یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 766

خیبر پښتونخوا؛د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پولیس ټپیان کړې

0

خيبر پښتونخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پاکستاني پولیس ټپیان کړي دي.

سرچینې وایي چې دغه چاودنه د بنو ضلعې په ماما خېلو سيمه کې رامنځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې نن د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز هم ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

سره صلیب کمېټه؛۲۰۲۴ کال له چاودېدونکو توکو سره د تړلو پېښو له کبله ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره تړلو پېښو کې ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ادارې د راپور له مخې، د قربانیانو له ډلې ۳۵۹ کسان ماشومان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په روان میلادي کال کې یې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره تړلې ۲۳۴ پېښې ثبت کړي دي.

دغه کمیټې زیاته کړې چې افغانستان لا هم د چاودیدونکو توکو په وړاندې یو له زیان منونکو هېوادونو څخه دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر؛په لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي

0

د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.

اسد الشیباني پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا د ویاړ ځای دی چې د خپل هېواد په استازيتوب په خپل لومړي نړیوال سفر سعودي عربستان ته ځم.

نوموړي ویلي چې سعودي عربستان سره په هره برخه کې ښې ستراتیژیکې اړیکې غواړي.

نوموړي ددغه سفر کره نیټه نه ده په ډاګه کړې.

د یادونې ده چې اسد الشیباني ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن‌فرهان بن عبدالله بلنه ورکړې.

د یو شمېر طالب چارواکو په شتون کې؛شاه‌وعروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل شاه‌وعروس بند نن د یو شمېر طالب چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد بند د ګټې اخیستنې مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې افغانستان کې په اوبو پانګونه نه ده شوې.

ملابرادر زیاتوي، نن ورځ په نړیوال سیاست کې اوبه خورا مهم اقتصادي عنصر دی او په یو شمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو هم زیات دی.

د هغه په خبره، طالبانو دا اړتیا درک کړې او د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه کوي.

‏د یادونې وړ ده چې شاه‌وعروس بند د ۷۸متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز:۲۰۲۴ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال وو

0

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال و.

دغه مرکز ویلي، چې سږ کال په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو ۴۴۴ بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې سږ کال په دغه بریدونو کې يو زرو ۶۱۲ تنه ملکیان وژل شوي دي.

یاد مرکز زیاته کړې، چې سږ کال په پاکستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د دوی د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې سږ کال د تاوتریخوالي په پېښو کې ۲زره ۲۶۷ پوځیان او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

یاد مرکز دغه راز ویلي، چې سږ کال تر ټولو ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

ډیره اسماعیل خان؛وسله والو کسانو څلور پاکستاني پولیس وژلي او دوه یې ټپیان کړي

0

راپورونه وایي، چې تېره شپه نامعلومه وسله والو د ډیره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر یو چیک پواینټ برید کړی.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې څلور پولیس افسران وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې د وسله والو کسانو دغه برید ډېر ناڅاپي و او له پرمختللو وسلو یې کار اخیستی.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو دا ډول بریدونو ته په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان ډلې زور ورکړی.

خیبر پښتونخوا؛پاکستاني پوځیانو د خوراکي توکو د نشتوالي او د وسله والو د لیزري بریدونو له ویرې ۱۵ پوستې پرېښي

0

راپورونه وايي چې په خیبر پشتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري ۱۵ لویې او وړې امنیتي پوستې نېول شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې دغه پوستې پاکستاني پوځیانو د وسلوالو دقیق لیزري بریدونو، د ځمکنیو ماینونو پرله‌پسې چاودنې، او د خوراکي توکو نشتوالي له کبله ټي‌ټي‌پي ته پرېښي دي.

تر اوسه دواړو لوریو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په سوشل میډیا کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېدلې، چې د ټي‌ټي‌پي ډلې یوه امنیتي پوسته نېولې وه او خوښي یې څرکندوله.

روسیې او اوکراین؛په جګړه کې اسیر بندیان یو بل سره تبادله کړل

0

روسیې او اوکراین د جګړې سلګونه بندیان یو بل سره تبادله کړل.

دغه هېوادونو د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب یو وار بیا جنګي اسیران تبادله کړل.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي ویلي چې د دې اقدام په نتیجه کې ۱۸۹ اوکرایني بندیان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

بل لوررته د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دواړو لورو ۱۵۰ بندیان خوشي شوي دي.

دوی په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د دواړو خواوو له لوري د خوشي شویو بندیانو په شمېر کې توپیر شته.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر:له کویټ څخه غواړو چې سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړي

0

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني له کویټ څخه وغوښتل چې په دمشق کې خپل سفارت بیرته پرانیزي او له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړي.

اسد الشیباني دا غوښتنه دمشق ته د کویټ د بهرنیو چارو وزیر عبدالله علي ال یحیی د سفر پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي چې موږ په کویټ کې له خپلو وروڼو څخه غواړو چې ژر تر ژره خپلې اړیکې له دمشق سره بیا پیل کړي.

د یادونې ده چې واک ته د سوریې د نوي حکومت له رسېدو وروسته ددغه حکومت چارواکو د ډېری هېوادونو له استازو سره کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

تحریرالشام؛میساء صابرین د مرکزي بانګ د مشرې په توګه وټاکله

0

د سوریې د نوي حکومت چارواکو میساء صابرین د دغه هیواد د مرکزي بانک د مشرې په توګه وټاکله.

میساء صابرین لومړنۍ ښځه ده چې د دغه بانک په تاریخ کې تر ټولو لوړ مقام ته رسیږي.

میساء صابرین تر دې مخکې د سوریې د مرکزي بانک د لومړۍ مرستیالې او د دغه بانک د فعالیتونو د څارنې د مشرې په توګه کار کړی دی.

د یادونې ده چې د سوریې نوي حکومت واک ته له رسېدو وروسته په دغه هېواد کې ګڼ بدلونونه رامنځته کړل او د ښځو پر فعاله ونډې ټینګار کوي.