جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 833

صبغت الله مولوي‌زاده:د نجونو د زده کړو په برخه کې ندا محمد ندیم ته د مناظرې چلنج ورکوم

د هرات دیني او روحاني شخصیت صبغت الله مولوي‌زاده د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د وزیر وروستۍ څرګندونې بې ځایه وبللې.

هغه د نجونو د زده کړو په اړه ندا محمد ندیم ته د مناظرې چلنج ورکړی.

نوموړي ویلي، د نجونو زده کړې په اسلام کې روا دي او ټول علما ورباندې یوه خوله دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي وو چې د نجونو زده کړو روا والي په اړه که څوک دلیل لري؛ نو دوی ته دې وړاندې کړي.

تحصیلي برخه کې؛د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر له ترکیې مرسته غوښتې

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ترکیې د حج او اوقافو وزارت د مرستیال دوکتور سلیم ارګون سره کتلي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د ترکیې د همکاریو له قدرداني مننه شوې او سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ترې غوښتي، چې افغان ځوانانو ته د لا زیاتو تحصلي بورسونو زمینه برابره کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ارګون په دې لیدنه کې د همکاریو ډاډ څرګند کړی.

بلوڅ:پاکستاني پوځیان تل مونږ وژني؛ اوس باید دوی باندې پنجاب او پېنډۍ کې هم بریدونه وشي

0

یو شمېر بلوڅو له بلوڅ ازادي غوښتونکو غوښتي چې د پاکستان خلاف جګړې ته دوام ورکړي.

دوی ویلي جګړه د پاکستاني جنرالانو په واک کې ده او دوی تل په بلوڅو ظلم خپل مسؤلیت ګڼلی.

بلوڅو ویلي، پکار ده چې تر دې وروسته په پېنډۍ او پنجاب کې هم بریدونه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه او تېره ورځ د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې بلوڅ ازادي غوښتونکو توندې جګړې وکړې، چې ۱۴ پاکستاني پوځیان یې ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.

دغه راز بیا ماهل بلوڅ او رضوان بلوڅ ځانمرګي بریدونه هم وکړل.

ټرمپ:هغه جنرالانو چې له افغانستان د وتلو طرحه یې عملي کړه، طالبان ترې ښه جنګیالي دي

د امریکا پخوانی ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، هغه جنرالان چې له افغانستان ووتل، له هغوی طالبان ښه جنګیالي دي.

ډونالډ ټرمپ له شان راین سره مرکه کې ویلي، چې د دوحې له مذاکراتو وروسته یې د ۱۸ میاشتو په موده کې پر امریکايي پوځیانو د برید نه کولو په خاطر د ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د همکارۍ ستاینه وکړه.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې کاملا هرېس او جوبایډن د متحده ایالاتو اعتبار له منځه وړی دی.

ټرمپ زیاته کړې چې له افغانستان یې د وتو پرېکړه حتمي وه، خو په خبره یې په قدرت او په باعزته توګه وتل یې غوښتل.

ټرمپ دغه راز ویلي، چې دا د بایډن د ادارې احمقانه وتل وو چې روسیې ته یې پر اوکراین د برید کولو زړورتیا ورکړه.

د ازادي په نوم جبهه:کابل کې مو شپږ طالب سرتېري ووژل او شپږ مو ټپیان کړل

د افغانستان د ازادي په نوم جبهې ادعا کړې، چې نن ماښام په چریکي برید کې یې د استخباراتو غړي فضل الحق حقاني موټریز کاروان په نښه کړی.

یادې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې دا برید یې د کابل په ۱۵مه حوزه کې د خیرخانې سیمې اړوند د پنجصد فامیلي، روس سرک باندې ترسره کړی.

دوی ویلي، چې په دغه برید کې یې شپږ طالب سرتېري وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مبین:زه هم ستاسو بچی یم؛ نور مې مه ځوروئ

د طالبانو حکومت ستر مبلغ جنرال مبین یو وار بیا غوښتنه کړې چې د ده له ځورولو باید نور لاس واخیستل شي.

مبین لیکلي، مېرمن او ماشومان یې له مرګ سره لاس او ګرېوان دي، خو دی هم لا کړول کېږي.

