پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 71

ډونالډ ټرمپ؛د افغانستان او پاکستان د جګړې په تړاو پاکستان سره د خپلو ښو اړیکو یادونه وکړه

د فاکس نیوز یو خبریال لخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې امریکا به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بیا راژوندیو شویو کړکېچونو په صورت کې لاسوهنه وکړي که نه؟

ټرمپ په خپل ځواب کې د پاکستان له مشرتابه سره خپلې «ډېرې ښې اړیکې» یادې کړې او ویې ویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې همکاري او تفاهم تل په مثبته فضا کې روان دی.

نوموړي د پاکستان صدراعظم، پوځي مشرتابه او د هېواد د «نوښت او پرمختګ» ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې پاکستان په سیمه کې مهم رول لري.

خو ټرمپ په څرګنده توګه ونه ویل چې که کړکېچ پراخ شي، امریکا به مستقیمه مداخله وکړي که نه.

ځایي سرچینې:په خوګیاڼو کې څلور پاکستاني ډرون الوتکې غورځول شوې

یو شمېر ځایي سرچینو ویلي چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار سیمه کې طالب ځواکونو تر اوسه د پاکستاني لوري څلور ډرون الوتکې غورځولې دي.

سرچینو ویلي چې د طالبانو ځواکونو د ډرون الوتکو د شنډولو لپاره نوې طریقه او ټکنالوژي کارولې او هغه بې‌پیلوټه الوتکې یې په نښه کړې چې غوښتل یې نظامي مرکزونو ته نږدې شي یا بریدونه ترسره کړي.

شمالي وزیرستان؛میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

0

ځایي سرچینې وایي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د اوسېدونکو په وینا، د چاودنې هدف پاکستاني ځواکونه وو، خو د پېښې د څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه لا نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته، د خېبر ولسوالۍ د قمبرخېل په سیمه کې پر یوه نظامي مرکز جګړه روانه ده.

پاکستاني خبریالانو د سختو نښتو خبر ورکړی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره او بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

حمدالله فطرت:په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني بریدونو له امله ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري یو ځل بیا په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د عامو ولسي وګړو کورونه په قصدي ډول په نښه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فطرت د وژل شویو لپاره د فردوس جنت او د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ:ډنډ پټان کې پاکستاني لوري نن ماښام د ۲ ماشومانو په ګډون ۴ ملکي وګړي وژلي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) اعلان کړی چې داسې انځوریز شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پکتیا ولایت اړوند سیمې د ماښام شاوخوا اووه بجې تر درنو ګولیو لاندې نیولي دي.

د یاد بنسټ په وینا، برید په قصدي ډول د ډنډپټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر ملکي وګړو شوی، چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د راپور له مخې چې پکې ۱۶ ملکي وګړي ټپیان شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ ملکي وګړي نور وژل شوي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې دا پېښه عادي سرحدي نښته نه ده، بلکې د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده.

بنسټ دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ملکي وګړو پر ژوند مستقیم تېری بللی دی.

یاد بنسټ د پولې دواړو غاړو ته د توغندیزو او توپچي بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې باید یوه روڼ او خپلواکه څېړنه ترسره شي څو عاملین یې حساب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او د ملکي وګړو خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

سرچینې:په کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته بیا پیل شوې

یو شمېر امنیتي سرچینو ویلي چې د کونړ ولایت په سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه یو ځل بیا پیل شوې ده.

د سرچینو په وینا، په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي او وضعیت ترینګلی بلل کېږي.

تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

تازه خبر؛په خوست کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان لوري د غچ‌اخیستونکو بریدونو نوې لړۍ پیل شوه

د طالبانو حکومت د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دې ولایت د زازي میدان، علي‌شېر او تريزي ولسوالیو په مربوطاتو کې، د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د افغان ځواکونو د غچ‌اخیستونکو بریدونو نوې لړۍ پیل شوې ده.

ګربز ویلي، چې دغه بریدونه د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي او افغان ځواکونه په یاده سیمه کې د مقابل لوري پر پوځي اهدافو منظم عملیات روان ساتلي دي.

نوموړي د نښتو د مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړې، خو ټینګار یې کړی چې عملیات دوام لري.

امیرخان متقي؛د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان او پاکستان پر وروستیو نښتو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې پر وروستیو حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې پر نښتو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د ملي حاکمیت، هوايي حریم او ارضي تمامیت د ساتنې لپاره ترسره شوي او ټاکل شوي اهداف پکې ترلاسه شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» له پیل څخه د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د ستونزو حل د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ غوره بللی؛ خو زیاته کړې یې ده چې دا بهیر هغه مهال اغېزمن تمامېږي چې مقابل لوری هم د حل لپاره رښتینی او عملي هوډ وښيي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې غوښتونکي دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له اړوندو هېوادونو سره په تماس کې دی، څو د وضعیت د ارامولو او د کړکېچ د کمولو لپاره همغږي هڅې ترسره شي.

دواړو لورو د اړیکو او سلا مشورو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

پاکستان؛په ټول هیواد کې پر ډرون الوتنو بندیز ولګید


د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته به تر بل امر پورې په ټول هېواد کې د ډرون الوتنو بندیز وي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو حکومت لخوا د اسلام‌اباد، پنجاب او خیبر پښتونخوا په لویو ښارونو کې ځانمرګي ډرون الوتکې په نظامي اهدافو سخت ګوازرونه وکړل.

ترکیې؛د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فرضي کرښه د جګړې د زیاتېدو په لړ کې، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان په مشرۍ د ترکیې ډیپلوماټیکې هڅې شوي.

د ترکي دولتي رسنیو د راپور له مخې، فیدان له یو شمېر مهمو سیمه‌ییزو چارواکو سره جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په دغو تماسونو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان شامل دي.

راپورونه وایي، په دغو خبرو کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانو نښتو او د کړکېچ د کمولو پر ممکنه لارو چارو بحث شوی دی.