پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 850

کرزی:د تېرې ورځې پېښه یو تروریستي عمل دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په دشت برچي کې پرونۍ چاودنه غندلې ده.

کرزي ویلي، چې دا یو تروریستي عمل دی.

هغه د قربانیانیو له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بللی.

د یادونې ده چې تېره ورځ دشتي برچي کې په یو ټونس ډوله موټر چاودنه وشوه چې ۱۲ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

داعش ډلې؛کابل کې د پروني برید مسولیت منلی

داعش خراسان ډلې کابل کې د پروني بريد مسؤوليت ومانه.

یادې ډلې ویلي چې پرون د کابل په لويديځ دشت برچي سيمه کې برید دوی ترسره کړی دی.

دغه بمي چاودنه پر يوه شخصي ټونس ډوله موټر شوې وه چې ۱۱ ملکي وګړي پکې ټپیان او یو تن پکې وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې ويلي و چې په افغانستان کې یې د داعش په ګډون ټولې ترهګريزي ډلې له منځه وړي دي.

اسټرلیا کې؛د الوتکې غورځېدو له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د اسټرلیا په شمال کې د یوې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې یو پیلوټ وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې الوتکه د یو هوټل په سر پرېوتې.

د الوتکې له پرېوتو وروسته د هوټل ودانۍ کې هم اور لږېدلې.

د یادې پېښې له کبله دوه کسان ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د یادې الوتکې د نسکورېدو علت نه دی روښانه شوی.

بایډن:د کاملا هرېس د بریا لپاره ټوله هڅه کوم

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د کاملا هرېس د بریا لپاره به ټوله هڅه وکړي.

هغه له سي بي ایس سره مرکه کې ویلي، هر هغه مرسته چې هرېس یې فکر کوي، نو دی به یې ورسره ترسره کړي.

د یادونې ده چې بایډن دوې اوونۍ وړاندې له ټاکنو لاس واخیست او خپل ځای یې کاملا هرېس ته پرېښود.

سي ان ان:یحیی السنوار له اسرائیلو سره د اوربند په لټه کې دی

0

په داسې حال کې چې لاهم ایران او حماس د اسماعیل هنیه د غچ اخیستو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی؛ تازه سي ان ان راپور نشر کړی، چې د حماس نوی مشر یحیی السنوار له اسرائیل سره د اوربند په لټه کې دی.

راپور کې راغلي چې دا هڅې د مصر او قطر په منځکړیتوب کېږي.

تر اوسه لا نه ده معلومه چې اسرائیل به د السنوار له غوښتنې سره څومره موافق وي.

۱۵ د اګسټ د افغانستان سقوط

‏د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې د طالبانو لخوا نیول د یو ملي ناورین په توګه ګڼل کیږي. که څه هم په رسمي ډول دا د کابل د سقوط ورځ ګڼل کیږي، خو په پراخه کچه افغانان دې ته د خپل هیواد او ولس د سقوط په توګه ګوري.

‏په دې ورځ، یوازې یو حکومت سقوط ونکړ، بلکې د افغانانو ګڼ شمېر هیلې، ارمانونه، او د یوې ښه راتلونکې لپاره هڅې هم سقوط وکړې. په تېرو شلو کلونو کې چې کوم پرمختګونه په سیاسي، ټولنیزو، او اقتصادي برخو کې شوي وو، د دې ورځې سره یو ځای په چټکۍ سره له منځه لاړل. د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې لاسته راوړنې په یوه شپه کې بې ارزښته شوې.

‏ډیری افغانان دا ورځ د افغانانو د سقوط په توګه یادوي ځکه چې په دې ورځ هغوی د خپلواکۍ، هویت، او راتلونکې په اړه ناهیلې شول. د دې پېښې سره نه یوازې دا چې د هیواد سیاسي ثبات له منځه لاړ، بلکې د افغانانو په ځان باور او د یوې هوسا او خوندي راتلونکې لپاره هیلې هم سختې زیانمنې شوې.
‏ځیرک ساپی

اکسیوس:ایران پر اسرائیلو د مستقیمې حملې لپاره چمتو دی

0

اکسیوس خبري ویبسایټ د یو شمېر باخبره سرچینو له قوله ویلي چې ایران پر اسرائیلو د مستقیمې حملې لپاره چمتو دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ښایي راتلونکو څو ورځو کې ایران پر اسرائیلو برید وکړي.

ویل کېږي چې دا برید به تر پنجشنبې وړاندې وشي.

تر اوسه ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.

چین:د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د ایران له اقداماتو ملاتړ کوو

0

چین وایي، د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د تهران له اقداماتو ملاتړ کوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې اسرائیلو د هنیه پر وژل کېدو سره غزه کې د سولې خبرې هم له خنډ سره مخ کړې.

وانګ‌یي د ایران په خاوره کې د اسرائیلو دا ډول تیری د غندنې وړ بللی دی.

د یادونې ده چې د هنیه له وژل کېدو تر لسو زیاتې ورځې تېرېږي؛ خو ایران لاهم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان ښځو د حق غوښتلو له کبله؛ منیژه تلاش له المپیک سیالیو بهر شوه

د افغان مېرمنو د ازادۍ لپاره د غږ پورته کولو له کبله منیژه تلاش د المپیک سیالیو کې له لوبو بې برخې شوه.

هغه وړمه ورځ د برېکنګ سیالیو کې له هالنډۍ سیالې سره د لوبې ډګر ته وتلې وه؛ خو پر لباس یې لیکلي و، چې افغان مېرمنو ته ازادي ورکړئ.

د نڅا او ورزش فدراسیون ویلي، چې هغې پر خپل لباس سیاسي شعار لګولی وو؛ نو ځکه له لوبو بې برخې شوه.

نه یوازې دا چې تلاش له دغو سیالیو ووتله؛ بلکې د نورو راتلونکو سیالیو کې د ګډون په اړه یې هم پوښتنې راپورته شوې.

هغي په پرخپلې اوږه ایښي ابي لباس باندې دا شعار لیکلی و، چې موخه یې نړۍ ته د افغان مېرمنو محرومیت ښودل وو.

د یادونې ده چې منیژې د لومړي ځل لپاره دغو سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: د الله ګل مجاهد د وژل کېدو اوازې دروغ دي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزات د الله ګل مجاهد د ادام اوازې رد کړې.

یاد وزارت ویلي، چې اوس مهال د هغه دوسیه تر څېړنو لاندې ده.

پر هغه تور دی چې هغه کس یې وژلی، چې مجاهد یې د نیول کېدو پر وخت وهلی وو.

نوموړی اوس مهال پلچرخي زندان کې بندي دی.