پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 853

ایرانۍ رسنۍ:اردن ایران ته له خپل هوایي حریم د ګټې اخیستنې اجازه ورکړې

0

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د اردن هېواد دوی ته له خپل فضایي حریم د ګټې اخیستنې اجازه ورکړې.


که څه هم تر اوسه اردن په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و، چې اردن ایران ته له هوایي حریم د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکوي.


یاده دې وي چې ایران پر اسرائیل د برید لپاره د تیارسي حالت کې دی؛ خو لا یې هم کوم برید یې نه دی کړی.

محمد اسلامي؛د ایران د اټومي انرژۍ نوی رئیس وټاکل شو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، محمد اسلامي د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د رئیس په توګه وټاکه.

پزشکیان ویلي، چې اسلامي په دې برخه کې ځانګړې تجربه لري؛ نو ځکه یې ګمارلی دی.

د یادونې ده چې د ایران اټومي پروګرام هغه مسئله ده، چې د تهران او واشنګټن اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

تر دې وړاندې څو ځله امریکا د اټومۍ انرژۍ نړۍوالې ادارې څخه غوښتي چې د ایران په اټومي بټیو کلک څار وکړي.

فرانسې بیا ځلې د اولمپیک د والیبال سیالو اتلولي خپله کړه.

0

په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال المپیک سیالۍ چې د روان کال د زمري په پنځمه نیټه پیل شوې، نن د فرانسې د والیبال ملي لوبډلې د دوهم ځل لپاره ددې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.

په دغو سیالیو کې ۱۰ زره او ۵۰۰ لوبغاړي د المپیک په ۳۲۹ برخو کې لوبېږي.

د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو سیالیو د کتنې لپاره ۱۳ مېلیونه ټکټونه پلورل شوي دي.

له ۳۸ کالو ځنډ وروسته؛ پاکستان المپیک کې مډال واخیست

0


پاکستان له ۳۸ کلونو راهیسې په اولمپیک کې هېڅ میډال نه دی اخستی.

دا ځل په اولمپیک داسې یوه ناببره پېښه رامنځته شوه، چې ټول یې هک پک کړل.

پاکستان له ۳۸ کلونو راهیسی په اولمپیک هېڅ مېډال نه دی ګټلی؛ خو دا ځل د ارشد ندیم په نوم پاکستانی نیزه ویشتونکی وتوانیده، چې د ۹۲متره په اندازه نیزه وتوغوي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

ندیم لومړنی پاکستانی شو، چې د اولمپیک په تاریخ کې د پاکستان لپاره میډال وګاټه.

زهرا بهروز آذر د ښځو په چارو کې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان مرستیاله وټاکل شوه.

زهرا بهروز آذر د ښځو په چارو کې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان مرستیاله وټاکل شوه.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه تازه حکم کې میرمن زهرا بهروز اذر د ښځو په چارو کې د خپل مرستیالې په توګه وټاکه. میرمن زهرا بهروز اذر له دې وړاندې د تهران ښاروالۍ د ښځو د چارو د رييسې په توګه دنده ترسره کوله.