مبین د چا نوم نه دی لیکلی، خو ویلي یې دي، چې فکر یې کوو، د ده د مریضانو پوښتنې ته ورغلي؛ خو کیسه بدله وه.

دا لا نه ده معلومه چې مبین چا ځورولی؛ خو تر دې وړاندې څو ځله هغه د طالبانو حکومت له لوري نیول شوی دی.

نبیل:داسې یو چوکاټ باید رامنځته شي، چې دین او سیاست پکې خپل ځای ولري

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وایي، چې د افغانستان په دې حالت کې، زموږ د ټولنې د مدیریت په اړه له سره کتنه او بیا ارزونه اړینه ده.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې داسې یو چوکاټ باید رامنځته شي چې په هغه کې دین او سیاست دواړه خپلواکې او محترمې ځایګۍ ولري او له منفي اغېزو، ناندریو او ناوړه ګټو اخیستلو څخه په مخنیوي سره د هېواد په ثبات او پرمختګ لامل وګرځي.

نبیل زیاته کړې چې افغانستان داسې تاریخ لري چېرته چې دین او سیاست په ډېر شدت سره یو له بل سره تړلي او وودل شوی دي.

هغه ویلي چې د دین او سیاست دا نږدې اړیکه کله ناکله د دین، مقدساتو او د خلکو د باورونو څخه د سیاسي موخو لپاره د ناوړه ګټه اخیستلو لامل ګرځېدلې ده.

د هغه په وینا، د دې وضعیت یوه بیلګه د طالبانو د واکمنۍ په دوو پړاوونو کې لیدل کېږي، چې دیني ښوونو سره یې ابزاري چلند کړی دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې تېر حالت ته په کتو، د دین او سیاست د حوزې تفکیک د دې مانا لري چې دین له سیاسي لوبو څخه خپلواکه او پاک وساتل شي او د هېواد په مدیریت کې د سیاست باور او مشروعیت پیاوړی شي.

هغه ویلي، چې تېرو او اوسنیو ترخو تجربو ښودلې ده چې د دین څخه د سیاسي پرېکړو د مشروعیت لپاره ناوړه ګټه اخیستل، د دین قداست کمزوری کوي او د خلکو باور ته زیان رسوي.

د نبیل په خبره، سیاست هم په داسې شرایطو کې له خپل اصلي مسیر څخه منحرفېږي او د عامه ګټو پر ځای، د ځانګړو ګروپونو په خدمت کې کارول کېږي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د مالیزیا، اندونیزیا او ترکیې په څېر د مسلمان هېوادونو تجربه ښيي چې د دین او سیاست د حوزې تفکیک کولی شي پرمختګ او ثبات راوړي.

څو شېبې وړاندې؛د کابل په خیرخانې سیمه کې چاودنه وشوه

څو شېبې وړاندې د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د خیرخانې په سیمه کې د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی.

د طالبانو حکومت د ۱۵مې امنیتي حوزې امر نصیر احمد احمدي چاودنه تایید کړې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

ماهل بلوچ او رضوان بلوچ؛د پاکستاني پوځيانو پر نظامي کمپونو ځانمرګي بریدونه کړي

0

ماهل بلوچ او رضوان بلوچ نن پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي بریدونه کړي.

دا دواړه د مجید برېګېډ ډلې اړوند وو، چې د « هیروپ» عملیاتو کې یې د پاکستاني ځواکونو پر نظامي قرار ګاه ځانمرګی برید کړی وو.

په همدې حال کې بیا د رضوان په نوم یو بل بلوڅ هم ځانمرګی برید کړی.

د یادونې ده چې ماهل بلوڅ د ګوادر د یوې سیاسي کورنۍ غړې ده، چې اوس مهال یې په حقوقو کې زده کړې کولې.

د ملي جمهوري غورځنګ غړی؛عمر شیراني د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو

0

د کوزې پښتونخوا د ملي جمهوري غورځنګ غړی عمر شیراني په دیره اسماعیل خان کې وژل شوی دی.

تر اوسه د یاد ګوند مشرتابه د هغه د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې نوموړی د رابڼ په سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

تر اوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.