یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 764

انتوني ګوترېش:نیو اورلینز ایالت کې برید خواشینی کړی یم

0

‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د امریکا په نیو اورلینز ایالت کې د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو برید غندلی.

ګوتریش ویلي، چې د قربانیانو کورنیو او د امریکا حکومت ته تسلیت وړاندې کوي.

د یادونې ده چې هلته تېره ورځ د امریکا پخواني سرتېري د نوي کال نمانځنۍ پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله برید کړی چې، لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۰ یې نور ټپيان کړي دي.

د ډونالډ ټرمپ؛د هوټل مخته د ټسلا کمپنۍ یو موټر چاودنه کړې

0

د ټسلا کمپني یو سایبرټرک موټر د امریکا لاس ویګاس ایالت کې د ډونالډ ټرمپ د هوټل مخې ته چاودنه کړې.

رویټرز راپور ورکړی، چې دغه برید کې یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

د ټسلا کمپنۍ مشر ایلان ماسک ویلي، یاده پېښه په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا اورلینز ښار کې د نوي کال نمانځلو پر مهال یو پخواني سرتېري د موټر په وسیله ۱۵ تنه وژلي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:سعودي سفیر مو د ایراني اتباعو د اعدام په غبرګون کې احضار کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سعودي عربستان سفیر احضار کړی.

په تهران کې د سعودي عربستان سفیر وروسته له هغې احضار شو چې تېره ورځ د سعودي په دمام ښار کې شپږ تنه ایرانیان د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي.

هېره دې نه وي چې په همدې ورځ د ایران په بندر عباس زندان کې دوه تنه افغانان چې د نشه یي توکو په قاچاق تورن شوي وو؛ په داسې حال کې اعدام شوي چې کورنۍ یې هم ترې خبره نه وه.

جنرال خوشال سادات:د واخان نیول خوب او خیال دی او د اذهانو د غولولو لپاره ترسره کیږي

د کورنیو چارو پخوانی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات وایي پاکستان د شدید امنیتي بحران سره مخ دی او په افغانستان بمبارد او د واخان د نیولو اوازې د پاکستان ورخطایي او د اذهانو غولولو لپاره ترسره کیږي.

د جمهوریت دغه امنیتي چارواکی وایي، د واخان نیول او هلته د سړکونو جوړول او تاجکستان سره د پاکستان نښلول هسې افواه ده او د ذهنونو د مغشوشولو لپاره کیږي او خلک باید په دې ونه غولیږي.

ښاغلی سادات زیاتوي، په ژمي کې واخان ته ورتګ او هلته د سړکونو د جوړولو خبره خیال او مهال دی.

جنرال خوشال سادات دغه راز ویلي، هېله مند او امیدواره دی چې په پاکستان کې روان امنیتي بحران تشدید پیدا کړي او ښایي، پاکستانی پوځ د پاکستان د ګڼو ښارونو د نیولو توان له لاسه ورکړي.

طالبانو ته د مبین کنایه؛د ویسټنډیز نوی حکومت چا پخوا کور کې نه پرېښود؛ خو اوس یې کبر ته ګوره!

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند او لابیګر «جنرال» مبین د طالبانو حکومت په مشر نیوکه کړې، چې ولس یې له لوږې مري؛ خو دی پرې مؤسسې بندوي.

«جنرال» مبین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، “د بند، بند او بند” سیاست ته سړی حیران شي.

مبین په کنایوي ډول ویلي، چې د ویسټنډیز نوی حکومت پخوا چا کور کې نه پرېښود؛ خو اوس یې کبر اسمان ته رسېدلی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې وخت به تېر وي او بیا به پښېمانتیا ګټه نه کوي.

پاکستاني ځواکونو؛تېر کال د هرو ۶۶ ځله عملیاتو وروسته، یو وسله وال وژلی

0

د پاکستان پوځ ویلي، تېر کال یې د ۶۰ زره عملیاتو په ترڅ کې ۹۰۰ وسله وال وژلي دي.

یاد پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو له لوري د دوی ۷۰۰ سرتېري هم وژل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، تر ټولو زیات بریدونه په پښتونخوا او تر ټولو کم بیا په پنجاب کې شوي دي.

بل لورته په دغه کال کې د ۵۷۸ ملکي خلکو د وژلو راپورونه هم ورکړل شوي.

که د پاکستاني پوځ د عملیاتو شمېر کره وي؛ نو یاد پوځ هره ورځ د وسله والو پر وړاندې ۶۶ ځله عملیات کړي.

کورمه؛د شعیه‌ګانو او سنیانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو

0

په کورمه کې د شعیه‌ګانو او سنيانو ترمنځ د تلپاتې سولې تړون لاسلیک شو.

دا تړون ۱۴ مادې لري چې له مخې به یې هلته همېشنی اوربند ټینګ او تړل شوې لارې به خلاصې شي.

یاد تړون څو ورځې وړاندې بشپړ شوی وو، چې نن لاسلیک شو.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې نامعلومه وسله والو د یو پاکستاني پوځي کور په چاودېدونکو توکو الوځولی

0

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې نامعلومه وسله والو د پاکستاني ځواکونو د یوه عسکر نایک محمد اقبال کور په چاودېدونکو توکو الوځولی دی.

راپورونه وایي چې نایک محمد اقبال د کورنۍ له غړو سره له کور وتلی و او کوم زیان ورته نه دی اوښتی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

ایران سره پر پوله؛نیمروز کې پنځه افغان کډوال وژل شوي دي

له ایران سره پر پوله نیمروز کې پنځه افغان کډوال د یوې چاودنې له کبله وژل شوي دي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو غوښتل، چې ایران ته په قاچاقي لار لاړ شي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم؛ خو تر دې وړاندې څو ځله ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه هېواد ته اوښتونکي افغان کډوال وژلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامنه‌یي:جولاني د هغه جامو په څېر دی، چې ژر به یې رنګ لاړ شي

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د سوریې د نوي حکومت مشر محمد الشرع هغه باطلو جامو ته ورته بللی، چې د لنډ وخت لپاره ځل کوي.

هغه ویلي، دا جوله« ابو محممد جولاني» چې اوس دا ډول ځلیږي، یو وخت به د مومنانو تر پښو لاندې خاورې شي.

د یادونې ده، چې ایران د بشارالاسد د حکومت تر ټولو قوي ملاتړی بلل کېده، چې د ابو محمد جولاني په مشرۍ یې واکمني د تحریر الشام ډلې له لوري را وپرځول شوه.