د هندي کاریګر؛ بخت څنګه ویښ شو؟

0

لیکوال: حماد

کله چې د هندي کاریګر لاس پر تېږه ولګیده، د زړه درزا یې هغه مهال زیاتېده، چې د تېږې پر پاکولو یې پیل وکړ، د هر ځل لاس تېرولو سره به یې ځلا زیاتیده، دا بېچاره خبر نه و، چې د ۱۰۰ زره ډالرو په اندازه الماس یې ګوتو ته ورغلی و. دا کاریګر وايي، چې له پوروړو به پټ ګرځیدم، ځمکه راته سره تبۍ وه، خو ژوند مې هغه مهال چور بدل شو، چې کله مې د ۱۹.۲۲ قیراط په اندازه الماس ومونده، چې نرخ یې له ۱۰۰ زره ډالرو ډېر و. راجو ګوند، به معمولا د ورځې د څلورو ډالرو په اندازه مزد تر لاسه کاوه، چې خپله کورنۍ پرې وپالي، نوموړي له هېڅ کار مخ نه اړوه ځکه کورنۍ یې ستره وه، له بډایه بزګرانو سره به یې ټیکټر چلوه، یا به یې د مادیا پردیش ایالت د الماسو په معدن کې کار کاوه. دې ۴۰ کاریګر او کشر ورور به یې ځینې وخت د ۶۴ متر مربع په اندازه حکومتي معدن کې کار کاوه او دواړو به د ورځې ۹.۵۰ ډالر تر لاسه کول، دواړو همدلته د کار پرمهال دا ګرانبیه تېږه ومونده. کله چې یې دا ګرانبیه تېږه ومونده دواړو ورونو یو بل ته غاړه ورکړه او د کور پر لور رهي شول، چې خپله کورنۍ خبره کړي، بیا یې له مور سره یوځای Panna Diamond په نوم سیمه ییز پلورنځي ته ولاړ، چې د تېږې قیمت معلوم کړي، ابو بام سینګ، چې د الماسو د ارزونې رسمي استازی دی وايي: دا ۱۹.۲۲ قیراطه الماس دی، چې بیه یې ۹۵.۵۰۰ ډالر کیږي، د هند په دې ایالت کې حکومت کوچني معدنونه بیوزله کورنیو ته په کرایه ورکوي، چې هلته پلټنې وکړي او خپل بخت وازمایي. سینګ وايي: حکومت به ۱۱.۵% د ملکیت حقوق تر لاسه کړي او پاتې یې د هغه کس وي، چې ګرانبیه تېږه یې موندلې وي.

تېره یوه میاشت؛د طالبانو حکومت څلورو ولایتونو کې پنځه مدرسې جوړې کړې

د طالبانو حکومت په تېره یوه میاشت کې نهه مدرسې جوړې کړې دي.

دا مدرسې په پنجشېر، پکتیکا، غزني او بغلان ولایتونو کې جوړې شوې دي.

دا مدرسې داسې حال کې جوړیږي، چې له تېرو درې کالو راهیسې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ وروسته افغانستان کې د مدرسو جوړول زیات شوي دي.

د بنګلادېش پخوانۍ لومړۍ وزیره حسینه واجد څوک ده؟

0


بنګالۍ سیاستواله، د عوامي لیګ رئیسه ده، په 1947 زیږیدلې ده، په بنګالي ادب کې یې لوړې زده کړې کړې دي، پلار یې شیخ مجیب الرحمن نومیږي، د بنګلادیش له بنسټ اېښودونکو څخه دی.
حسینه واجد د شلو کلونو راهسې په بنګلادیش کې له مهمو او پیاوړو ښځو شمېرل کیږي، پلار او ګرده کورنۍ ترور شوې ده، دا یوازینۍ هغه وه، چې ژوندۍ پاتې شوې ده.
حسینه پنځه ځل د بنګلادیش لومړۍ وزیره پاتې شوې ده، له 1996 څخه تر 2001 او څلور ځل پرلپسې له 2009 تر 2024پورې.
زوکړه او ژوند
حسینه واجد د 1947 ز د سپتمبر پر 28 د پلازمینې ډکا په لویدیز کې زیږیدلی ده، د شیخ مجیب الرحمن د پنځو لوڼو مشره یې دا ده، له کیمیا پوه واجد میا سره یې په 1968 ز کې واده وکړ.

