سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 857

د نتنیاهو له دفتره؛د محرمو اسنادو د افشا کېدو په تور پنځم کس هم ونیول شو

0

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر له دفتر څخه د محرومو اسنادو د افشا کېدو په تور یې یو بل افسر هم نیولی، چې په دې سره د نیول شویو کسانو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، افشا شوي محرم اسناد د حماس ډلې د یو مشر په کمپیوټر کې موندل شوي، چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې د عامه ذهنیت د خرابوالي لپاره ترې کار اخېستل کېده.

تر دې وړاندې اسرائیلي رسنیو لیکلي وو، چې د لومړي وزیر یو ارشد مشاور هم په دې تور نیول شوی دی.

ایران:د سیستان سرحدي سیمه کې ۱۸ وژل شويو کسانو ایران کې د ځانمرګي برید پلان درلود

0

د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور ویلي، چې د سیستان او بلوچستان په سرحدي سیمو کې ۱۸ تنه وژل شوي کسان افغان او تاجکستاني وګړي وو، چې په ایران کې یې د “ځانمرګي” برید پلان درلود.

پاکپور ویلي چې دغو کسانو ”د تیلو تر چتر لاندې“ ځانونه ایران ته اړول او د ځانمرګي برید پلان یې درلود.

د یادونې ده چې ایران په سیستان او بلوچستان کې د تیل لېږدوونکو په پراخې وژنې او ډزو تورن دی.

دغه تېل وړونکي ډېری د ایران د وروسته پاتې سیمو وګړي وي، چې له دغه هېواده د پاکستان سرحدي سیمو ته د تیلو په لیږد سره خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي.

افغانو نجونو؛له طالبانو غوښتي چې په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي

افغانو نجونو یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي.

تېره ورځ د طالبانو د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ، چې د ښوونځیو او دیني مدرسو فارغان کولای شي چې د روان کال د جدي میاشتې تر پایه په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.

له یادې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د نجونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

افغان نجونې وایي، له درې کالو زیاته موده وشوه، چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې یې پر مخ تړلې دي.

د ایران د سپاه پاسداران؛یو قومندان حمید مازندراني د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

0

‏د ایران د سپاه‌پاسداران یو قومندان حمید مازندراني د الوتکې د لوېدو پېښه کې ژوند بایللی.

د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې دا الوتکه نن د دغه هېواد په سویل کې لوېدلې.

په پېښه کې له نوموړي سره د الوتکې یو خدمتګار هم وژل شوی دی.

د یادونې ده چې مازندراني په ګلستان کې د سپاه پاسداران د یوې قطعې قومندان وو.

ننګرهار کې؛طالبانو کور نه د تېښتې په هڅې یوه ښځه ۳۹ دُرې وهلې

ننګرهار کې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور ۳۹ دُرې وهلې ده.

یادې محکمې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دا حکم د کوز کونړ د لومړنۍ محکمې له لوري پلي شوی دی.

تېره ورځ هم د طالبانو له لوري په ننګرهار کې دوو کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړل شوې وې.

سره له دې چې نړیوال ژر تر ژره د دغو سزاوو د بندېدو غوښتنه کوي؛ خو طالبان وايي دا یو شرعي عمل دی او په ټولو مجرمینو به پلي کېږي.

هند کې؛ټرافیکي پېښې ۲۴ تنه وژلي

0

هند کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي او یو شمېر نور تري تم دي.

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې پېښه د هند په شمال کې یوې ژورې کندې ته د مسافر وړونکي موټر د غورځېدو له کبله شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په بس کې ۴۲ کسان سپاره وو، چې تر اوسه د ۲۴ تنو جسدونه موندل شوي.

لاهم د تلفاتو کچه وروستۍ نه ده.

کابل کې؛د چین سفیر ژاو شینګ له عباس ستانکزي سره کتلي

کابل کې د چین سفیر ژاو شینگ د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي.

ښاغلي شینګ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د کابل او بیجینګ ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته؛ بیجنګ له کابل سره اړیکې پراخې کړې دي.

اسرائیلي رسنۍ؛تل ابیب له لبنان سره د جګړې ختمولو په لټه کې دی

0

د اسراییل ۱۲ چینل راپور ورکړی، چې اسرائیل د دې جګړې د پای ته رسوولو لومړني پلانونه چمتو کړي او غواړي چې راتلونکو دوو اوونیو کې په دې برخه کې ځینې پرمختګونه ولري.

سرچینې د یو لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي له قوله لیکلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې ښايي د لبنان په شمال کې جګړه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله نوي مشر نعیم قاسم ویلي، چې له غزې یې ملاتړ مسوولیت دی.

سوریې ته؛د اسرائیل ځمکني ځواکونه داخل شوي

0

اسرائیلي پوځیانو په سوریه کې د خپلو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو خبر تائید کړ.

دوی د یادو عملیاتو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ یې راپور ورکړی، چې په دغو عملیاتو کې یې یو هغه سوریايي وګړی نیولی، چې له ایران پلوه شبکو سره یې فعالیت کوو.

که څه هم اسرائیل څو ځله پر سوریې بریدونه کړي؛ خو په سیمه کې د شخړو له زیاتېدو وروسته، دا لومړی ځل دی، چې اسرائیلي ځواکونه سوریې ته ننوځي.

اېکسپرېس ټریبیون:د طالبانو وروستی فرمان د ښځو پر وروستي سکون برید دی

د هند اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د طالبانو وروستی فرمان د ښځو پر وروستي سکون برید بللی دی.

سرچینې د هغه فرمان په اړه، چې ښځې به د نورو ښځو په مخکې په لوړ اواز لمونځ نه وايي؛ لیکلي، دا فرمان نه یوازې دا، چې له فردي بنسټونو یوه بله سرغړونه ده؛ بلکې له ښځو ځینې د ښځو د نه لیدو کلتور منعکسوي او دا یادونه کوي، چې د دغه قشر پر واړاندې د طالبانو کرکه نوره هم زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو امربالعمروف چارواکو ویلي وو، چې د ښځو غږ هم عورت دی او تر دې وروسته ښځې نه شي کولای د نورو ښځو په مخکې په لوړ اواز لمونځ ووايي.