د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په برنګ سیمه کې یو قومي مشر وژل شوی.
دا مشر ولایت خان نومیږي او د ماین چاودنه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په برنګ سیمه کې یو قومي مشر وژل شوی.
دا مشر ولایت خان نومیږي او د ماین چاودنه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
سي ان ان خبر ورکړی، چې سعودي عربستان د امریکا او ایران ترمنځ پر اټومي تړون د نوې هوکړې لپاره منځګړیتوب کوي.
راپور کې راغلي، چې ایران د خپلو نیابتي ډلو له ضعیفېدو وروسته د زیاتو هستوي وسلو جوړولو په لټه کې ده
سي ان ان ویلي، سعودي تمه لري چې له ډونالډ ټرمپ سره د نږدې اړیکو لرلو له کبله د تهران او سپینې ماڼۍ ترمنځ یوه نوې دیپلوماتیکه دستګاه پرانیزي.
سعودي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
سرچینې وایي، چې د کابل هوایي میدان ته نږدې چاودنه شوې.
سرچینو ویلي، چې نن ماذدیګر څلور بجې د کابل هوایي میدان ته نږدې چاودنه شوې.
ددغې چاودنې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره جزیات نشته.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په یو شمیر ولایتونو کې د شدیدو بادونو او واورې اټکل کړی دی.
یادې ادارې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکندي، غور، بادغیس،پکتیکا او غزني ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت سربیره د شدیدو بادونو اټکل کړی دی.
دې ادارې په دغو ولایتونو کې یې د اورښت اندازه له ۱۵ څخه تر۳۰ سانتي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ سانتي مترو اټکل کړی دی.
کابل کې د ایران پخواني سفیر رسول موسوي ویلي، ښایي د طالبانو حکومت د داخلي پاڅون او یاهم بهرنۍ لاسوهنې له کبله تغییر شي.
نوموړی وایي، د طالبانو حکومت اوس انحصاري بڼه لري.
د ایرنا د خبر له مخې، رسول موسوي زیاته کړې، د طالبانو حکومت له درې سناریوګانو سره مخ دی، چې یا به اوسنی انحصار دوام کوي، یا به طالبان خپل سیاست بدلوي او یا به یې رژیم تغییر خوري.
د موسوي په خبره، د تروریستي ډلو په اړه د سیمې اندېښنې له طالبانو سره د دغو هېوادونو د نه همکارۍ سبب شوې دي.
وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته دوه انتخابونه کېښوده چې ” یا معامله او پرکاغذ امضا، یا بمونه” د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي ویلي، زموږ وړتیا د سختو ګواښونو په وړاندې عالي ده.
د الاخبار ورځپانې د خبر له مخې امریکا یوه لویه د ۹۰۰ کیلو ګرامي بمونو جوپه اسرایل ته ولېږله چې په دې محمولې کې ۱۸۰۰ MK-84 بمونه هم شامل دي چې د اسرایلو هوایي ځواکونو ته ورکړل شوه.
یاد بمونه کولای شې د ضخامت لرونکو فلزي او بتوني سطحو څخه هم تېر شي.
همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سيبيایس تلویزیوني شبکې ته هم ویلي چې د ایران حکومت د توافق لپاره هیڅ علاقه مندي نده ښودلې.
د بریتانیا د دفاع وزارت د دغې هیواد ځانګړو ځواکونو د قومندې په اساس تایید کړه چې د ۲ زره تنو هغه افغان کومانډویانو چې دوی سره یې اوږه په اوږه جګړه مخته وړې وه، د بیا میشتیدو غوښتنه رد کړه.
د بيبيسي د یو راپور له مخې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د پخوانیو افغان کومانډویانو غوښتنه چې غوښتل یې ملاتړ یې وشي، رد کړه.
هېره دې نه وي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمیر افغان کومانډویانو ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوړه، خو زیات شمیر یې لا هم افغانستان کې دننه په ویره خپل ژوند د خطر مواجع ګڼي.
د ایران د ازادو سوداګریزو زونونو د عالي شورا منشي رضا مسرور ویلي، ایران د افغان پانګوالو ملاتړ کوي او کولای شي د دغه هیواد په ازادو سوداګریزو سیمو کې د اوسېدو اقامت ترلاسه کړي.
ایراني رسنیو د ښاغلي رضا له قوله ویلي، چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۱۲۵ میلیونه یورو بهرنۍ پانګونه د ازادې سوداګرۍ زونونو ته او ۱۳۱ میلیونه یورو ځانګړې اقتصادي زونونو ته جذب شوې.
هغه زیاته کړې چې د دغې پانګونې له مخې یوه برخه یې د عربي هیوادونو، منځنۍ اسیا او افغانستان پانګوالو پورې تړلې ده.
د پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په بګان سیمه کې د خوراکي توکو پر هغه موټریز کاروان برید شوی، چې پاړهچنار ته روان وو.
ځایي پولیس وایي، چې پر دغه کاروان کې د خوراکي توکو ترڅنګ نور سامونونه هم شامل و.
تر اوسه په دې اړه د مرګ ژوبلې جزیات نه دي ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید په اړه بحثونه پیل کړي.
د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلي، دا دواړه بحثونه د هند، چین، امریکا او جنوبي کوریا له لوریو پر جوړو شویو مسؤدو پیل شوي.
ټاکل شوې چې افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر اوولسمې دوام وکړي.