یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 767

پاکستان؛دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ تنه وژل شوي

0

پاکستان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې دغه ترافیکي پېښې په سند او پنجاب ایالتونو کې رامنځته شوې دي.

دوی ویلي، چې په دغو پېښو کې یوه د سند ایالت مورو ښار ته څېرمه د یوه موټر او لارۍ يوبل سره ټکر کړى او په بله پېښه کې د پنجاب ایالت په اټک ولسوالۍ کې یو بس اوښتی دی چې دواړو پېښو ۱۸ تنه وژلي.

د ایران د پارلمان غړی:طالبانو سره د اړیکو جوړول بې ګټې دي

د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو جوړول بې ګټې دي.

هغه د طالبانو په سیاست نېوکه کړې او ویلي، چې ترکیه په افغانستان کې ډېر بندونه جوړوي چې د ایران په زیان تمامیږي.

د یادونې ده چې ایران له څه باندې درېيو کالونو راهیسې د هلمند سیند د اوبو د حقابې پر سر له طالبانو سره اختلافات لري او دغه اختلافات د ایران او طالبانو ترمنځ د سړو اړیکو لامل هم شوي.

سرګي لاوروف:منځني ختیځ کې د اوسنیو ستونزو او تاوتریخوالي مسووله امریکا ده

0

ټاس خبري اژانس وایي، چې ‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ خطرناک حالت ته رسېدلی دی.

ټاس د سرګي لاوروف له قوله ویلي چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د ایران او اسراییل مخامخ کېدل خطرناکې پولې ته رسېدلې دي.

ټاس دغه راز ویلي چې لاوروف په منځني ختیځ کې د دوامداره کړکېچونه او د تاوتریخوالي د تکرار مسووله امریکا ګڼلې.

نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا د عرب هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د ترکیې پولیسو؛په اژه سمندرګي کې د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۳۲ افغانان نېولي

د ترکیې پولیسو د اژه سمندرګي په شمالي څنډو کې د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۳۲ افغان کډوال نیولي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې دغه کسان تر نیول کېدو وروسته د مهاجرو د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده چې افغان کډوال اکثره وخت په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په هدف ځانونه په خطر کې اچوي.

ټېم برچټ:د طالبانو پر وړاندې مقاومت شته؛ خو انتوني بلېنکن دا له پامه غورځولی

د مقاومت په نوم جبهې فعالیتونو ته په اشارې د امریکا د کانګرس غړي ټېم برچټ ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت شته او انتوني بلېنکن دا مقاومت له پامه غورځولی.

ټېم برچټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې انتوني بلېنکن د روانې میاشتې په پیل کې راته ویلي وه چې د طالبانو په وړاندې مقاومت نشته.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د مقاومت په نوم جبهې بریدونه زیات شوي او د ګڼو طالب سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

نیویارک ټایمز؛د اسراییلو له لوري د حزب الله د له منځه وړلو د پروژې جزیات بیان کړي

0

نیویارک ټایمز له ۱۲ اوسنیو او پخوانیو اسراییلي، امریکايي او اروپايي چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي، د حزب الله د بې وسلې کولو د پروژې جزئیات بیان کړي او لیکلي یې دي چې دا پروژه د لسیزو د استخباراتو په مرسته ترسره شوې ده.

راپور وايي چې موساد د حزب الله د مشرانو پټنځایونه څارل او د حزب الله د یوه مشر له خپلو څلورو ملګرو سره یې د ناستې څارنه کوله.

د دغه راپور له مخې، موساد په ښکاره توګه د حزب الله د مشرانو حرکتونه په دقیق ډول څارل.

دغه راپور د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ وايي چې د حسن نصرالله او د سپاه پاسداران د قومندان جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې دواړو ساه ورکړې وه.

حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د مې د میاشتې په شپږمه نېټه د بیروت د جنوبي څنډې په داهیا کې د حزب الله پر پناهځایونو د اسرائیلو په هوايي برید کې ووژل شول.

خیبر پښتونخوا؛د ځانمرګي برید له کبله څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

0

د پاکستان «ډان» ورځپاڼه وایي، چې خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګي برید له کبله څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي.

یادې ورځپاڼې ویلي، چې دغه برید د دېره تنګ لارې پر یوه امنیتي پوسته شوی دی.

ډان لیکلي، چې ددغه ځانمرګي بريدګر هدف د کلاچي امنيه قومانداني وه، چې له امله يې څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي او د پوليسو مرکز ته د پام وړ زيان اوښتى دى.

ډان دغه راز ویلي، چې دغه ځانمرګي بریدګر سره یوه ډله وسله وال هم وه چې په امنیتي پوسته یې ډزې وکړې او له ځوابي برید وروسته هغوی په تېښته بریالي شول.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر:د تحریرالشام چارواکي د ښځو ترڅنګ ولاړ دي او د هغوی بشپړ ملاتړ کوي

0

د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسد شیباني د سوریې د نوي حکومت د ښځو د چارو د مشرې عایشه الدبس د څرګندونو په اړه په ځواب کې وویل چې چارواکي د ښځو تر څنګ ولاړ دي او د هغوی بشپړ ملاتړ کوي.

شيباني ویلي، چې موږ په ټولنه کې د ښځو پر فعال رول باور لرو او د ښځو پر وړتياوو باوري يو.

هغه زیاته کړې چې د سوریې ښځې له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

د یادونې ده چې عایشه الدبس له ټي‌آی‌ټي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې میرمنې باید له هغه لومړیتوبونو څخه بهر نشي چې خدای دوی ته په طبیعي ډول ورکړي دي او باید په کورنۍ کې د دوی تعلیمي رول ته پاملرنه وکړي.

احمد الشرع:سوریه کې د ټاکنو ترسره کېدل ښایي څلور کاله وخت ونیسي

0

د تحریر الشام ډلې مشر احمد الشرع له العربیه سره په مرکه کې د بشار الاسد حکومت له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دغه هیواد کې د انتخاباتو د ترسره کیدو احتمالي مهال ویش اعلان کړ.

هغه ویلي چې د ټاکنو ترسره کېدل ښايي څلور کاله وخت ونیسي.

نوموړي زیاته کړې چې د سوریې د نوي اساسي قانون مسوده ښايي درې کاله وخت ونیسي.

الشرع دغه راز ویلي، چې سوریه به د هر ډول سیاسي کړکیچ څخه لیرې وي.

هغه ټینګار کړی چې د سوریې د نوي حکومت اصلي هدف د اقتصادي وضعیت ښه کول او د دغه هیواد پرمختګ دی.

اصف درانی:طالبان باید له وروستۍ سرحدي جګړې عبرت واخلي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ سرحدي جګړه د افسوس وړ بللې او ویلي یې دي چې طالبان باید ترې عبرت واخلي.

ښاغلي دراني په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې تحریک طالبان پاکستان یوه سره کرښه ده او هیچا ته باید اجازه ورنه‎کړل شي چې له هغې تېر شي.

د یادونې ده چې د تېر سه شنبې په شپه پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړې چې د طالبانو د ادعا له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه پکې وژل شوي دي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او د پاکستان د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ترسره شوي دي.