یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 808

د ایران د بهرنیو چارو وزیر:اسرائیل به لبنان او غزه کې د خپلو جنایتونو ځواب ترلاسه کړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې اسرائیل به په لبنان او غزه کې د خپلو جنایتونو ځواب ترلاسه کړي.

عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۱مه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، ویلي چې اسراییل به په منځني ختیځ کې د کړکېچ او جګړې په زیاتولو سره خپلو موخو ته ونه رسیږي.

بل لورته د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک هم ویلي، چې ملګري ملتونه لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو وروسته منځني ختیځ کې د جګړو زیاتېدو احتمال ته اندېښمن دي.

رحمن الله ګربز؛له ۲۳ کلنۍ مخکې اووه سلیزې جوړې او درېیم مقام یې ترلاسه کړ

0

د کرکټ په نړۍ کې رحمن‌الله ګُربز د ‏نړۍ درېیم لوبغاړی شو چې په نړویوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې له ۲۳ کلنۍ ‏مخکې اووه سلیزې ترسره کړې دي.

ټایمزاف‌انډیا ورځپاڼې ویلي، چې رحمن الله ‏ګُربز د اووه سلیزو په بشپړېدو له ویرات کوهلي سره ځان مساوي او درېیم ‏مقام ته یې ځان ورسوه.

ګربز د سوېلي افریقا پر وړاندې تېرې شپې لوبه کې په ۱۱۰ توپونو د ۳ شپږیزو ‏او ۱۰ څلورېزو په وهلو سره ۱۰۵ منډې وکړې او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ‏یې اوومه سلیزه جوړه کړه.‏

هېره دې نه وي، چې کیونټون ډیکوک او سچېن ټنډولکر له ۲۳ کلنۍ مخکې په اته-اته ‏سلیزو په لومړي او دویم او ګُربز درېیم مقام کې ځای لري.

سید حسن نصرالله:د ابراهیم عقیل وژنه به زمونږ په مبارزې اغیز ونه کړي، غچ به یې ژر واخلو

0

‏حزب الله په یوه تازه خپاره کړي بیان کې د خپل د عملیاتو د مشر “ابراهیم عقیل” وژنه تایید کړه.

د حزب الله ډلې مشر سيد حسن نصرالله وايي دغه ستر، قوي او بې ساری برید به زمونږ په مبارزې اغیز ونه کړي.

نوموړي د ابراهیم عقیل وژنه یوه نه جبرانیدونکې ضایع بللې او د غچ اخیستو خبرداری یې ورکړی.

اسرائیلي ځواکونو پرون اعلان وکړ چې د حزب الله ډلې یو مهم قوماندان ابراهیم عقیل چې د بې پیلوټه الوتکې هدفي برید کې وژلی دی.

ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته:«محمودشاه حبیبي له لومړي سره زمونږ سره نشته، پدې اړه ټولې ادعاوې ناسمې دي»

‏پداسې حال کې چې د ملکي هوایي چلند د پخواني مشر محمود شاه حبیبي کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو نوموړی د القاعده شبکې ته سپارلی خو د طالبانو حکومت وایي، محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته او پدې اړه شوې ټولې ادعاوې ناسمې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته وویل:« دا خبره سمه نده او محمودشاه له لومړي سره زموږ سره نشته.»

خو د محمود شاه حبیبي کورنۍ ویلي، چې دوی ته رسېدلو معلوماتو کې ویل شوي چې محمود شاه حبیبي د ايمن الظواهري ځای امريکا ته افشا کړی وو او د امریکا په بې پیلوټه برید کې ووژل شو.

