې دمه لا روښانه نه ده چې د کابینې کوم غړي به په نږدې راتلونکې کې له خپلو دندو ګوښه شي، خو ځینې لوړپوړي چارواکي د دندو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.

ځینو سرچینو ویلي، د ملي استخباراتو مشره تولسي ګبرد او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک هغه کسان دي چې احتمال لري د ټرمپ د راتلونکو بدلونونو تر پوښښ لاندې راشي.

دغه راپور زیاتوي چې د پام بونډي د ګوښه کولو وروسته د سپینې ماڼۍ دننه فضا لا پسې حساسه شوې او د کابینې بدلونونه ښايي د ټرمپ د پالیسۍ په لور یو مهم سیاسي ګام وي.

د هند د نفتو وزارت:له اوو کلونو ځنډ وروسته مو له ایرانه تېل وپېرل

0

د هند د نفتو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د اوو کلونو وروسته، د منځني ختیځ د انرژۍ د ستونزو په شرایطو کې، له ایرانه تېل پېرلي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې هند د ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا د فشارونو له امله د ایران تېلو ته لاسرسی نه درلود؛ خو د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ستونزو د انرژۍ پر تأمین اغېز کړی و.

د هند چارواکو ویلي چې د چاڼ‌خونې توانېدلي د خامو تېلو اړتیاوې پوره کړي، او د ایران د تېلو د پیسو ورکولو برخه کې ستونزه نه ده رامنځته شوې.

همدارنګه، هند شاوخوا ۴۴ زره ټنه مایع ګاز (LPG) هم له ایرانه وارد کړی چې اوس د مانګالور بندر ته رسېدلی او د تخلیې په حال کې دی.

هندي چارواکو ویلي چې د راتلونکو میاشتو لپاره د خامو تېلو بشپړ ظرفیت هم برابر شوی دی.

هند له ۴۰ څخه ډېرو هېوادونو تېل واردوي او سوداګریز شرکتونه د خپلو شرایطو له مخې د بېلابېلو سرچینو څخه تېل اخلي.

کابل کې د ایران سفارت:افغانستان کې د سېلابونو له کبله د افغانانو په مرګ ژوبلې خواشینې یو

په کابل کې د ایران سفارت د یوې اعلامیې له لارې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د افغانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې سفارت د قربانیانو له کورنیو او ټولو هغو کسانو سره چې د دې طبیعي پېښې له امله زیانمن شوي، خپل همدردي څرګندوي او د ټپيانو لپاره د ژر روغتیا هیله لري.

د افغانستان د ملي بېړنیو پېښو د مدیریت ادارې پرون وویل چې په تېرو لسو ورځو کې د بارانونو له امله په هېواد کې ۷۷ تنه مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې دغه سیلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.