زده کړې
له هماغه ماشومتوب یې د پلار په ښوونځي کې سیاست زده کړی و، لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې کړې وې، د لوړو زده کړو لپاره بیا د ډکا پوهنتون ته ولاړه، په 1973 ز کې د بنګالي ادب له پوهنځي فارغه شوه.
سیاسي تجربه
په پوهنتون کې د درس پر مهال د محصلینو د اتحادیې په چوکاټ کې ډېره فعاله وه، د څه وخت لپاره یې د عوامي لیګ دمحصلینو د اتحاديي مشري هم کړې ده، همدا راز په 1966 ز کې په بنګلادیش کې دمحصلینو د اتحاديي د رئیس مرستیاله وټاکل شوه، کله، چې د شپیتمو کلونو په وروستیو کې پاکستان د نوموړې پلار مجیب الرحمن زنداني کړ، دې یې کارونه او سیاسي فعالیتونه تنظیمول.
د 1975 ز د اګسټ پر 15 بنګالي جنرالانو د نوموړې پلار شیخ مجیب له ټولې کورنۍ سره ترور کړ، حسینه او د ریحانې په نوم خور یې ځکه ژوندۍ پاتې شوه، چې هغه مهال په المان کې وه، حسینه او خور به یې د انګلستان او هند ترمنځ د تبعید ژوند کاوه او هغه مهال بنګلادیش ته راوګرځیده، چې د عوامي لیګ ګوند مشره وټاکل شوه.
په 1981 ز کې، چې هېواد ته راستنه شوه، د ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره یې مټې رابډ وهلې، دا مهال بیا پوځ ځو ځلې په خپل کور کې نظر بند کړه، له ډېرو هلو ځلو وروسته یې په پارلمان کې یوه څوکۍ وګټله او د اپوزیسیون مشره شوه، د پوځ حکومت یې وغنده، او د بشري حقوقود خوندیتوب لپاره یې سوله ییزه مبارزه پیل کړه.
په 1991ز کې په لومړنیو ازادو ټاکنو، چې شپاړلس کاله وروسته تر سره شول، او د خپلې سیالې خالده ضیاء پر وړاندې یې ماتې وخوړله، د حسینې ګوند او نورو مخالفو ګوندونو تور ولګاوه، چې ټاکنې له درغلې ډکې وې او پریکون یې ورسره اعلان کړ، دې دریځ یې په هېواد کې یو ډول سیاسي بې ثباتي او ګډوډي رامنځته کړه، هغه مهال د بنګلادیش حکومت په ټاکنو کې د درغلیو ټول تورونه رد کړل، خو خالدې د حسینې د غوښتنې پر اساس له خپلې څوکۍ تېره شوه او حکومت یې لنډمهالې ادارې ته وسپاره، چې بیا ټاکنې ترتیب کړي.
د حسینې واجد ګوند د 1996 ز په ټاکنو کې د پارلمان ډیری څوکۍ وګټلې او خپل حکومت یې جوړ کړ، خو د 2001 ز په ټاکنو کې د حسینې ګوند سخته ماتې وخوړه او یوازې 60 څوکۍ یې وګټلې، او مخالف ګوند یې د پارلمان 200 څوکۍ وګټلې، خو حسینې د خپل عادت له مخې پر ټاکنو د درغلۍ تور ولګاوه، هغه مهال نړیوالو ادارو د ټاکنو د شفافیت راپورونه او شاهدي ورکړې وه.
په 2007 ز کې پر حسینې له واک څخه د ناوړه استفادې، وژنو تور ولګاوه، محکمې یې دنیولو امر وکړ، چې ډېر ژر بیا بېرته لغوه شو، د 2007 ز د جولای پر 16 د بنګال پولیسو نوموړې ونیوله او په همدې میاشت کې بیا بېرته خوشی شوه او د درملنې په پلمه امریکا ته ولاړه.
حسینه د 2008 ز د نومبر پر 6 بېرته بنګلادیش ته راستنه شوه او د همدې کال په ټاکنو کې یې د خپل ګوند مشري وکړه، چې یو کال وروسته بیا د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه، خو د 2014 ز په ټاکنو کې نورو ګوندونو په دې پلمه ټاکنو کې برخه وانخیسته، چې واکمن ګوند به د درغلۍ له لارې خپلې څوکۍ او رایې خوندي کړي، خو عوامي لیګ په ټاکنو کې بریالی شو او حسینه د درېیم ځل لپاره د بنګلادیش لومړۍ وزیره اعلان شوه.
په 2017 ز کې د حسینې د صدارت پر مهال نږدې 700 زره روهینګي مسلمانان بنګلادیش ته راغلل ځکه هغه مهال د میانمار حکومت د مسلمانانو ټولوژنې پسې را اخستې وه، دحسینې حکومت ورته استوګنځایونه برابر کړل، مرستې یې ورسره وکړې، خو حسینې د ګډوالو په توګه ثبت نه کړل او هڅول یې، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
حسینې د صدارت پر مهال خپل سیاسي مخالفین سخت وځپل، یو شمېر یې زنداني کړل، ځینې محاکمه کړل، داسې ښکاریده، چې حکومت په لوی لاس اپوزیسیون او د بیان ازادي زندۍ کوي.
د 2018 ز په ټاکنو کې د حسینې ګوند په پارلماني ټاکنو کې بیا ډېرې څوکۍ وګټلې او حکومت یې جوړ کړ، دا ځل هم د اپوزیسیون پر ځپلو تورنه شوه، نږدې 20 زره کسان یې زنداني کړي وو. نورو ګوندونو او اپوزیسیون له حسینې وغوښتل، چې د رڼو ټاکنو لپاره دې له صدارت استعفا وکړي او د ښو ټاکنو لپاره دې لنډمهالی حکومت جوړ کړي، خو حسینې دا غوښتنې ونه منلې، اپوزیسیون په ټول هېواد کاربندیز ته خلک راوبلل او حسینې د رڼو او شفافو ټاکنو ژمنه وکړه، نوموړۍ د پنځم ځل د پارلمان د 300 څوکیو څخه 222 هغه وګټلې او حکومت یې جوړ کړ، چې نن د ولسي پاڅون په پایله کې ړنګ او خپله هندوستان ته ولاړه.
لاسته راوړنې
د حسینه واجد حکومت وتوانیده، چې په بنګلادیش، چې 170 ملیونه وګړي لري، د بیوزلۍ کچه له 31.5% څخه 20.5 ته راټېټه کړي، هېواد یې په پنځو هغو اقتصادونو کې شامل کړ، چې د چټکې ودې په حال کې دي او د تولید له اړخه یې 41 درجه راخپله کړې وه.