طالبانو د ظواهري تر وژنې وروسته محمود شاه حبیبي او د هغوی د دفتر نور کارکوونکي ونیول چې د لنډې مودې وروسته نور کارکوونکي خوشې شول؛ خو محمودشاه د دوی په بند کې وو او اوسمهال یې د القاعده شبکې ته سپارلی دی.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې طالبانو د اسامه بن لادن پر ساتلو د خپل تېر رژیم د بایللو خبره کوي؛ خو اوس څنګه یو افغان مسلمان یوې بهرنۍ وسله والې ډلې ته سپاري؟

دوی د پوښتنې په شکل ویلي، چې ایا د اسلامي نظام دعوه کوونکي داسې کولای شي؟

پاکستان کې؛بېلابېلو بریدونو کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو په جلا جلا بریدونو کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د شمالي وزیرستان په لاده سيمه کې د پاکستاني پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې ۷ پوځیان وژل شوي.

په ورته وخت کې په بنو سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو کارکوونکی هم د وسله والو له لوري وژل شوی او ورور یې ټپي دی.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې بریدونو زور اخیستی.

کرزی:د کرکټ لوبغاړو او هېوادوالو ته د سویلي افریقا نه د لوبلړۍ د ګټلو مبارکي وایم

0

د ‎هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ټولو هېوادوالو ته د افغانستان او ‎جنوبي_افریقا ترمنځ د درې پنځوس آوریزه کرکټ سیالیو د بریا مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوهمه پرلاپسې پیاوړي بریا او د سریز د جام د گټلو له امله د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو او ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایم.

نوموړي افغان لوبغاړو ته د لا ډیرو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، چې بیګا شپه افغان لوبډلې په ستر توپیر له سویلي افریقا لوبډلې لوبه وګټله او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

ملګري ملتونه:منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدو ته اندېښمن یو

0

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو د احتمال له کبله وېره او اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون په نیویارک کې رسنیو ته ویلي، چې ملګري ملتونه د حزب‌الله او اسراییلو له حملو وروسته په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو د احتمال له کبله اندېښمن دي.

دوجاریک زیاته کړې، چې سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له دې کبله ډېره اندېښنه لري او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې له زغم او صبر څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د اسراییل پوځ د لبنان د پلازمېنې بیروت د جنوب پر ضاحیه سیمې په هوايي برید کې یې د حزب‌الله مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژلی دی.

خوست کې؛د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

خوست کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

دغه نښته د خوست په غلام خان بندر کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پرون له یوې وقفې وروسته د شپې تر ناوخته پورې روانه وه.

د دواړو لوریو د دغه نښتې د مرګ ژوبلې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو پرون د غلام خان بندر د طالبانو کمیسار بلال جان وردګ د جګړې له پیلېدو وروسته رسنیو ته د یو طالب سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی.

ځایي سرچینې وایي، چې ددغې نښتې له کبله له شاوخوا سیمو ځینې خلک د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د لومړي ځل لپاره له سویلي افریقا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې سوېلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانې لوبلړۍ اتلولي یې وګټله.

ددغې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې لپاره رحمان‌الله ګربز ۱۰۵، رحمت‌شاه ۵۲ او عظمت‌الله عُمرزي ۸۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې په توپ‌اچونه کې راشدخان پنځه، ننګیال خروټي څلور او عُمرزي یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د ټاکل شوي هدف په ځواب کې سوېلي افریقا د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله او د روانې لوبلړۍ اتلولي افغانستان په خپل نوم کړه.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به د سوېلي افریقا پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه به د سپټمبر پر ۲۲مه په شارجه کرکټ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي.

فدایي:موسیقي ته درناوی حلال او روا شو

د ایران د اسلامي یووالي کنفرانس کې د دغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د درېدو په غبرګون کې په تېر جمهوري نظام کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ویلي، چې بالاخره موسیقي ته درناوی حلال او روا شو.

ښاغلي فدایي په خپله ایکس‌پاڼه د ایران ملي سرود ته د طالبانو د درېدو ویډیو سره لیکلي، چې بالاخره موسیقي ته درناوی حلال او روا شو.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور د ایران ملي سرود ته د نه درېدو له کبله د ایران له خلکو بښنه وغوښته.

منصور ویلي وه، چې ایران یې ورور، ګاونډی او کلتوري شریک دی؛ خو په دوی (طالبان) کې دا کلتور دی، چې دا ډول ترانو ته نه دریږي.