شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 824

زهرا بلوڅ:افغانستان کې د نجونو د حقونو غوښتونکې یوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وایي، افغانستان کې یې د ښځو د حقونو پر وړاندې دریځ واضح دی.

بلوڅ ویلي، اسلام ټولو ته یو ډول حقونه ورکړي او باید ورنه وانخیستل شي.

د بلوڅ په خبره، د پاکستان اساسي قانون ټولو ته یو ډول حقونه ورکړي او دوی په ټول جهان کې ښځو ته د مساوي حقونو غوښتونکي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باوري سرچینې:پاکستان د افغانستان د مهمو سوداګریزو مرکزونو لپاره ځانګړې قطعه جوړه کړې

یو شمېر باوري سرچینو ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د مهمو سوداګریزو مرکزونو په نښه کولو لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې.

د دغې قطعې مشري د کوېټې یو افسر جمال ناصر کوي.

نوموړی د شاهین په نوم شهرت لري.

یادې ډلې تېره میاشت په سپین بولدک کې یو سوداکریز مارکېټ ته اور ورته کړی وو.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

دبۍ کې د طالبانو سفارت؛لاهم د جمهوري نظام د سفارت په ادرس خپلې چارې سمبالوي

په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو د طالبانو حکومت سفیر ومانه؛ خو بیا هم په دبۍ کې د دوی سفارت د جمهوري نظام د سفارت له ادرسه خپلې خبرتیاوې خپروي.

تازه یې یوه اعلامیه خپره کړې چې د دوی سفارت ته ۱۲ جلده پاسپورتونه ور رسېدلي دي.

نیوکه دا ده چې د طالبانو حکومت ټولې بهرنۍ چارې د جمهوري نظام پر اساساتو مخ ته وړي؛ خو په کور دننه خلکو ته ان د افغانستان ملي بیرغ اجازه هم نه ورکوي.

د مقاومت په نوم جبهه:تخار کې مو د طالبانو حکومت درې د استخباراتو غړي وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په تخار کې د طالبانو حکومت د استخباراتو درې کسان یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دوی ویلي، دا پېښه تېره ورځ په مرکز تالقان کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د برید له کبله د طالبانو حکومت یو موټر هم ویجاړ شوی دی.

بل لورته د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لاپیډ؛په اسرائیلو کې د حکومت د بدلون وخت را رسېدلی

0

د ا سرائیل حکومت د اپوزیسون مشر یایر لاپید ویلي، چې په حکومت کې د بدلون او جګړې د پای ته رسېدو وخت را رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، د اسرائیل اوسنی حکومت نه پوهېږي چې سوله څه ډول وکړي.

د لاپیډ په خبره، د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي لحاظه د اسراییلو په ګټه ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د نتنیاهو په حکومت توندې نیوکې شوې، چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو نیت نه لري.

احمد مسعود:هڅه کوو له طالبانو سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړو

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وايي، هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه ویلي، د طالبانو ژبه د دوی له کړنو سره توپیر لري.

د مسعود په خبره، یادې ډلې په تېرو دېرشو کالونو کې خلکو ته دروغ ویلي او فریب یې ورکړی دی.

نوموړي تر دې وړاندې بیا ویلي وو، چې له طالبانو سره به په هر ډول حالاتو کې مقاومت کوي.

جورجیا کې؛یو زده کوونکي دوه ښوونکي او دوه زدکوونکي وژلي دي

0

جورجیا کې د ښوونځي یو زده کوونکي څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

یاده پېښه د یو ښوونځي په دننه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې قربانیان دوه زده کوونکي او دوه ښوونکي دي.

په همدې حال کې بیا په ټپیانو کې یو ښوونکى او اته نور زده کوونکي شامل دي.

لاهم د برید انګېزه نه ده معلومه؛ خو مسوولین وايي چې پولیس سیمې ته رسېدلي او څېړنې روانې دي.

د شمالي کوریا ولسمشر؛دندو کې د غفلت له کبله دېرش چارواکي اعدام کړي

0

د شمالي کوریا ولسمشر د خپل هېواد دېرش چارواکي اعدام کړي دي.

د جنوبي کوریا Chosun تلویزیون ویلي چې یاد کسان د ځمکې ښویېدو په مدیریت کې د پاتې راتلو له امله اعدام شوي دي.

دا کسان وروسته تر هغې اعدامیږي چې د دغه هېواد په چاګانګ ښار کې د سیلابونو له کبله زرګونه کسان ووژل شول او تر پنځلس زرو ډېر ټپیان شول.

یاد کسان په خپله وظیفه کې د فساد له کبله په اعدام محکوم شوي دي.

سرچینې:خوست کې پاکستان سره پر فرضي کرښه جګړه رامنځته شوې

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې څو شېبې وړاندې د خوست په ځاځي میدان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې.

نښته نیم ساعت وړاندې رامنځته شوې، چې اوس هم دوام لري.

تر اوسه د دغې جګړې د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سیمه ییزې سرچینې:د تخار مرکز تالقان کې چاودنه شوې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې چاودنه شوې.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، چاودنه د کابل بندر کې شوې ده.

که څه هم تر اوسه په دې اړه وروستي جزیات نشته؛ خو ویل کېږي چې چاودنه د طالبانو حکومت د استخباراتو د یو کارکوونکي په موټر شوې.