پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 842

عمران خان؛د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته د رئیس کېدو لپاره فورم لېږلی

0

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سلاکارې زلفي بخاري ویلي چې عمران خان د اکسفورډ پوهنتون ته د ریاست فورم لېږل شوی.

ټاکل شوې چې د یاد پوهنتون د ریاست لپاره به ټاکنې د لړم په میاشت کې پیل شي.

ټاکل شوې چې دا ټاکنې به په انلاین بڼه ترسره شي.

په دې ټاکنو کې به د پوهنتون استادان او له یاد پوهنتون فارغ شوي محصلین رایه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر یو کال زیاته موده وشوه چې عمران خان په بند کې دی.

قانع:هغه کسان چې موټر ټکسي کوي، باید د موټرو ټولې پرزې یې پوره وي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له موټر چلونکو غوښتي، چې د خپلو موټرو د ټکسي پرمهال د موټرو د عقب ښیښې، د موټرو څراغونه، اشارې او د دروازو قلفونه پوره وي.

د یاد وزارت ویاند ویلي، چې تر دې پرته یې موټر د اړوند شرکت له لوري نه رنګ کېږي.

نوموړي زیاته کړې، که هرچا د خپل موټر یادې پرزې رنګ نه کړې، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

هغه ویلي، دا چاره تر ډېره د بېکارۍ د مخنیوي لپاره ترسره کوي.

زلنسکي:په کورسک مو ځکه بریدونه زیات کړي چې له روسیې سره یوه حایله سیمه رامنځته کړو

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، په کورسک سیمه یې ځکه حملې کړې چې دا سیمه د روسیې پر وړاندې د یو حایل په توګه وکارول شي.

که څه هم له څو ورځو راهیسې په کورسک سیمه کې درنه جګړه پیل شوې؛ خو دا لومړی ځل دی چې زلنسکي د دغې جګړې هدف په ګوته کوي.

اوکرایني ځواکونو په دغه سیمه کې یو مهم پل نړولی او یو بل کلیدي پل ته هم نږدې شوي دي.

اسوشټیډ پریس ویلي، چې د دغه پل له نړېدو وروسته د روسیي ځواکونو ملاتړ کمزوری شوی دی.

غزه کې د اوربند لپاره؛بلنکېن یو وار بیا منځني ختیځ ته تللی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن یو ځل بیا منځني ختیځ ته په سفر تللی.

د رویټرز د خبر له مخې، نوموړی به غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرې اترې ولري.

سرچینه زیاتوي، بلېنکن به د اوربند د مذاکراتو د دوام لپاره پر ښکېلو غاړو فشار ته دوام ورکړي.

هغه تر دې وړاندې هم په غزه کې د اوربند په موخه منځني ختیځ ته سفر کړی او د قطري چارواکو په ګډون یې له اسراييلي لوري سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي.

بل لورته جوبایډن هم د جمعې په ورځ ویلي وه چې حماس او اسرائیل یوې هوکړې ته تر بل هر وخت نږدې دي.

په ورته وخت کې حماس ویلي، چې دوی د واشنګټن د اوربند وړاندیز ردوي.

پوتین؛په یو رسمي سفر اذربایجان ته لاړ

0

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین په یو رسمي سفر اذربایجان ته تللی.

واک ته د پوتین تر رسېدو وروسته، دا اتم سفر دی چې نوموړی یې یاد هېواد ته کوي.

ټاس خبري اژانس ویلي چې نوموړی به له خپل سیال الهام علي‌اوف سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

د یادونې ده چې ازبکستان ته د پوتین وروستی سفر په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.

درانی:افغانستان د نړۍ له پام غورځېدلی او دی ورته اندېښمن دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني یو وار بیا اندېښنه ښودلې چې د سپټمبر یوولسې پېښه یو وار بیا تکرار نه شي.

هغه ویلي، افغانستان اوس د نړۍ له پام لوېدلی او د نړۍ ټول پام غزې او اوکراین ته ور اوښتی، چې دا پېښه خواشېنونکې ده.

دراني زیاته کړې، چې دا چاره د دې سبب کېږي، چې په افغانستان کې ترهګري وده وکړي او یو وار بیا د سپټمبر یوولسمې پېښه تکرار شي.