لیکنه: حماد

د بنګلدیش لوی درستیز وقارالزمان څوک دی؟

0

د بنګلادیش لوی درستیز، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې حسینه واجد له استعفا وروسته یې واک تر لاسه کړی دی، څوک دی، څنګه تردې ځایه رارسیدلی دی، له مېرمن واجد سره یې اړیکې څنګه دي؟ د بنګلادیش لوی درستیز څلور لسیزې صبر کړی دی، چې تردې ځایه راورسیږي، پرون یې اعلان وکړ، چې د لومړۍ وزیرې له استعفا وروسته یې واک تر لاسه کړی دی، له ولسمشر سره له سلاومشورو وروسته به لنډمهالی حکومت اعلان کړي. جنرال وقار وايي: ۷۶کلنې حسینې واجد له خپلې دندې استعفا کړې ده، نوموړی به ډېر ژر لنډمهالی حکومت جوړ کړي، وقار له خپل ولس سره ژمنه وکړه، چې ټولو ستونزو او تېریو ته به کتنه کيږي؛ خو دا یې روښانه نه کړه، چې د لنډمهاله حکومت مشري به دې کوي او که بل څوک؟ جنرال وقار دا هم وویل: هېواد له ستونزو سره مخ دی، اقتصاد مخ پر ځوړه دی، ډېر شمېر خلک وژل شوي دي، اوس ددې وخت دی، چې زور زیاتی بند شي. ضابط وقار الزمان، چې پخوا یې په پلیو ځواکونو کې دنده درلوده، ځکه د لوی درستیز په توګه غوره شو، چې له پخوانۍ لومړۍ وزیرې سره یې کورنۍ اړیکې درلودې، د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ځواکونو او د حسینې په دفتر کې یې هم دنده ترسره کړې ده. همدا راز د وقار الزمان خسر د حسینې واجد د صدارت په لومړۍ دوره کې له ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ ز پورې د بنګلادیش د لوی درستیزپه توګه دنده ترسره کړې وه، ځکه خو په دومره اسانۍ د پوځ مشر شو. جنرال وقار الزمان، چې اوس ۵۷ کلن دی، نظامي زده کړې یې په انګلستان کې کړې دي، د بنګلادیش له ملي پوهنتون څخه یې په دفاعي زده کړو کې ماستري تر لاسه کړې ده، جنرال واده کړی دی او دوه لوڼې لري.

هنر څه شی دی؟

0

هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي. یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي. په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو(پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. بیلابیل هنرونه شته لکه؛ انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، ..مناقیب، شعر، تیاتر، تذهیب، خطاطی، سینما، ترانې ویل او نور.