پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 779

غزني کې؛د لاسي بم په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي

غزني کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه ماشومان تېره ورځ د قره باغ ولسوالۍ په مهرودر کلي کې د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ياد ماشومان په خپل فارم کې په کار بوخت وو.

د یادونې ده چې له تېرو جګړو څخه پاتې ناچاودي توکي او ماینونه هر وخت په هېواد کې خلک په ځانګړې توګه ماشومان وژني.

ایټالیا؛د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه کډوال بیرته له البانیا راستانه کړل

0

ایټالیا درې ورځې وروسته له‌دې چې یوشمېر پناه غوښتونکي یې له اروپايي اتحادیې د باندې، البانیا ته واستول، د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه بېرته راوګرځول.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې په روم کې د محکمې د حکم پر اساس، دا پناه غوښتونکي د دې لپاره بېرته را وګرځول شول چې، د دوی اصلي هېوادونه یعني مصر او بنګله‌دېش د هغوی لپاره خوندي هېوادونه نه وو.

یاد هېواد ویلي، چې ښایي د هغوی په منځ کې د یوشمېر کسانو غوښتنلیکونه رد شوي او له البانیا څخه خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي وای.

خامنه‌یي:د یحیی سنوار له لاسه ورکول له درده ډکه پېښه وه

0

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په یوه بیان کې د حماس او حزب الله ستاینه کړې ده.

خامنه‌یي ویلي، چې د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې حماس د مشرانو له شهادت سره بیا هم له پرمختګ لاس نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې یحیی سنوار پر اسراییل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید طراح و چې دا حمله د غزې په تړانګه کې د جګړې سبب شوه.

هېره دې نه وي چې اسراییلي ځواکونو د اکټوبر په ۱۶مه په غزه کې یحیی سنوار وواژه.

لویډ اسټین:اسراییل دې بیروت کې جګړه کمه کړي

0

امریکا وایي، چې اسراییل دې په بیروت کې او د بیروت شاوخوا خپل بریدونه څه کم کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، چې د ملکي تلفاتو شمېر خورا لوړ دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د خبرو له لارې دې ته زمینه برابره شي چې په دواړو لوریو کې ملکیان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل د یرغل له کبله تر اوسه ۴۲ زره او ۵۱۹ تنه وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر اوسه نږدې سل زره کسان ټپیان شوي، چې د جګړې قربانیان تر ډېر ماشومان او ښځې دي.

ایران:که ملګري ملتونه د کډوالو برخه کې بودجه ور زیاته نه کړي؛ نو دوی به خپل سیاست تغیر کړي

0

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو رییس ویلي، که ملګري ملتونه د کډوالو په برخه کې بودجه ور زیاته نه کړي؛ نو دوی به په دې برخه کې خپل سیاست ته تغیر ورکړي.

نادر یار احمدي په جینوا کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له کمېشنر فلیپو ګراندي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی ته ورکړل شوې بودجه له ا ړتیا زیاته کمه ده.

دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې اوس مهال یې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تر ټولو ډېره تنګه کړې ده.

څو ورځې وړاندې یې هم د ایران په سراوان سیمه کې ۲۶۰ افغان کډوال وژلي وو.

حبیب‌الرحمن سیاف:د افغانستان ازادي تر سوال لاندې ده او دا هېواد د تروریستي ګروپونو له لوري اشغال شوی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف وایي، چې نن د افغانستان ازادي تر سوال لاندې ده او افغانستان د تروریستي ګروپونو له لوري اشغال شوی دی.

هغه ویلي، نن افغانستان کې له بد امنیتي وضعیت څخه خلک خپل هېواد پرېږدي، چې ځینې یې په سرحدونو کې ووژل شول، ځینې یې په سمندر کې ډوب شول او ځینې یې په نورو هېوادونو کې په بندخونو کې شپې سبا کوي.

د ښاغلي سیاف په خبره، افغانستان خپل نړیوال ارزښت بایللی او ان وزیر ته یې خلک د عکس اخیستلو اجازه نه ورکوي.

نوموړي د جنرال عبدالرازق د شپږم تلین په مناسبت ویلي، د خپلو شهیدانو د وینو ارزښت ته د قدرداني په موخه اړتیا ده، چې په یوځای مبارزه وشي.

هغه یو وار بیا پر ټولو سیاسي جریانونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره باید یوه ملي او داسې پراخه برنامه باندې کار وشي، چې د ټولو افغانانو لپاره ټول منلې وي.

نتنیاهو:حزب‌الله زما د وژلو هڅه وکړه؛ خو ډېره لویه اشتباه کوي

0

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د حزب‌الله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه کوي.

بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د حزب‌الله ډلې زما د وژلو هڅه وکړه؛ خو هېڅکله به بریالي نه شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اسرائیل په مرکزي سیمه قیساریه کې د نتنیاهو د کور سره د لبنان یوې ډرون الوتکې ټکر وکړ؛ خو نتنیاهو او مېرمن یې هغه شېبه په کور کې نه وو او چاته زیان نه دی اوښتی.

بل لورته حزب‌الله ډلې هم منلې چې دا برید د دوی کار و.

غزه کې؛د جګړې له پیل راهیسې ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي

0

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل د یرغل له کبله تر اوسه ۴۲ زره او ۵۱۹ تنه وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر اوسه نږدې سل زره کسان ټپیان شوي، چې د جګړې قربانیان تر ډېر ماشومان او ښځې دي.

د غزې جګړه تر یو کال اوړي؛ خو لاهم ورځ نه بلې ته شدت پیدا کوي.

اسرائیل وايي، دا جګړه به تر هغې ونه دروي، ترڅو یې حماس په بشپړ ډول له منځه نه وي وړي.

د طالبانو حکومت؛لا هم د ایران له لوري د افغان کډوالو د وژنې پېښې په اړه شواهد نه دي موندلي

ایران کې د افغان کډوالو د وژنې پېښې په اړه د طالبانو ټاکل شوي پلاوي لاهم داسې شواهد نه دي موندلي، چې وښیي ۲۶۰ افغانان د ایرانیانو له لوري وژل شوي.

بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وایي، تر اوسه په دې اړه یې داسې پایلې نه دي تر لاسه کړي، چې ګواکې افغانان د ایراني پوله ساتو په ډزو وژل شوي.

د یادونې ده چې دغې پېښې ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي؛ خو طالبان وایي، دوی په دې اړه څېړنې کوي.

بل لورته یو شمېر سیاسیون وایي چې طالبان په لوی لاس دا پېښه پټوي او نه غواړي چې د ایران سره یې اړېکې کړکېچنې شي.

د طالبانو حکومت؛هېواد کې د ځینو ځایونو او څلور لارو نومونه بدلوي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي وايي، د هغو ځایونو او څلور لارو نومونه بدلوي، چې د افرادو په نوم نومول شوي.

عزیزي ویلي، په یاد وزارت کې د ځایونو لپاره د نوم اېښودنې کمېسیون دا پرېکړه د روانې میزان میاشتې په اته ویشتمه کړې.

د نوموړي په خبره، دا چاره د نفاق او بدبیني د له منځه وړلو لپاره کوي.

که څه هم تر اوسه نه ده مشخصه چې دا چاره به یوازې کابل او که ټول هېواد کې کېږي، خو طاللان وايي، چې پر ځایونو به دیني او ملي ارزښت لرونکي نومونه کېږدي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ګڼ شمېر ځایونو او څلور لارو نومونه بدل شوي.