نوموړي همدا راز ویلي، که افغانستان کې وضعیت نور هم بد شي، نو تر دې به هم ډېر افغانان وطن پرېښودو ته اړ شي او د دوی ځای بیا پاکستان دی، چې دی ورته اندېښمن دی.

حماس ډلې؛ غزه کې د واشنګټن نوی وړاندیز رد کړ

0

حماس ډلې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه د واشنګټن نوی وړاندیز رد کړ.

حماس ډلې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو هم د “جګړې په اوږدولو” تورن کړ.

دغې ډلې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې په دوحه کې د خبرو په وروستي پړاو کې د منځګړیتوب له خبرتیا وروسته، موږ یو ځل بیا دې نتیجې ته ورسېدو چې نتنیاهو لا هم یوې هوکړې ته د رسېدو په لاره کې خنډونه جوړوي.

دا بیان په داسې حال کې خپور شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د واشنګټن د منځګړیتوب د هڅو د یوې برخې په توګه تل ابیب ته سفر کړی دی.

د بایډن اداره هڅه کوي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د سرحدونو د کنټرول، د اسراییلي یرغمل شویو او امنیتي بندیانو د شمیر او هویت او د غزې د راتلونکي مدیریت په اړه واټن کم کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته تر بل هر وخت نږدې دي.

نبیل:طالبانو هېواد د تور جهالت او اسارت په تروږمۍ کې روان کړی

د پخواني حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، چې نن د اسد ۲۸مه باید په یاد ولرو چې دا ازادي د زړورتیا او قربانیو په بیه ترلاسه شوې ده.

رحمت الله نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې شاه امان‌الله خان نه یوازې د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ، بلکې د تعلیم او پرمختګ څراغ یې هم روښانه کړ.

نوموړي زیاته کړې چې غازي امان الله خان پوهېده چې د ښځو او نارینه وو زده‌کړه د ټولنې د حقیقي ازادۍ او پرمختګ بنسټ دی.

نبیل همدا راز ویلي، چې له بده مرغه نن، طالبانو د علم ډیوه مړه کړې او ښځې یې له زده‌کړو محرومې کړې او هېواد یې د تور جهالت او اسارت په تروږمۍ کې روان کړی دی.

ښاغلي نبیل دغه راز ویلي چې زموږ مسوولیت دی چې د امان‌الله خان په لاس روښانه شوې د تعلیم او پرمختګ ډیوه بله وساتو او ځانونه حقیقي ازادۍ ته ورسوو.

د نوموړي په خبره، ازادي ساتنې او پالنې ته اړتیا لري او یوازې د علم، یووالي او اتحاد په مرسته موږ کولی شو د آزادۍ د لارې د قربانیانو د هیلو ډیوې بلې وساتو او د افغانستان لپاره یو روښانه راتلونکې چې د پرمختګ او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړه وي، جوړه کړو.

د ملي مقاومت په نوم شورا:افغانستان د تروریزم پر ځالې بدلېدونکی دی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم شورا لیکلي، چې اوسنی وضعیت افغانستان نور هم سیاسي انزوا لور ته وړي.

دوی ویلي، پر افغانستان د خپلواکۍ کالیزه داسې مهال را رسیږي، چې دمګړی ټول هېواد اشغال دی.

اعلامیه کې راغلي، افغانستان کې هیڅ ډول ازادي شتون نه لري او دا هېواد ورو ورو د تروریزم پر ځالې بدلېدونکی دی.

اتمر:د حاکمیت لپاره مبارزې ته دوام ورکول لوی مسؤلیت دی

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د خپلواکۍ د ورځې په پار مبارکي ویلې.

اتمر ویلي، د هېواد د نظام او برخلیک په ټاکلو مې د خلکو د حاکمیت لپاره مبارزې ته دوام ورکول تر ټولو مهم مسؤلیت دی، چې اوسنیو ځوانانو ته سپارل شوی.

هغه هیله څرګنده کړې چې ځوانان دغه مسؤلیت په درست ډول ادا کړي.

د یادونې ده چې نن د اسد ۲۸مه د انګریز ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مه کلیزه ده.